کیله یوه داسي میوه ده چي په کافي اندازه ویټامینونه، منرالونه ، فایبر او طبیعي قندي مواد لکه سکروز او فرکتوز لري، د غذایي موادو اړوند څیړونکي په دې اند دي که د یوې میاشتي لپاره هره ورځ دوې دانې کیلې وخوړل سي د انسان په روغتيايي حالت کې به حیرانوونکي بدلونونه رامینځته سي. ځينې يې په لاندي ډول دي:
۱. د معدې جوش:
کیلې د طبیعي انتي اسید په ډول د هغه کسانو لپاره ډیري ګټوري دي چي د معدې له جوش څخه شکایت کوي، یوازي د یوې دانې کیلې په خوړلو سره د معدې جوش له مینځه ځي.(البته د ډيرو کسانو خو ممکن د ځينو لپاره دا خاصيت ونه لري)
۲. د ویني د فشار کنترول:
کیلې په کمه اندازه سوډیم او په پراخه کچه پوتاسیوم لري چي دا دویني د فشار په کنترول او تنظیم او د زړه په روغ ساتلو کي خورا ستر رول لوبوي.
۳ .انرژي:
له کار کولو څخه وړاندي د کیلې خوړل په وجود کي کافي انرژي تامینوي او ستاسو د کارکولو ځواک لوړوي.
۴.د معدې زخمونه:
کیلې ښه او نرم ترکیب د انتي اسیدي ځانکړتیاوو د لرلو له امله د معدې د جدارونو په محافظه کي اغیزمن رول لري او د هغه د تخریش څخه مخنیوی کوي ځکه نو له یوې خوا د معدې د زخم د جوړیدو څخه مخنیوی کوي او له بلي خوا د هغه ناروغانو لپاره هم ګټور تمامیږي چي د معدې له زخم څخه ځوریږي.
۵.کمخوني:
کیلې په خپل ترکیب کي په کافي اندازه اوسپنه لري، د هیموګلوبین د تولید په تنبیه کولو سره د کمخونۍ په له مینځه وړلو کي هم رول لري.
۶.ژورخفګان یا Depression:
کیلې یوازنۍ میوه ده چي Tryphtophan لري نوموړې ماده په وجود کي په سیروتونین بدلیږي او سیروتونین په وجود کي د خوشحالۍ او آرامۍ احساس تقویه کوي او په دې ډول ژورخفګان له مینځه وړي.
په درنښت
شکرالله( مخلص)