څرنګه چې د شمالي وزيرستان څخه د وروستيو ناامنيو او جنګ جګړو له امله زرګونه کورنۍ د خوست ولايت مرکز او ولسواليو ته د ژوند د خونديتوب په موخه راکډه شوې ، خوست ولايتي ادارې او مېشتو ولسونو په خپله غېږه کې په ورين تندي ځاى ورکړى او تل يې هڅه کړي، چې د دوى سره د ژوند په هره برخه کې وړ کومکونه ترسره کړي.
خوست ولايتي ادارې د راغلو کډوالو سره د خپلو امکاناتو ترڅنګ د مرکزي حکومت د اړونده وزارتونو ، ملګرو ملتونو او خيريه موسساتو څخه خوراکي او غيرخوراکي مرستې راجلب کړي او د يوه منظم پلان له مخې يې د ټاکل شويو کمېسيونونو د لارې د سروې په اساس په اړو او مستحقو کورنيو وېشلي دي.همدارنګه ولايتي ادارې د غونډو، کنفرانسونو،اعلاميو،خبرونو او نورو لارو څخه د بډايه او شتمنو کسانو، مدني ټولنو او ملي سوداګرو غوښتنه کړي، چې د انساني او بشري خواخوږۍ له مخې دې د بې وزله کډوالو سره په دوامداره توګه مرستې وکړي، چې له نېکه مرغه پدغه لاره کې زيات شمېر مدني ټولنو،شوراګانو،ملي سوداګرو او شتمنو کسانو د خپل توان او وس مطابق مرستې کړي دي.
خو له بده مرغه ځينې وختونه چې کله هم ملي سوداګر او نور شتمن کسان د کډوالو سره مرستې کوي، نو د پلان او مستحقينو د لېست د نشتوالي له امله يو لړ ګډوډۍ په وجود راځي، چې پدغه وخت کې اصلي مستحقين او بې وزله خلک د مرستو له وېش څخه محروميږي، نو په همدې تړاو ولايت مقام د ټولو هغو بډايه ، شتمنو کسانو او ملي سوداګرو غوښتنه کوي، چې د کډوالو سره هرډول کېدونکي مرستې دې د اړونده ولسوالۍ د ادارې او ټاکل شوي هيت سره په بشپړه همغږۍ ووېشي،ترڅو د کومکونو په وېش کې عدالت تامين شي او ټول مواد په شفافه توګه توزېع او د لومړيتوب له مخې اصلي مستحقينو ته ورسيږي.
ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
نېټه : ٢١ -٤- ١٣٩٣ شنبه