تاند، شنبه، د قوس ۲۳مه: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ((UNHCR)) اروپا کې د افغان پناه غوښتونکو د ملاتړ په اړه د تجدید نظر غوښتنه کړې او ویلي یې دي افغانان تر ټولو زیات د جګړې له کبله اروپايي هېوادونو ته مخه کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ په یو خبري کنفرانس کې وویل، د مدیترانې له لارې اروپا ته هر کال نږدې ۷۰ زره کډوال داخلېږي چې له دې منځه یې ۳۷ اعشاریه ۴ سلنه یې افغانان دي: (( نه یوازې دا بلکې په افغانستان دننه هم لوی شمېر افغانان له جګړو بې ځایه شوي دي.))
نوموړي ویلي، اروپايي ټولنه باید د افغان پناه غوښتونکو د ملاتړ په اړه تجدید نظر وکړي او د دوی مجبوریتونه وسنجوي.
نوموړي ویلي افغانستان دا مهال له ۴ اعشاریه ۶ میلیونو زیات کډوال لري چې ۹۰ سلنه یې ایران او پاکستان ته مخه کوي، خو په اروپايي هېوادونو کې بیا افغان پناه غوښتونکي د حکومتونو له بد چلند څخه سر ټکوي.