په (٢٠٠١) زيږديز کال په لومړي ځل د کډوالو نړيوالې ادارې (UNHCR) له خوا د جون مياشتې شلمه نېټه د کډوالو د نړيوالې ورځې په توګه ونومول شوه او پرېکړه يې وکړه چې له دې وروسته به هر کال همدا نېټه په کډوالو پورې تړلو موضوعاتو ته ځانګړي کېږي او د نړۍ په کچه به د دوى په ستونزو، اړتياوو او پرمختګونو خبرې کېږي.
سږ کال که څه هم د کډوالو نړيواله ورځ له نن څخه څو مياشتې مخکې تېره شوې ده خو تېره ورځ د همدې ورځ د يوه ليبل په ليدو مې په ذهن کې هغه خاطرې وګرځېدې چې له پنځه ويشتو ډېر کلونه ميليونونو افغانانو يوه ورځ هم خپلې بسترې په خلاص زړه په کوټو کې ړنګې نه کړې، ځکه هره ورځ به په دې انتظار ول چې کله به له دې ځاى څخه خپل لوښي ټولوي او په يوه نامعلوم لوري به حرکت کوي.
افغانانو لسګونه کاله د بېلا بېلو لاملونو په سبب په کور د نننه او بهر کډوالۍ وکړې، خو نن ډېر د خداى(ج) شکر دى چې هغه پخواني مجبوريتونه تر يوه بريده حل شوي دي او افغان دولت په دې توانېدلى چې خپل اتباع په خپلو سيمو کې مستقر وساتي او د کډوالو په نړيوال کلني راپور کې د افغان کډوالو موضوع يې په ګاونډي هېواد پاکستان کې د افغان کډوالو د سر خبره نه وي، بلکې برعکس په افغانستان کې له فرضي کرښې راپورې شويو کډوالو موضوع ښايي د راپور په اډانه کې ځاى موندلى وي.
خو دا خبره په دې مانا نه ده چې د افغان کډوالو ستونزې حل شوي دي بلکې اوس هم په ميليونونو افغانان له ګاونډيو واخله په ټوله نړۍ کې شته، خو افغانستان هم اوس هغه هېواد نه دى چې چا ته پنا نه شي ورکولى.
په همدې شپو ورځو کې يوازې په خوست ولايت کې له دوو لکو ډېر کډوال مېشت دي چې په دولتي او نړيوالو ټولنې سربېره د سيمې خلک يې د مېلمنو په څېر په خپلو کورونو او ځمکو کې ساتي.
که د خوست له کليو او هغو سيمو را تېر شو چې عامو خلکو د شخصي دوستۍ او انساني خواخوږۍ په اساس له وزيرستان څخه راغلو کډوالو ته په کې ځاى ورکړى، دولت هم د ګلان په نامه يو لوى کمپ د کډوالو لپاره جوړ کړى چې په زرګونو کډوال په کې مېشت دي.
کله چې د خوست ښار جنوب لور ته د ګربزو ولسوالۍ سيمې ته لاړ شئ او مخامخ وګورئ نو خامخا به مو سترګې د غر په ډډه کې په هغو خيمو ښخې شي چې د وزيرستان کډوالو لپاره په ګلان کمپ کې درول شوې دي.
څو ځلې د اوړي په ګرمۍ او په دې وروستيو کې زه په خپله دې کمپ ته لاړ شوى يم او د هغو خلکو ژوند مې د خپل سر په سترګو ليدلى دى.
په لومړي ځل کله چې د کمپ سيمې ته لاړم له يوې خوا ګرمي وه له بلې خوا د روژې مبارکه مياشت وه، د هرې خيمې او په خيمه کې د مېشتو خلکو ژوند د انسان زړه ته درد رسولو، خو د خلکو په همت، د افغان دولت او نړيوالې ټولنې په همکارۍ ډېر د چا شکايت پورته نه شو، ځکه عامو خلکو د خوست په هره سيمه کې چې ول د خير او خيرات په پلمه يې د کمپ سيمې ته خوراکي توکي وړل، او نړيوالې ټولنې هم خپل امکاناتو څخه استفاده وکړه او له دوى سره يې مرستې وکړې، خو د نن ورځې ساړه او په کمپ کې د مېشتو خلکو حالت هغه اندېښنه ده چې کېداى شي سمبالښت يې د سيمې د خلکو او د نړيوالې ټولنې له دې امکاناتو تېره خبره وي، ځکه لکه څه ډول چې يادونه وشوه د خوست په هر کلي کې کډوال شته چې يوازې يې د غاړې کالي راوړي دي نور ورسره هېڅ هم نه شته، په سږني ژمي کې که چېرې افغان دولت، او نړيواله ټولنه په ښه اخلاص له دې کډوالو سره مرسته ونه کړي کېداى شي يوه لوى انساني ناورين رامنځته شي.
اوس نړيواله ټولنه او د کډوالو نړيوالې ادارې د کډوالو نړيوالې ورځې لپاره دوه انتخابه لري: يو دا چې که چېرې له خپلو امکاناتو ګټه پورته کړي او د کډوالو پر وړاندې خپل انساني مسؤليت ادا کړي ترڅو د راتلونکي کار په راپور کې يې د وزيرستان کډوالو موضوع عادي او طبيعي تېره شي، که چېرې داسې ونه کړي بيا دې د خپل راپور په لومړيو کرښو کې د دې انساني ناورين لپاره ځانګړى ځاى بېل کړي.
سپين روان نورزى