حکیمي –
دکېږدۍ داځل ناسته دغويي په یوولسمه دپکتیکا پوهنتون په تدریسي خونو کې تر سره شوه دریځوال سیدالله احمدي فضل الرحمن مشعل دقران عظیم الشان دتلاوت په پار په دریځ را روان کړ دتیرې اونۍ ګذارش حکیمي ګډونوالو ته واورولو ، ټولو په راپور کې ژوندي انځورونه وستایل ؛ خو ګذارشګر خوښ نه بریښیده ځکه چې راپور یوازې دستاینې له غلبیله ووتو .
متنپوهنه ادبي درس وو ، چې دمحمد منیر په نه راتلو ویاند په لفظي تعقید اوپېچلتیا ګډونوالو ته وړاندې کړ، درس دسختو نیوکو لاندې وو ، مهد صاحب وویل چې ، ډېره لویه موضوع ټاکلې ممکن چمتوکوونکی دداسې ناستو اوادبي درسونو سره نابلده وي ، ددې ترڅنګ یې دماخذونو ناسم راوړولو ته دانتقاد ګوتې ونیوې .
خو دحکیمي اومهد په دې خبره چې ( متن که لږ وي یا ډیر متن بلل کیږي ) دتود بحث لمن وغوړیده مهددجوابیه پوښتنې په څیر داویل چې کلمه متن نه دی ، یوازې مفهوم لري که پیغام انتقال شي متن ورته ویل کیږي ، حکیمي دیوه استاد دخبرې په تایید داویل چې مفهوم لرونکې کلمې هم متن دی خو دپای په شېبو کې متن پېژندنې ته په کتوسره دمهدپه خبره حکیمي دتاییدسر خوځولو دواړه په یوه خوله شول چې پیغام لرونکې جملې متن بلل کیږي .
دناستې دریم پړاو شرنګیدلې مشاعرې په سر واخیسته ګڼو شاعرانوشعرونه په کې وویل دپای شېبې وې چې دراتلونکې ناستې دپاره سیدالله احمدي کره کتنې ته دخپلې پنځوونې دراوړلوژمنه وکړه ناسته دارزونکي حکیمي له دې خبرو سره په څنګ کې چې ( ناستې ته ژمن شئ ) ددعا په ویلو سره پای ته ورسیده .