د کېږدۍ شلمه ناسته د غويي په څلورمه د پکتیکا پوهنتون په تدریسي خونو کې ترسره شوه، سیف الرحمن د عبدالرازق بېنوا په غوښتنه د قران عظیم الشان د تلاوت دپاره په دریځ ور روان شو، د تیرې ناستې د راپور اورونه د وروسته رارسیدو په خاطر دویم پړاو ته شوه  .

دا ژوندی دی  دا وېده په هدیره کې          د شهید قبر دی زړه په هدیره کې

د محمد ذاکر ذاکري  د غزل مطلع پورتنۍ مطلع وه  چې د کره کتنې دروازه یې وټکوله  شېرمحمد مهد یې بیت روان  ، ښکلی او داسلامي ارزښتونوپربنسټ لیکل شوی وباله ، حکیمي په ورزیاته کړه ، چې  په دواړو نیم بیتوکې  معنوي تناسب له ورایه ښکاري ،  دذاکر دا وینا  :

بیا خړوبه شوه دتن په وینو ځمکه         ټوکیدلي دي واښه په هدیره کې

په حکیمي درنده  ولږیده ، زیاته یې کړه چې که څه هم په غزل کې دبیتونو دمعنوي تغیر مزي شلیدلي نو باید دلومړي بیت سره په مفرد اوجمع اسمونو کې سموالی اورغښت موجود وای  دسیف الرحمن  دې خبرې چې ( داسلام ونه دوینو په بیعه وده اونمو کوي)  بیت  په سمه معنا ګډونوالو ته وروپېژانده  مهد ددې خبرې په اوریدوسره   دتایدپه اشاره سروخوځاوه زیاته یې کړه چې دازادۍ ونه ددزلمیو دتن په وینو لویږي، د چپه انګرینې راوړلوخبره دمهد لخوا په دې بیت وشوه :

یوکارغه چې زیری راوړو دپردیسو

په بلی نه چغیـــــده په هـــــــدیره کــــې

ټولو ګډونوالو دغزل په اخري بیت کې دچېنار ټوکیدل په هدیره کې ناسم وګنل معمولا په شاعرۍ کې چې دچنار نوم اوریدل کیږي په ذهن کې مو دګودر کلمه تداعي کیږي  ، مهد وویل امکان لري چې شاعر دقافیي دبوج په اساس داوینا کړې وي ، چې ذاکري یې ارایه داسې کړې وه :

یوې مرغۍ له بچو ډکه ځاله یوړه         شین چینار خو وچیده په هدیره کې

ذاکري  دټولو ګډونوالو نظرونه په ځای وګڼل له دوی ته یې دکورودانۍ کلمې وویلې .

دتیرې اونۍ راپور دمحمد انور علیمي دنه راتلو په اساس شیرمحمد مهد په ګډوانولو واورولو ، دراپور پیل  په دې لنډي ( په لویه لار کې اوربل کړ        روغ پرې تیریږي رنځور لاس پرې تودوینه )  شوی وو  ؛ نو ځکه په حکیمي خوږ ولګیده ، په ګذارش کې دې جملو ( ادبي درس دسختو ګواښونو سره مخ شو ) او  ( په راپور دحکیمي دانتقاد غشي لګیدل )  دحکیمي سربېره په ټولو ګډونوالو دتاثر اوبه وڅښې  ځکه چې دارایې له نوي چل څخه یې کار اخیستی وو ، ګڼو شاعرانو دمشاعرې په لور ګامونه ورکېښودل خو د ذاکري اوبریال په خوږو اوزړه راښکونکو غږونو کې دکاروان له  دې  بیت څخه دموسیقت څادر غوړیده :

وطن داور په سیند کې لامبي زلمي جنګ خوړلي

دکابـــل جان دنجـــــــونو مړي هم نهنګ خـــــوړلي

حکیمي دتېر په څېر دناستې په ارزونه کې دګډونوالو دهڅونې خبرې بیا، بیا ځلې وکړې ، شیر محمد مهد دحکیمي دخبرې په تایید دغضنفر هغه خبره وکړه چې ویلي یې وو ( هغه وخت لامبوزن کیږي چې سیند ته په عملي ډول ورګډ شئ ، که یوازې دتیورۍ په لارود سیند په غاړه ګرځئ غرقیدل به مو شوني وي )

راتلونکې ناستې ته احمد منیر دادبي درس راوړلو ژمنه وکړه ، ارزونکي په داسې حال کې ددعا په ویلو ناسته پای ته ورسوله چې لاسونه درب په لوري لپه وو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *