خبرپاڼه

تاریخ: 22 ثور ۱۳۹4

کابل افغانستان – د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي نن مازدیګر په سپېدار ماڼۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې یا UNHCR له عمومي کمېشنر آنتونیو گوترز سره ولیدل او د کډوالو په مسایلو یې ورسره خبرې وکړې.

عالمي بلخي وویل، چې د ملي یووالي حکومت د کډوالو مسالې ته د پخواني حکومت خلاف دريځ لري: په پخواني حکومت کې د کډوالو مسالې د یوې فرعي مسالې په توګه کتل؛ خو د ملي یووالي حکومت د کډوالو مسالې ته د یوه ملي لومړیتوب په سترګه ګوري.

ده وویل، چې له ایران او پاکستان سره یې د کډوالو په مسایلو خبرې کړي او په کور دننه د کډوالو د ملي ستراتېژۍ په جوړولو کار روان دی. د بلخي په وینا، چې له پاکستان سره د یوه مثبت پړاو په لور په حرکت کې دي او میاشت وروسته به پاکستان په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د ثبت او راجستر پړاو پیل کړي؛ خو په خبره یې چې له ایران سره هم په بحثونو اخته دي.

د کډوالو چارو وزیر وویل، چې د کډوالو په ملي ستراتېژۍ کې ډېر تمرکز د کډوالو په بېرته راستنېدو، هغوی ته د سرپناه او کار په برابرولو دی.

ده په هېواد کې د کډوالو او راستنېدونکیو چارو د یوه عالي کمېسیون له جوړېدو هم خبر ورکړ، چې مشري یې د ولسمشر پر غاړه ده.

سید حسین عالمي بلخي د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له عمومي کمېشنر وغوښتل، چې د کډوالو په بېرته راستنېدو، هغوی ته د سرپناه او کار د غم خوړولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عمومي کمېشنر سید حسین عالمي بلخي ته ډاډ ورکړ، چې اداره یې په دې برخه کې له افغانستان سره په ټولو امکاناتو لاړه او همکاره ده.

هغه د کډوالو د عالي کمېسیون له جوړېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره دې بدلون ته په مثبت نظر ګوري او اوس افغانستان د کډوالو په برخه کې په یوه مثبت لوري ګامونه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *