ښاغلی ولسمشر اشرف غني احمدزی لومړی واک ته د رسېدو مبارکي درته وایم،

ښاغلی لسمشره!  په سویډن کې  د میشتو افغانانو په  استازیتوب غواړم  چې مونږ خپل مشکلات  تاته وړاندې او له تا سره یی شریک کړو.  ښاغلیه ولسمشره! د اروپا په سویډن هیواد کې ډیر شمیر افغانان میشت دی کوم چی له کلونو راهیسی دلته د ژوند ورځی او شپی سبا کوی،

ښاغلیه د سویډن حکومت د ۱۹۹۲ م کال راپدیخوا د افغانستان هیڅ کوم اسناد نه منی او نه هم ورته د اعتبار وړدی، په دې اسنادو کې د افغانستان پاسپورت، تذکره ، او یا هم ډرایونګ لایسنس شامل دی، باید ووایم چی د هر هیواد وګړی پر همدې اسنادو پیژندل کیږی او هویت یی معلومیږی خو په سویډن کې د افغانانو هیڅ کوم اسناد نه منل کیږی۰ آن که د افغانستان د خارجه وزارت نه تایید هم کړی شی،

ښاغلیه ولسمشره ! موږ په سویډن کې اوس سفارت هم لرو چی پر دې  سره  د ډیر  شمیر افغانانو ستونزې حل شوې دی

خو  باید  دې  ته هم پام  وکړو  چې  زمونږ  ستونزې  یواځې  پر سفارت  نه حل کیږی ،

ولې  چې  په  ۲۰۱۳ م  کال  کې په  سویډن  کې  د  افغانستان  سفارت  نه وو.  او ټول  افغانان به  د سویډن ،  فنلینډ او  ډنمارک  نه  د  ناروی هیواد  ته  د پاسپورت  اخیستو  او  یا هم نوی کولو  د پاره ورتلل ،کومه  چې ډیره لویه  ستونزه  وه،  خو  وس  دغه  ستونزه  ناروی د تلو نه بغیر حل کیږی ،

ښاغلیه ولسمشره!  موږ  چې  وس  په  سویډن کې خپل  سفارت  لرو او  د  سویډن  هیواد  سره  ښې  اړیکې هم  لرو  نو  ولې  بیا  افغان  حکومت له  دوی نه دا پوښتنه نه کوی چی  ولې تاسو د افغانستان  تذکره او  یا پاسپورټ نه منۍ؟

ښاغلیه! په  سویډن  کې  د  هر  هیواد  وګړی  ته  د هغه  په هویت  سره د  سویډن  پاسپورټ  ورکول کیږی ، کوم  ۳  او  یا  هم  ۵ کاله وخت  لری خو دا چې  دافغانانو هویت معلوم  نه دی ،نو ۹  کاله بعد یی ورکوی،  ښاغلیه ولسمشره  خبره  وس  د ۹ کلونو  نه ده،بلکې  خبره  دا ده چی  کوم  یو  هیواد په  بل  هیواد کې سفارت  ولری نو  دوی بیا سره د یو بل اسناد منی  لکه پاسپورټ، تذکره او داسې  نور اسناد،خو زه  ډیر په  تاسف  سره  وایم  چی سفارت  لرو خو  زموږ یو  اسناد هم  نه منل  کیږی،

محترمه!  په ټوله  نړی  کی  دوه  هیوادونه  دی  چی  یو  صومالیه  او دوهم  افغانستان دی،  چی سویډن کی  یی  اسناد  نه منل کیږی یعنی  افغانستان یی د صومالیه  غوندي ورسته پاتی هیواد سره  مقایسه  کړی دی،

ښاغلی ولسمشر  تاسو پوهیږی چی په بهر هیواد کی سفیر د یو ملک  د جمهور ریس د نماینده حیسیت  لری او د نوموړی نمایندګی  پرمخ  وړی او دا یو ډیر غټ  مسولیت دی،  نو  زما  غوښتنه  له تانه دا چی اول باید هر یو سفیر وګوری چی  ایا  دا کولی شی چی  زمونږ  د هیواد  له  وګړو نه دفاع  کولی شی او کنه،

له څو کلنو  راپدیخوا د نړی پر ډیرو  هیوادونو  کی ډیر  شمیر  میشت  افغانان  د  خپل  هیواد  له سفیرانو  زیات  شکایتونه لری  چی  تاسو  به هم له  دی  مشکل  نه  خبر  وی،  مونږ  ټول  ستا  نه  غوښتنه  کوو  تر  څو  په  بهر  کی  د میشتو  ټولو  افغانانو ستونزی ورحل کړی ،  ښاغلی  ولسمشر غواړم درته د هغه څه یادونه  هم وکړم  چې تایې تل د کمپاین په اوږدو کې یادونه کوله  او  وس هماغه  وخت  رارسیدلی چی  تاسو  نور دا زورېدلی افغانان د ټولو هغه  مصیبتونو څخه خلاص  کړی چی  له  ډیر کلونو  موږ افغانان  ورسره لاس او ګریوان  دی ،

ښاغلی ولسمشرصیب !  زمونږ دلته د میشتو افغانانو  تاسو ته وړاندیز دی چی تاسو  باید په  سویډن  او  په  ټوله  اروپا  کی  د میشتو  افغانانو  ستونزی نورې  ور حل  کړﺉ  تر څو په  سویډن کې میشت  افغانان پر خپل وخت خپل حق ترلاسه کړی

نورالرحمن  شیرزاد

سویډن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *