تاند- لږترلږه څلورو وسله والو انتحاریانو نن سهار وختي/چهارشنبه/ د هلمند د ګریشک ولسوالۍ پر دولتي ادارو ډله ییز برید کړی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې د ګریشک پر امنیه قومانداني او د ملي امنیت د ریاست پر دفتر برید شوی دی.
د ځواک په وینا څلور حمله کوونکي امنیه قوماندانۍ ته ننوتل، دوه پولیس یې ووژل او لږترلږه ۴ نور یې ژوبل کړل.
د هلمند د والي د ویندوی په وینا درې حمله کوونکي وژل شوي خو یو لا هم مقاومت کوي.
خو حمله کوونکي د ملي امنیت ریاست ته په ننوتو کې پاتې راغلي دي.
وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې طالبان د ولسوال دفتر ته نژدې یوې ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځایه د ولسوالۍ پر دفتر د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.