تاند(شنبه، د حمل ۲۳ مه:) له ګردېز څخه رارسېدلي راپورونه ښيي چې نن شپه د دغه ښار په عمومي محبس کې د بندیانو او ساتونکو ترمنځ اخو ډب شوی او په لړ کې یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو پر اساس، د شپې په شاوخوا اته نیمې بجې د ګردېز د مرکزي محبس یو شمېر بندیانو بلوا وکړه او هڅه یې کوله چې وتښتي خو د ساتونکو له مقاومت سره مخامخ شول چې په پایله کې یې د محبس دوه تنه کارکوونکي وژل شوي او دوه نور سخت ژوبل شوي دي.

د محبس ساتونکي وايي چې دوه تنه بندیان هم ټپیان شوي او بلوا یې کنټرول کړې ده. خو ځینې راپورونه وايي چې لا هم په محبس کې نارکراري دوام لري.

تر دې وړاندې د جدي په ۲۳ نېټه د ګردېز له محبس څخه په ترهګرۍ تورن ۷ بندیان په تېښته بریالي شوي وو.

د افغانستان په محبسونو کې په ځلونو بلواوې شوي او همداراز په ځلونو بندیان په تېښته بریالي شوي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *