تاند- د خیبر پښتونخوا د صوبايي حکومت اعلي وزیر پروېزخټک له فدرالي یا مرکزي حکومته وغوښتل چې د افغان مهاجرو د برخلیک په اړه، چې پاتې شي او که لاړ شي، ژر پرېکړه وکړي.

ده نن /سې شنبه/ په اسلام اباد کې د پاکستان د قبایلي چارو وزیر عبدالقادر بلوچ، د خیبر پښتونخوا له ګورنر ظفر اقبال جګړه، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، د جمعیت علمای اسلام د بلې څانګې مشر مولانا سمیع الحق، د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد شېرپاو، حاصل بزنجو، د تحریک انصاف ګوند شاه محمود قریشي، د پیپلز ګوند فرحت الله بابر او یو شمېر نورو سره په غونډه کې په دې موضوع خبرې وکړې.

د پاکستان هغه مذهبي ګوندونه، چې د طالبانو ملاتړ کوي، د افغان مهاجرو د نه ستنولو ننګه کوي ځکه چې دوی فکر کوي چې د مهاجرو له منځه د افغان جګړې د دوام لپاره جنګیالي په اسانه موندل کېږي.

د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر د ناراجستر شویو کډوالو له موجودیت سره مخالفت وکړ، ويې ویل چې هغوی د پاکستان امنیت ته خطر پېښولی شي.

ده د نورو افغان مهاجرو د پاتې کېدو لپاره د پلان د جوړېدو غوښتنه وکړه.

پروېز خټک دا هم وویل چې د ده حکومت شربت ګلې ته د رسمي مهاجرت ورکولو وړاندیز وکړ خو هغې په نامعلوم علت ونه مانه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *