پاچاخوستی – خوست

 د څو لسیزې جګړې سره، سره افغانستان بیا هم د یوه مثبت بدلون په لور روان شو ، د نوي انتقالی دولت په راتګ سره د ولسواکۍ د رڼا څراغونو نښې تر سترګو شوې. د یوې ستړي او ځوریدونکي جګړې وروسته مو د ریښتینې سولې او روښانه راتلونکي هیلې ډیرې شوې، د وخت نوی حکومت ښوونې روزنې ته توجو مو روښانه هیلې نورې هم رڼا کولې. له حقیقت سترګې نه پټوو دیارلس کلنه دوره لاسته راوړنې لری، خو دا هم له یاده مه باسئ چې د دیارلس کلن دولت ټولې لاسته راوړنې د وینې توییدو په نتیجه کې په لاس راغلي، او تر ټولو بده یې دا چې دا وینې توییدنه نن هم ښه په تیزۍ روانه ده.

د دیارلس کلنې دورې پای چې د ریښتینې ولسواکۍ د پلی کیدو انځور یې له ځان سره درلود خلک ډیر هیله مند وو، او د ولسواک پړاو د ښه پلی کیدو لپاره خلک اماده شول، چې د سر او مال په قربانۍ دا پړاو تر منزله ورسوي، دا چې کوم ډول خلکو قرباني ورکړه او څنګه نتیجه په لاس راغله له تشریح څخه یې تیریږم ،خو دومره ویلی شوو چې د افغانستان معاصر تاریح ته په کتو سره له دې ډول حکومت یعنې د ملي وحدت حکومت پرته د بل ډول حکومت د راتګ امکانات ناممکن وو، چې په نتیجه کې د ملي یووالي حکومت په نوم ایتلافي ډوله حکومت منځ ته راغی اوس رځم د یادې لیکنې محتوا ته. د ملي یووالي حکومت رهبرانو! تاسو بهتر پوهیږئ، چې بی باوري د فکر وژلو او نسلونو له منځه وړلو عامله ده په تیرو اوو میاشتو کې بدبختنا د باور له منځه وړلو عملیه ښه په تیزۍ پرمخ وړل شویده. د افسوس ځای دی چې تر نن ورځې پورې تاسو یوازې د خلکو او حکومت تر منځ د واټن پیدا کیدو سبب ګرځیدلي یاست د حکومت او ولس تر منځ واټن پیدا کیدل د بدبختۍ یو نوی انځور په لاس راوړي.

ولس داسې محسوسوي چې ستاسو د ګډ حکومت خپل منځي اختلافات نور هم خلک د مایوسۍ په لور روان کړي. د ملی یووالي حکومت ښاغلو رهبرانو! په نړۍ کې ایتلافي حکومتو نه د مثبتې سیالۍ او امتحان ورکونې حکومتونه وي، یو ګوند، بل ګوند سره خلکو ته د ډیر کار کولو سیالي کوي، او راتلونکي ولسواکه بهیر ته له یوې امتحاني دورې تیریږي ، تاسو راتلونکي ولسواکه پړاوونو ته څه لرئ او کنه؟! د واک پر ګدۍ ناستو دواړو محترمو مشرانو! ستاسو له لمړۍ کاري ورځې تر ننه پورې په ورځ کې له لسګونو تر سلګونو ځوانانو ته ډاډ د یوه روښانه راتلونکي ورکو ستاسو دا خپلمنځي اختلافاتو په مقابل کې دوی ته زغم او حوصله ورکوله هره ورځ موږ کوښښ کړی، تر څو د خلکو باور پر تاسو کم نه شي او په خلکو کې په ټوله معنا محبوبیت له لاسه ورنه کړئ، که چیرې تاسو له ځان څخه راتاوو شوی غزی چې په بدمرغیو او کمزورو حکومتونو کې خپلې ګټې وینی له منځه یو نه سئ په داخل د هیواد کې شته لویو ستونزو ته ژوره توجه ونه کړئ او په عمل کې یې د حل لارې په کار ونه اچوئ هغوی چې د ولس او حکومت تر منځ د باور فضا ساتلو هره ورځ کوښښ کوي، هغوی راپاڅیږي، چې د هغه چا په مقابل کې چې واک خلکو ته د کار کولو موقع نه بولي او واک د مشخصو کړیو په ګټه تاووي، تر ټولو مهمه که د خبرو او عمل تر منځ فاصله رالنډه نه شي د خلکو د زغم ختمیدو ویره موجوده ده .

ستاسو یوکلنې جنجالي ټاکنې او اووه میاشتو سرپرستو ادارو د افغانستان په هر کونج کې هر کور دردولی، پوښتنه دا پیدا کیږي چې ایا کله، کله دا ولس هم دریادیږي او کنه؟؟ موږ بهتر پوهیږو چې دواړه د هیواد داخلي او خارجي ستونزې د حل لاره غواړي، څو په هر اړخیزه توګه یو ښه حکومت ولرو،خو د ستونزو له منځه وړل هم اهمیت او ضرورت ته په کتو سره باید پیل شي یعنې د واقعي لومړیتوبونو ټاکل تر هر څه مهمه موضوع ده، دا چې ملت په واضحه توګه د ملي یوالي د حکومت د رهبري کوونکو ترمنځ اختلافات ویني او روښانه بیلګه یې د کابینې تر ننه ځنډ یادولی شو چې د بل کوم هیڅ مشکل په اساس دا کشمکشونه نه وو بلکې همدا خپل منځی اختلاف ؤ نو دا چې هیواد مو د دا ډول ورانونکي داخلي مشکل سره مخ دی د ښې حکومتدارۍ پر وړاندې یو ستر چالش دی او ستره داخلي ستونزه بلل کیږي،د حل په موخه لومړیتوب ورکول تر بل هر مشکل مهم دي ښه ده ترڅو په داخل کې اصلاحات له پاسه ښکته اړخ ته وشي او بیا به د هرې خارجي ستونزې حل په ګډ تفاهم سره ښه پایله ولري یعنې د خارجي سفرونو په عوض دې لومړۍ داخلي سفرونه وشي او دا روان کشمکش دې نور د مظلوم ملت د وینو توییدلو په احترام پای ته ورسیږي!!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *