تاند- کې ایل ایم (KLM) شرکت د یوې الوتکې د جوړېدو مصرف په غاړه اخیستی چې د انګلیسي د (V) یا زموږ د ۷ عدد په شان شکل لري او د سونګ مصرف یې په سلو کې ۲۰ لږ دی.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د هالنډ کې ایل ایم کمپنۍ د دې بې سارې الوتکې، چې (Flying V) نومېږي، لګښت منلی دی.
د دې الوتکې وزر د اوسنیو عامو الوتکو د وزرو هومره دي او ۳۱۴ سپرلۍ پکې ځاییږي.
د هالنډ د دلفت د ټکنالوژۍ پوهنتون څېړونکو د دې الوتکې ډیزاین جوړ کړی او وايي چې ځانګړې بڼه یې سبب کېږي چې د تېلو مصرف یې په سلو کې ۲۰ لږ وي.
د فلاینګ وي الوتکو په وزرونو کې د سپرلیو د ناستې سیټونه، د بار ځای او د تېلو ټانکۍ په پام کې نیول شوي دي.
د الوتکې انجنونه به د هغې په لکۍ یا وروستۍ برخه کې وي.
دا الوتکه به ډېر ګلتوني ګازونه نه خپروي.
د فلاینګ وي الوتکې لویوالی د یوې اییربسA350 او بوینګ 787 هومره دی.