تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۸مه: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، افغانستان ته له پاکستان او ایران څخه د زرګونه افغانانو ستنېدل به په دغه هیواد کې د کورونا د خپرېدو فاجعه رامنځته کړي.

د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ وايي، افغانستان ته د کډوالو ستنیدو اوس هم بحران جوړ کړی دی او د دغه هیواد روغتیايي سیسټم یې له خطرونو سره لاس و ګریوان کړی دی.

عالي کمېشنرۍ له نړیوالو بنسټونو او مرستندویانو غوښتي چې ددغې موضوع د حل لپاره دې لاس په کار شي ځکه چې دوام به یې افغانستان کې بشري ناورین جوړ کړي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان او د بې پولې ډاکټرانو سازمان هم په افغانستان کې د کورونا په اړه اندیښنه ښودلې وه.
اوس ولسمشر غني ویلي له نړیوالو بنسټونو سره به د هغوی د ژمنو د تعدیل لپاره بحثونه پیل کړي ترڅو د کورونا پر ضد پیاوړې مبارزه وشي.

راپورونه وايي، له پاکستان څخه د تورخم او چمن په دروازو وروستیو څو ورځو کې ۶۰ زره کډوال را اوښتي دي، همداراز له ایران څخه هم د ۲۰۰ زره افغانانو د اخراج خبرونه ورکول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *