په نړيواله کچه ګرځندوی خورا اوږده مخينه لري، ان په ځينو هېوادونو کې د اقتصاد يوه ستره برخه تشکيلوي. توريزم په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د يوې قوي او محرکې انګېزې په توګه ارزښت لري او د هغو ټولنو خلک ورته درناوی کوي، چې له برکته يې مشهور دي.

 په ټوله کې دغه صنعت له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د ۱۹۶۰ او ۷۰ يمو کلونو په منځ کې ډېر وغوړېده، چې د يوشمېر هېوادونو د وګړو پر ژوند يې مثبته اغيزه وشيندله او لا هم دغه صنعت په نړيواله کچه ورځ تربلې د پراختيا په حال کې دی.

هغه هېوادونه چې د ښې هوا او اقليم ترڅنګ، پراخه د ليدو وړ طبعي منظرې، تاريخي ځايونه، ژوي او نور داسې څه ولري، د کرځندويانو پام وراوړي.

افغانستان يو له هغو هېوادونو دی، چې د طبعي مناظرو او تاريخي ميراثونو له اړخه ډېر  بډايه دی، زيات کسان غواړي ترې ليدنه وکړي، خو يولړ ننګونې يې مخه نيسي او اوس يې ساحه پيکه شوې ده.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو له مخې په ۱۳۹۱  کال کې د ګرځندوى له برخې ۵۰ ميليونه افغانۍ عوايد دغه هېواد ته راغلي دي.

موږ د بېلګې په توګه باميان يادولای شو، هغه سيمه چې که ورته ريښتينی پام وشي، د اسيا په کچه به د ګرځندوی مرکز وي. په ١٣٩١ لمريز کال کې له دغه ولايت نه ٨٩١ بهرنيو او ٢٣٠٠ کورنيو سيلانيانو له تاريخي او لېدو وړ سيمو نه ننداره کړې وه، چې د ټکټونو له اړخه يې ۳۱۵ زره افغانۍ عوايد تر لاسه شوي وو، خو ١٣٩٠ لمريز کال عوايد تر دې لوړ ښودل کيږي.

 که څه هم افغان چارواکي د ګرځندويانو او سيلانيانو د ډېرېدو وايي، خو دغه  شمېرې ډېرې کمې دي، ځکه په دې برخه کې تر ډېره اړوند ادارې ته ګوته نيول کيږي، چې په دې برخه کې يې خپل مسووليت نه دی ادا کړی.

که څه هم د اطلاعات او فرهنګ وزارت ناامنۍ بهانه کوي، خو اصلي خبره نه کوي، هغه دا چې دوی هم تر ډېره په خپله دې چاره کې پاتې راغلي دي. افغانستان چې د سرپټي موزيم نوم خپل کړی، ډېری اثار او ځايونه يې لا تر خاورو لاندې بکر پاتې دي او هغه چې د ځمکې په سر په کنډ، کپر حالت پاتې دي، رغونې ته يې هومره پام نه کيږي.

دا مهال په افغانستان کې د ګرځندوى په برخه کې ۱۵ زره تنه په کار لګيا دي، چې د ځينو لپاره خو د عايد يوه ښه سرچينه هم ده.

په دوی کې ځينې يې د لارښوونکو په توګه کار کوي، يوشمېر يې د توريزم په سيمو کې پراخه کارونه پيل کړي، هوټلونه او د مېلو ځايونه يې اباد کړي، ګرځندويانو او سيلانيانوته يې په نورو برخو کې امکانات برابر کړي دي.

افغانستان چې د تاريخي او لرغونو ځايونو درلودونکى او اوږد تاريخ يې بهرنيان دې ته را کاږي، تر څو ددې هېواد له تاريخي سيمو نه ليدنه وکړي، پرې څېړنې وکړي او له  ادرس نه يې د نورو ټبرونو او هېوادونو تاريخونه او لرغونتياوې جوتې کړي.

د ګرځندوى د برخې عوايد، په نورو هېوادونو کې خورا ډېر دي او د ډېرو هېوادونو مالي منبع له همدې څخه تامينيږي. افغانستان ته هم په همدې سترګه کتل کيږي، که چېرې په دغه هېواد کې نا امنۍ ختمې شي، د لرغونو او تفريحي ځايونو رغونې ته پام وشي، نو ګويا چې سترعوايد به له دې درکه تر لاسه کړي.

اوسمهال د هېواد په ډېرو سيمو کې تاريخي اثار په ښه حالت کې نه دي او د بودجې د نه موجوديت له امله له طبيعي ګواښونو سره مخ دي، چې ساتنه يې ميليونو ډالرو ته اړتيا لري، خو د بودجې د کموالي خبره د اطلاعات او فرهنګ وزارت چارواکي کوي، که اصلي ټکي ته راشو، په تېرو څوکلونو کې موږ ډېر داسې چانسونه ضايع کړي دي او نه يو توانېدلي، چې ګټه ترې پورته کړو.

ددې ټولو ښه بېلګه په ۲۰۱۳ کال کې غزنی د اسلامي تمدون د پايتخت په توګه نومول وو، چې له بده شامته دغه چانس مو هم له لاسه ورکړ او ونه توانېدو، چې يوازې يو ولايت او په هغه کې موجود لرغوني او تفريحي ځايونه ورغوو او دا وياړ راخپل کړو، که په دې کې بريالي شوي واي، د عوايدو تر څنګ به مو د خپل هېواد تاريخ او فرهنګ هم نورو ته ورپېژندلی وای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *