فريد احمد تسکين ـ پکتيا
د پکتيا ډېری شمېر اوسيدونکي د ګردېز او پټان غځيدلی سړک چې څو کاله وړاندې په پکتيا کې د ولايتي بيا رغونې ټيم لخوا يې چارې بشپړې شوې وې،شکايت کوي چې د بې کيفيته ساختماني موادو د استعمال له امله کندې.کندې شوی او قير ريزي يې له ځمکې جدا شوې ده.
دوی وايي دغه سړک د هغو بار وړونکو لاريو له لاسه کنډ کپر شوی چې د زيات بار له امله له پاکستانه راځي پښتونخوا کورمې او پړا چينار ته او بيا د پټان له لارې ګردېز ښار کې خالي کيږي.
د څمکنيو ولسوالۍ اوسيدونکی ايمل وايي:(( پخوابه مې له دې لارې څمکنيو او کابل ته سفر کاوه ښه په ارام به تلمه:خو اوس چې دغه سړک کندې ـ کندې شوی زما د موټر ټيرونه هم خراب شوي او د پخوا په پرتله ژر زاړه کيږي او له مينځه ځي،زه په دې ګناه کې هغه پکتياوال هم شريک بولم چې خپلې لارۍ د کراچۍ له بندر نه په ډېر زيات وزن سره باريږي،دوی دې ته نه ګوري چې د دې سړک مقاومت د دومره زيات وزن جوګه دی کنه؟))
ايمل زياتوي: په خدای ج چې له افغانيت او اسلاميت نه مې زړه تور شي موږ څومره بدبخته او ظالم خلک يو پخوا د سړک د جوړيدو په ارمان وو خو چې اوس راته پاخه شوي کبر پرې کوو د ځان ګټې تر ملي ګټو لوړې بولو.
هاشم چې د پکتيا ولايت د سيد کرم ولسوالۍ اوسيدونکی دی وايي چې دغه سړک وخت نا وخت د دولت د مخالفينو لخوا هم په بمونو الوزول کيږي.
دی وايي کوم وخت چې زه خپل کلي ته راځم نو له داسې بېلګو سره ډېر مخ کېږمه.
نوموړی وايي کوم وخت چې د دولت نظامي يا ملکي مشران له دې لارې د ولايت نورو ولسواليو ته سفرونه کوي پلچګونو لاندې ورته بمونه ايشودل کيږي،له همدې امله د سيمې باران او اوبه پر سړک راځي ځمکه يې خټينه کيږي او قير ريزي يې له مينځه ځي.
د غو پوښتنو ته مو په ځواب کې په جنوب ختيځ زون کې د ټول ګټو چارو رییس ديپلوم انجينر عبدالله درانی و پوښته ،چې په اړه یې داسې و ويل:((
((له بده مرغه بايد و وايم،چې بهرنيانو د خپلو خپلسرو کارونو له امله د دې سړک د قير اچونې چارې مخته يوړې چې د بې کيفيته موادو کارول د دې لامل شول چې د ګردېز او پټان سړک په په پاخه او اساسي ډول و نه رغېږي او د موسمي بارانونو،واورو او د هغو امنيتي ستونزو باعث وګرځېد چې د پلچکونو لاندې د بمونو الوزول او ذ لاريو زيات بار له کبله ويجاړ شو.))
د ښاغلي دراني د مالوماتو پر بنسټ د ياد يو سلو پنځه کيلو مېتره غځيدلی سړک د رغيدو چارې نيازمند شېرزاد ساختماني شرکت ته په قرار داد ورکړل شوې دي.
د نوموړي په حواله ياد سړک د پکتيا لپاره يوه مهمه ترانزيټي لاره ګڼل کيږي چې د پکتيا ولايت نهه ولسوالۍ سره تړي.
د ده په اند له دې غځيدلي سړک به د ځاځيو او جانخېلو ولسواليو خلک هم ترې ګټه پورته کړي.
د پکتيا د ټولګټو چارو رياست د چارواکو په خبره په نږدې راتلونکي پلان کې به د ګردېز زرمت،څمکنيو او جانېخېلو سړکونه هم ورغول شي.