دننګرهار ولایت امنیه قوماندانی
ددفتر مدیریت
دمطبوعاتو او عامه اړیکو امریت
په ننګرهار ولایت کی میشتودخبری رسنیودولتی او غیردولتی مسولینو او استازو ته
دننګرهار ولایت امنیه قوماندانی مشرتابه ټول ساتونکی ، ساتنمنان او افسران تاسی او ستاسی له طریقه ټولواړوندانو ته دارام او سوکاله ژوند په امید دګران هیواد افغانستان دخپلواکی د(۹۵) کلیزی درارسیدو په ویاړ نیکی هیلی او مبارکی وړاندی کوی خدای تعالی (ج) دی وکړی چه هیواد مو دنړی دپرمختیا او ترقی کاروان سره یو ځای شی او په ګران هیواد کی دایمی سوله او امن ټینګ شی او ټولو بد امنیو ته دپای ټکی کیښودل شی هیله مند یو ددغی تاریخی ورځی خوشحالی موهمیشه په برخه شی.
په درنښت
پاسوال فضل احمد (شیرزاد)
دننګرهارولایت دامنیه قوماندان