مخکې له دې چې کولمبيايي نوبل ګټونکى ليکوال  ګابرېل ګارسيا مارکز د سرطان ناروغۍ له امله د ليکوالۍ له نړۍ سره مخه ښه وکړي، د خپلو مينه لپاره يې دغه ليک د يادګار په ډول پرېښود، چې د نړۍ په نږدې ټولو ژبو ژباړل شوى . دغه ليک د انسان لپاره پر  ځاى د باور درلودلو او له فرصتونو څخه د استفادې په برخه کې غوره پيغامونه لري. موږ ډېر ځله په خپل تېر وخت پسې هغه وخت ارمان کوو، چې په تېعمر کې يې په قدر پوه شو او يا د خپلې ځوانۍ د وختونو دغفلت پايله وګورو، خو دا ليک موږ هيښوي او  دا پيغام راکوي، چې بايد همدا شېبه سترګې  وغړوو. ګابريل ګارسيا مارکز ليکي:

      ” که  چېرته  خداى د يوې  شېبې له پاره  راڅخه د بوډاتوب احساس  واخلي او يوه  شېبه  نورهم  ژوند راکړي ، شايد ډېر هغه څه ، چې زما په فکر کې دي  ونه شم  ويلى ، بلکې ټول تامل به  مې د هغه څه په اړه وي ، چې وايم يې، ډېرو څېزونو ته به ارزښت ورکړم، خو دغه ارزښت به  د هغوى د مادي ارزښت پر بنسټ  نه، بلکې د هغوى د معنى له مخې وي .

    ما به  خوب  به  مې کم کاوه، تر ډېره به په خوبونو پسې تلم ، سره ددې، چې ښه پوهېدم که هره د قيقه سترګې پټوم، نو ٦٠ ثانيې رڼا له لاسه ورکوم .

کله  مې چې خلکو مخه نيوله ، نو ما به تګ ته دوام ورکاوه، کله  چې نور ويده کېدل، نو زه به ويښ پاتې کېدم، کله چې نورو خبرې کولې، نو زه به غلى پاتې کېدم او په خپل ټول توان به مې له دغه کارونو خوند اخيسته .

که خداى راته  يوه  شېبه  ژوند را کاوه، په ډېره ساده ګۍ سره به مې جامې اغوستې، خپل وجود مې د لمر په لور برابراوه او روح  به  مې  بربنډ  کړى و .

خدايه ! که  مې  زړه درلود، نو په کې شته  نفرتونه  مې د يخ  پر يوه ټوټه ليکل ، د لمر د راختو انتظار به مې کاوه .له اوښکو مې تږو ګلونو ته اوبه ورکولې ، څو د اغزيو درد او د ګلپاڼو مچکې احساس کړم .

اې خدايه ! که  چېرته لږ نور هم ژوندى وى ، نو هېڅکله  به مې نه  وه پرېښې ، چې  يوه ورځ دې  پرته له دې  تېره شي ، چې خلکو ته ووايم ، څومره زياته مينه درسره لرم ، راځئ ، چې سره مينه وکړو .هرې ښځې او سړي ته به مې دا عقيده ورکوله ، چې سره محبوبان وه اوسي او تل به مو له مينه وړي ژوند سره مينه پاله .

ماشومانو ته به  مې وزرونه ورکړي و، خو ددې اجازه به مې ورکړې وه، چې خپله الوت وکړي، بوډاګانو ته به مې ور زده کړي و، چې تاسې نه مرى، خو هغه وخت، چې مرګ  خپله را وغواړى ، ستاسي مړينه په زړبودۍ کې نه په هېرولو کې ده .

اې انسانانو! ما دا ټول له تاسې زده کړي، ما دا ټول له تاسې زده کړي، ما دا زده کړي، چې هر انسان که غواړي دغره پر څوکه ژوند وکړي ، پرته له دې چې وپوهېږي، اصلي ښادۍ کومې دي ؟ د غره د عظمت او ستروالي درک کول دي .

ما زده کړي، کله  چې نوى  زېږېدلى ماشوم  په  لومړي  ځل د خپل پلار ګوته  په  نازکو لاسونو کې نيسي، نو د تل له پاره په يوه دام کې نښلي .

ما ياد کړي، چې انسان يوازې  هغه وخت  حق لري، چې خپل هم  بڼي  ته له پاسه وګوري، کله چې بايد د هغه سره مرسته وکړي، څو په  پښو ودرېږي. ما له تاسې نه  زيات  شيان  زده کړي ،  چې شايد نور ډېره کارونه ونه لري ، ځکه  کله  چې دلته  هغوى  ته ځاى  ورکوم، نو بايد له ترخو سره مړ شم .”

    دلته د نړۍ د مشهور داستاني اثر “د يوازيتوب سل کلونه ” ددې   ليکوال ګاربريل  يو څو نورې عالمانه ويناوې هم وړاندې کړو:

– دخوشحاله ژوند اوسېدو راز په دې کې نه دى ، څو هغه کار، چې خوښېږي مو تر سره يې کړو، بلکې په دې کې دى، چې خپل تر سره کوونکي کار سره مينه ولرو .

– حقيقي ډارن له الوت نه وېرېږي، بلکې هغه ډارن دى، چې په وېره سره الوت زده کوي .

-دمينې سره مبارزه وکړ، خو هېڅکله به ګدايي نه کوي.

-له تاسره ستا دشخصيت په خاطر مينه نه لرم ، بلکې مينه مې دهغه شخصيت له امله ده ، چې له تا سره يې ديو ځاى کېدو پر مهال پيدا کوم .

-که ته فکر کوي، چې يو کس ستا د توقع سره سمه مينه له تاسره نه لري، نو دا په دې مانه نه ده ، چې له تاسره يې بيخي مينه نه شته .

-ريښتني دوست هغه څوک دى، چې ستا لاس ونيسي ، خو زړه دې درک کړي .

-دزړه تنګۍ تر تولو سخته او بده بڼه داده ،چې د هغه په څنګ کې وې او پوهېږې، چې هېڅکله به هغه ته ونه رسېږې.

-ته شايد په ټوله نړۍ کې يو کس وې ، خو د ځينو کسانو له پاره ټوله نړۍ يې .

-هېڅکله خپل وخت له هغه چا سره مه تېروه ، چې له تاسره وخت تېرولو ته حاضر نه وي .

-راتلونکې داسې څه نه ده، چې انسانانو ته دې په ميراث پاتې شي ، بلکې داسې يو څه دي، چې خپله دى يې جوړوي .
-دانسان لس سلنه ژوند هغه څه دي ، چې تصادفي پېښېږي ، خو ٩٠ سلنه بيا داسې ده چې انسان د هغې پر وړاندې څه ډول غبرګون ښيي .

-دانسان تر ټولو ښه دوست کتاب او تر ټولو بد دښمن يې د پټو سترګو پيروي ده .

-وړوکي تصميمونه بايد په مغر، خو لوى هغه يې بايد په زړه کې ونيول شي .

-له مينې پرته قرباني ورکول کېږي، خو له قربانۍ پرته مينه هېڅکله نه کېږي .

-ژوند له ځان سره دښو کارتونو ساتل نه ، بلکې له بدو کارتونو سره لوبه ده .

-دانسان تر هغه وخته خپلې وده او کمال ته دوام ورکوي، چې فکر کوي نه دى رسېدلى، خو کله يې چې درسېدو فکر وکړ، نو له افت سره مخې کېږي .

-هېڅوک هم ستا داوښکو وړتيا نه لري او که څوک دا وړتيا لري، نو هېڅکله بيا ستا داوښکو تويولو سبب نه ګرځي.
-هر وخت داسې کسان شته ، چې تا ځوروي، نو په داسې حال کې په نورو اعتماد وکړه ، يوازې ځير اوسه ،څو په هغه کس چې ته يې ځورولى يې بيا اعتماد ونه کړي .

يادونه : دا ليکنه د “ننى افغانستان” خپرونې په ادبي پاڼه کې خپره شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *