استاد اجمل ښکلی

م ت:

دعا کوه بلبله ستا قفس به کړم د ګلو

که بيا د ګلو لښته له سيليو جلا راغله

م ت: سلام

زه: وعليکم. بند پاتې يو، چې لار خلاصه شي او لاړ شو.

م ت: ههههه. بس خداى دې خير کړي. ښه راځه بيت ته!

زه: آمين

م ت: استعارې پکې وپلټو. بلبل، قفس، د ګلو لښته او سيلۍ استعاري شوي دي، سهي ده؟

زه: نه، بلکې سېمبولونه دي. دا مستعار سېمبوليک بيان دى. (د ګلو لښته) بيا استعاره ده، ځکه د (راغله) لفظي قرينه شته.

م ت: نو دا خو تر يوه ډېر مدلولونه نه لري.

– ولې نه، (بلبل) نظريه کېداى شي، يار، سياسي مشر، خپله آرزو.

– نو د (ګلو لښته) که استعاره شي، نو د څه شي لپاره به وي.

– د معشوقې لپاره.

– نو هلته بيا د (سيلۍ) ذکر هم دى.

-البته دا استعاره د دې نورو سېمبولونو مانا محدودوي. (سيلۍ) هم سېمبول دى. (سيلۍ) د جنګ، د وراني، د رقيب او نورو سېمبول کېدى شي.

– ښه؛ نو د بيت کلي مانا له سړي نه په داسې وخت کې ورکه شي.

– هو، بالکل

– او يا به (د ګلو لښته) او (سيلۍ) هم په خوږو کې د زهرو په شکل په ذهن کې ترسيموو.

– خو د دې بيت کلي مانا (د ګلو لښتې) د استعارې د محدوديت له مخې رومانتيکه کېداى شي. ګوره، زه دا خپله يوه خبره هم نه منم، ټولې ردوم. (راغله) ضرور ده، چې فزيکي راتګ وي؟ نه، (راغله) هم سېمبوليکه مانا کېداى شي. اوس نو فکر کوه، چې د بيت ماناګانې ډېرې شوې او همدا خبره د پوسټ ماډرنيزم(]پسرغوښتواله+ نور[او پر لوستونکي ولاړې کره کتنې) روح دى، چې مجازي ماناوې محدودېږي نه. هر لوستونکى ترې د خپلې خوښې مانا اخلي. ستا کار څه دى؟ دا چې بيت وشنې، پر يوه مانا ټينګار مه کوه. معاصره دنيا د وحدت نه، د تنوع دنيا ده.

– زما موخه دا ده، چې که استعاره وي، نو بايد يوه مانا ولري او که سېبمول وي، بيا هر لوستونکى خپله مانا ترې اخلي.

– هو، خو دا کار سخت دى، چې سړى په اسانه دا فرق وکړى شي. (د ګلو لښته راغله) سمبوليک بيان دى.

…………………………………………………

استاد محب ترابي پر (غزلبڼ) د ماسټرۍ تېزس ليکي، چې کله ناکله يې پر ځينو بيتونو باندې سره بحث کوو.

پخوانو شاعرانو له مخکې نه د شتو ثابتو حقايقو له مخې شاعري کوله، ځکه نو پخواني لوستونکي د شعر پر يوه مانا باور لاره او هڅه يې کوله چې نور هم د خپلې موندلې مانا رښتينولۍ ته راوبولي؛ خو اوسنۍ شاعري او اوسنى لوستونکى د مانا په توحيد نه، په تنوع عقيده لري.

پر متن باندې مهال او د لوستونکي فردي تمايلات اغېز کوي، ځکه متن د داسي شيانو د اړيکو جال دى، چې زموږ د هر يوه پر روان باندې مختلف اغېز کوي.

پخوانو چې د ماناوو د انتقال لپاره شاعري کوله، مانا ورته لومړى مقام لاره. فورماليستانو د متن د مانا پر ځاى فورم يا جوړښت ته لومړيتوب او اهميت ورکړ؛ خو دا خبره معلومه ده، چې د جوړښت بدلون مانا بدلوي او د مانا د بدلون لپاره د جوړښت بدلون اړين دى.

څرنګه چې په ژبه کې کې هر دال پر يوه مدلول دلالت کوي، دغسې له ادبي شکل پرته د مانا او له مانا پرته د ادبي شکل تصور نه شي کېدى.

خو مانا ولې مهمه ده؟ ځکه چې موږ مجازي ژبه د مانا د موثر انتقال لپاره کاروو. استعارې د دې لپاره کاروو، چې په مټ يې فکر انتقال کړو.

جمله له کلمو يا خپلواکو، ناخپلواکو اجزاوو او نوميزو او فعلي غونډونو جوړه وي، چې هر يوه خپله مانا هم لري؛ خو د جملې له نورو اجزاوو سره يوه کلي مانا يا مفهوم هم لېږدوي. مجازي بيان هم د تشبيهاتو، استعارو، سېمبولونو، کنايو او مرسل مجاز ټولګه، چې هر يو پخپله هم يو مجازي واحد وي او د مجازي کلام له نورو اجزاوو سره يو کل جوړوي.

دې کل ته پخوانو کلام وايه، اوسني ورته بيان وايي. مثلا: پارډوکسي بيان، يا استعاري بيان يا سېمبوليک بيان يا کنايي بيان.

د دې کل واحد په ازاده شاعرۍ کې بشپړ نظم دى، په قصيده او مثنوي کې پوره شعر او په غزل کې بيت دى. د محدودو پرله پسې هغو په استثنا د غزل هر بيت يو خپلواک پېغام او خيال لري او له بل بيت نه يې په ډېرې خپلواکۍ مانا کولى شو.

اوس اړتيا دا ده، چې موږ د بيان او د هغه د اجزاوو توپير وکړو. مثلا: سېمبول د ادبي کلام يو جز دى؛ خو سېمبوليک بيان داسې کل دى، چې ښايي د ادبي کلام نور خصوصيتونه هم ولري. مثلا: استعاره يا تشبيهات هم پکې وي. په سېمبوليکو کيسو کې دا ځانګړنه ښه ترا ليدى شو.

د يوه بيان د ډول په اړه د پرېکړې لپاره له دوو معيارونو نه استفاده کوو. يو دا چې: کوم اړخ يې غالب دى. که سېمبولونه يا… پکې ډېر وو، هله ورته سمبوليک يا… بيان وايو او بل دا چې: کليدي کلمه يا کلمې يې کومې دي؟

د کل په اجزاوو کې يوه کلمه يا (لکه په ازادو نظمونو کې) څو کلمې د شاتو د مچۍ د ملکې يا د کيسې د مرکزي کرکټرونو حيثيت لري، چې نور اجزا ورسره په تړاو کې يوه مانا ايجادوي.

موږ د متن په لوست کې مرکزي کلمه يا کلمې په اسانه موندلى شو، ځکه چې ټول خيال له همغې يوې مانا نه چورلي او له دې لارې د شاعر د منشا په اړه حدس هم وهلى شو.

د پسرلي صاحب په پاسني بيت کې مرکزي نقش(بلبل) ترسره کړى، چې ټوله مانا پرې څرخي. دلته د بلبل، قفس او سيلۍ لپاره لفظي قرينه نشته، ځکه نو ورته په اسانه سېمبولونه ويلى شو؛ خو (د ګلو لښته) لپاره (راغله) صارفه قرينه راغلې، چې موږ يې له مخې (د ګلو لښته) استعاره بولو. د بيت غالب اړخ او مرکزي کلمه سېمبول دى، ځکه نو په اسانه ويلى شو، چې دا سمېمبوليک بيان دى. د شاعر لپاره د (بلبل) په ګډون ټول اجزا بېله او د بل هر لوستونکي لپاره بېله مانا لري. شاعر بلبل چا ته وايي او زه ترې څوک مرادوم، دا دوه بېلې ماناوي دي.

په دي سېمبوليک بيان کې موږ (د ګلو لښته) استعاره او (راغله) صارفه قرينه وګڼله؛ خو په ګرامر کې د ژبني غونډ غوندې دا جمله(د ګلو لښته راغله) په ټوله کې په دې کل کې وړوکى سېمبوليک بيان دى. دلته راتلل لکه د استعارې په بحث کې مو چې وويل، ښايي فزيکي راتګ يا حرکت نه وي.

په دې توګه د (ګلو لښته راغله) جمله کې د (ګلو لښته) د سېمبول غوندې ډېرې ماناوې لري. ښايي محبوبه وي، ښايي هوساينه وي، ښايي….

دا راته وايي، چې د استعارې د مانا د محدودې ګڼلو ذهنيت تامل غواړي او داسي راته د استعارې او سېمبول ترمنځ توپير سختېږي.

د شاعر او د لوستونکي د ذهنيت، د شاعر او ادبي ژبې، د ادبي متن او مهال او د مجازي بيان د اجزاوو ترمنځ اړيکه دومره ساده نه وي، چې موږ ته يوه ثابته مانا او ذهنيت راکړي.

ادبي کلام ډيناميک وي، چې ثبات نه مني او تل د بدلون په حال کې يا متزلزل وي. بس دلته يواځې بدلون ثابت دى، ثبات نشته.

په تګ تګ کې به درته دا هم ووايم، چې د خيال او مانا ترمنځ توپير دى. خيال د تخيل د قوت په مټ د شيانو مجازي پيوستون ته وايي، چې لوستونکي ته تصوير سترګو ته دروي؛ خو مانا د خيال تر شا د شاعر يا لوستونکي پرته منشا يا تقريبا پيغام او فکر دى. پيغام اخلاقي اړخ لري او فکر فلسفي. دا دواړه اصطلاحات عموما د ادب په رياليستي تيورۍ، ښوونيزو ادبياتو او په هندي مکتب کې د مضمون په نامه کارېږي. فورماليستانو چې خيال ته ارزښت ورکاوه، تر مانا ورته تصوير مهم و.


د استاد ښکلي نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *