تاند- د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د پالیسۍ ريیس یې د ۸ لکه افغانیو رشوت په تور نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت د استخباراتو او جنايي جرمونو د مدیریت د مسوولانو په هلوځلو د یکشنبې په ورځ /جولای ۱۷/سرطان۲۷/ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د پلان او پالیسۍ ريیس محمد مهدي په داسي حال کې ونیول شو چې د کابل د درېمې ناحیې په پُل سرخ سیمه کې یې د لویې څارنوالۍ او د سیمې د پولیسو د ټاکل شوي پلاوي په مخکې ۸ لکه افغانۍ رشوت اخیست.

په وروستیو کې ګڼ رشوتخواره نیول شوي خو له فساد سره مبارزې د دې لپاره د خلکو رضایت نه دی حاصل کړی چې د دوی په باور لوی غله یا فاسدان ازاد ګرځي او عموماً د ټیټې کچې چارواکي نیول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *