تاند- د ګروپونو یا څراغونو یوې جوړوونکې کمپنۍ د رڼا یو نوی سیستم جوړ کړی چې په هغه کې د کورونو او خونو د رڼولو لپاره له دې وروسته له ګروپ یا څراغه کار نه اخیستل کېږي.

په دې سیستم کې، چې له وای فای سره وصل کېږي، په بې سیم ډول له ځیرک یا سمارټ رڼا کار اخیستل کېږي.

دا سیستم د کور او خونې د ښکلا له زیاتېدو سره مرسته کوي او د کور په دیکورېشن کې ورڅخه ګټه اخیستل کېدای شي.

دا سیستم (LIFX Tile) نومېږي او د دېوال د رڼا نرۍ وړانګې، چې له دې لارې په کور کې خپرېږي، ځانګړې ښکلا رامنځته کوي.

د رڼا دا سیستم ډېر تر ډېره ۱۶ ملیون رنګونه تولیدوي.

د دې سیستم رڼاوې په لسو جلا ځایونو کې په جلا رنګونو وېشل کېږي.

(LIFX Tile) سیستم د ایفون او نورو اندروید لرونکو موبایلونو او وینډوز ۱۰ له سیستمونو سره سمون خوري.

اوسنۍ بیه یې ۲۰۰ ډالره اېښودل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *