نن (سه شنبه د مارچ شپږمه) د نوبل د ادبي جايزې ګټونكى نامتو كولمبيايي ليكوال ګبريل ګارسيا ماركيز د زوکړې ورځ ده.

ګبريل ګارسيا ماركيز د ۱۹۲۷ د مارچ په ۶ مه د کولمبیا په شمالي ښار (اراكاتاكا) كې دنيا ته سترګې رڼې كړې او د مور والدينو(نيكه ګانو) لوى كړ. ډېر وخت يې په اروپا او مكسيكو كې تېركړى. هم يې ناولونه ليكلي او هم يې په سياست كې ګوتې وهلې او هم ژورناليست پاته شوى دى.

په ۲۰۰۲ كې يې ژوندليك وليكۀ. دا كتاب په هماغه كال په هسپانيايي ژبو هيوادونو كې تر ټولو زيات پلورل كېدونكى كتاب ؤ. دا كتاب يو كال وروسته په انګرېزي ژبه وژباړل شو او انګليسي ژبو يې هم تود هركلى وكړ.

د ده د لومړني ادبي اثر(Relato de un náufrago (The Story of a Shipwrecked Sailor) نومېږي چې په ۱۹۵۵ كې يې د ورځپاڼې لپاره په پرله پسې ډول ليکلی دی.

ماركيز اعتراف كړى چې كه په نولس كلنۍ كې يې د كافكا د يوۀ اثرله لوستلو وروسته وپتېيله چې ليكوالي وكړي او له هماغه وخته وروسته يې پرېكړه وكړه چې د نړۍ مشهورناولونه ولولي. د ماركيزپه وينا كه په شل كلنۍ كې د ويرجينياولف په څېر له سترو ليكوالوسره نه واى بلد شوى، ښايي هيڅكله به يې هم نه واى غوښتي چې ليكوال شي.

http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/81929

ماركيز په روسي ليكوالو كې داستايفسكي او تولستوۍ ته تر نورو په درنه سترګه ګوري. د فرانسې په ليكوالو كې بالزاك او فلوبر تر نورو زيات خوښوي خو په بريتانيايي ليكوالو كې جېمزجويس، ويرجينيا وولف او چارلزديكنز غوره ګڼي. ماركيز په امريكايي ليكوالو كې ويليم فاكنر، جان شتاين بك، ارنيست همينګوې او شرود اندرسن تر نورو اوچت ليكوالان بولي.

مارکز د ۲۰۱۴ د اپریل په ۱۷ په حق ورسېد.

http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/5272

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *