تاند- د کډوالو لپاره د ملګروملتو لویې کمیشنرۍ یا یو این ایچ سي آر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغان کډوالو سره مرستې جاري وساتي.

دې کمیشنري ویلي چې روان ۲۰۱۴ کال، چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، د افغانستان لپاره ډېر حساس کال دی.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د کډوالو لپاره د ملګروملتو لوی کمیشنر انتونیو ګویتیریس د ایران د دوه ورځني سفر په پای کې وویل:«۲۰۱۴ کال د افغانستان د ثبات لپاره کلیدي اهمیت لري. نړۍ ناکام افغانستان نه شي زغملی.»

په افغانستان کې د جګړې د دوام، بې روزګارۍ او بېوزلۍ له کبله لا هم په ایران او پاکستان کې شاوخوا ۷ ملیونه افغانان له تېرو درو لسیزو راهیسي مهاجر دي.

د ایران د پولیسو په وینا په دغه هیواد کې شاوخوا یو ملیون غیرقانوني افغان کډوال مېشت دي خو ۵ لکه څلور لکه راجستر شوي دي.

د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري وايي، سږ کال به د هغو کډوالو لپاره د پیسو په راټولولو تمرکز وکړي چې په ایران کې راجستر شوي دي.

غیرحکومتي موسسې او د ملګروملتود کډوالو لویه کمیشنري وايی چې افغانستان د ناټو پوځیانو له وتلو وروسته په یوه وار د دومره ډېر شمېر کډوالو ورستنېدو ته تیار نه دی.

د افغانستان اقتصاد په بهرنیو مرستو ولاړ دی او وېره ده چې د بهرنیو پوځیانو له وتلو سره به هم مرستې لږې شي او هم به ډېر نور افغانان بې روزګاره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *