د افغانستان کیوکوشین کان کراټی منتخبه لوبډله بلغاریا هېواد ته د نړېوالو سیالیو لپاره د کابل هوایی ډګر نه د سفر په لور

راپور احسان الله احسان

د افغانستان د کیوکوشین کان کراټی په نړیوالو سیالیو کې ۵۴ هیوادونو د برخې اخیستنې ژمنه کړېده نوموړي سیالیو کې افغانستان هم نن پنجشنبه د برخې اخیستنې لپاره د بلغاریا په لور سفر وکړ. دغه سیالۍ د بلغاریا هېواد په کوربتوب صوفیا ښار کې د تلی میاشتی په ۱۳ او ۱۴ نېټه تر سره کیږي.

د افغانستان کیوکوشین کان کراټی منتخبه لوبډله د تلی میاشتی په ۱۱ نیټه د پنجشنبی په ورځ د کابل نړیوال هوایي ډګر نه د بلغاریا هېواد صوفیا ښار ته سفر کوي. د افغانستان کیوکوشین کان کراټی لوبډله په نړېوالو سیالیو کې د ګډون په موخه د بلغاریا هېواد په کوربتوب د صوفیا په ښار کې جوړشوی سفر وکړ د افغانستان کیوکوشین کان کراټی شازمان ۶ کسیزه لوبډله چې دری لوبغاړي او درې رهبري پلاوي دي په یادو سیالیو کې ګډون کوي.

د افغانستان کیوکوشین کان کراټی سازمان ریس ښاغلي شیهان انجنیر سیار ازادنی په مشرۍ او مرستیال ریس سن سي محمد قهار ازادني په ملاتړ او همدارنګه د افغانستان کیوکوشین کان کراټی سلاکار او د پکتیا ولایت کراټی مسؤل سن سي محمد الله صابري تر څارنې لاندې نوموړې لوبډله نړېولو سیالیوکې برخه اخلي.

 پدې سیالیو کې د افغانستان نه دوه هلکان او یوه مېرمن ګډون کوي په ۶۰ کیلو ګرام وزن کې غلام محبوب رحیمي په ۶۵ کیلو ګرام وزن کې حجت الله سمیع زاده او اغلی هایده ګلزار په ازاد وزن کې برخه اخلي.

د افغانستان کیوکوشین کراټی سلاکار ښاغلی صابري رسنیو ته وویل چې د افغانستان لوبډلې په پام کې ؤ چې ۷ کسیزه لوبډله (لوبغاړي) په یادو سیالیو کې ګډون وکړي خو بدبختانه په کابل کې د بلغاریا سفارت زمونږ ۴ نامتو لوبغاړو ته ویزې ورنکړې.

 د افغانستان د کیوکوشین کان کراټی منتخبې لوبډلې ۵ میاشتې مسلسل نړېوالو سیالیو ته تمرینونه ترسره کول او هره ورځ به یې ډېر زیار ګاله او د ګډون لپاره سترګي په لاره وه.

هغه لوبغاړو ته چې وېزی ورنکړل شوې هر یو محمد صبور ازادني، احمد شاه افضلي، محمد اصف افضلي او مقبول شاه ګردیوال په خواشیني سره یادو څلورو لوبغاړو ته د بلغاریا سفارت څخه وېزې ورنکړل شوې.

هغه لوبغاړي چې په نړېوالو سیالیو کې ونډه اخلې د هغوی لاسته راوړنی د یادولو وړ دي غلام محبوب رحیمي چې ددی نه وړاندی ۱۳۸۸ کال کې په هنګري هېواد کې په نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی وو او په ۱۳۹۰ کال کې په اسیایي سیالیو کې په خپل وزن کې لومړۍ مقام خپل کړېدی.

حجت الله سمیع زاده په ۱۳۹۰ کال کې په اسیایي سیالیو کې نایب قهرمان مقام خپل هېواد ته راوړ او لدې نه وروسته په ۱۳۹۱ کال کې په نړېوالو سیالیو کې په جاپان هېواد کې په لاره اچول شوی وی درېم مقام خپل کړي او اغلي هایده ګلزار په ایران هېواد ملي سیالیو کې بېلابېل مقامونه تر لاسه کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *