ځینې پېښې داسې وي، چې که زړه ته درد رسوي، خو له رواني پلوه هم  انسان زیانمن او بې ثباته کړي. داسې پېښې ډېر کله ناببره رامنځته کېږي، چې هېرول یې ډېر وخت ته اړتیا لري. په ځانګړي ډول په داسې مهال چې خپل یو نېږدې دوست څوک له لاسه ورکړي، چې لا یې درست پېژندلی هم نه وي.

زه نن له همداسې یوې پېښې سره مخ یم، چې د زړه له درد سربېره حتی د هډوکو مغز را سوځوي. د ارواښاد مومند مړینه یوه داسې ناببره پېښه وه، چې هېرېدل به یې کلونه کلونه وخت ونیسي. زه چې په وروستي ځل ننګرهار او بیا مومند خپرندوی ټولنې ته لاړم، نو له ځانه سره مې دا زېری راوړ، چې د نصیر الله مومند ناروغي پای ته رسېدلي او له شل ورځني پرهېز وروسته به بیا د بنډارونو کېږي. فضل مولا راته هم ویلي ول، چې اوس یوازې د بدني ځواک د پیاوړتیا درمل خوري.

نپوهېږم چې د دې خبرې په اورېدو مې مقابل لوری له څه ډول غبرګون سره مخ شو، خو زه له ډېرې خوښې خپل غبرګون ته هېڅ متوجه نشوم.  خو «دا چارې د فلک دي» چې ناببره یې له میاشتیني ځنډ وروسته د هغه له مړینې خبر کړم. تر هغې مې باور نه راته، چې د هېوايي ډګر مخې ته مې د هغه جنازه ونه لیده.

له مومند صیب سره مې وروستۍ مکالمه د پېښور او کابل په وروستۍ اړیکه کې شوې، چې هغه په پېښور کې د ناځوانه رنځ له بستره راسره مخاطب و. یوازې یې د دعا غوښتنه او ملګرو ته د دعا د غوښتنې د رسولو سپارښتنه کوله. خو هغه لکه چې د خدای تعالی دومره خوښ و، چې سره یې زموږ د دعا قبولو ته ارزښت نه ورکاوه.

د ده مړینې راته روښانه کړه، چې د زرګونه ادبپالو، فرهنګیانو او قلموالو ترڅنګ خدای تعالی هم پر هغه مین شوی و. داسې چې په تنکۍ ځوانۍ یې ځان ته وغوښت.

ما ارواښاد نصیر مومند د لومړي ځل لپاره په مومند ټولنه او کتاپلورنځي کې لیدلی و. له څو ملګرو سره یو مازدیګر ټولنې ته ورغلم، په خورا ورین تندي یې د ترهرکلي ترڅنګ راسره داسې بنډار وکړ، چې بیا مې هېڅکله بل چېرې د داسې بنډار خوند ونه لید. نور نو مومند ټولنه وه او زموږ دمه ځای. هلته د ناستې يوه ښېګړنه دا وه، چې اکثریت فرهنګیان، شاعران او لیکوالان به پيدا کېدل. د روغبړ او احوال اخیستلو لپاره ښه ځای همدا و. که به دې له هر فرهنګي سره کار و، نو مومند ټولنې ته به دې ضرور سر ورښکاره کاوه.

بله ګټه دا هم وه، چې له ګوړې سره شنې چای پیدا کېدې چې دمه پرې جوړېده. او د کتابونو را نیول او یا د ارواښاد مومند له لوري د وړیا کتابونو راکړه خو به بیا نور الله نور ګټه وه.

هغه نه یوازې فرهنګیانو ته وړیا کتابونه ورکول، هغوی یې د کتاب لیکلو او ژباړلو ته هم هڅول. خپله به یې په خلکو کتابونه وېشل او د ژباړې په صورت کې به یې ورته د چاپ ټټر هم واهه.

د لومړي ځل لپاره ارواښاد مومند د پوهنتون د استادانو کتابونه په عالي کیفیت چاپ کړل او هغوی ته یې د علمي کتابونو د چاپ ژمنې ورکولې. د ارواښاد مومند د هڅو له برکته وه، چې په پښتو کې په کم وخت کې ډېر نوي خو علمي کتابونه یا ولیکل شول او یا وژباړل شول. خو هغه ته خلک د دې ټولو شیانو لپاره نه ورتلل، بلکې هلته د خلکو زړه ورته. هلته له خلکو سره داسې دورند انساني چلن کېده، چې خلک یې مومند ټولنې ته په وار وار بلل.

خواشینی په دې یم، چې له مومند صیب سره مې کړې خپلې دوه ژمنې په وخت پوره نشوې کړای. لومړی دا چې هغه په ما د یوې مجلې د چاپ باور کړی و. راته یې ویلي ول، چې د «فکر» په نوم د مجلې په چاپ کې ورسره همکاري وکړم. یوه ورځ یې راته کړل: ( ته یې برابره کړه چاپ یې په ما ) ډېر علمي مواد مې ورته راټول کړل، په ګڼو استادانو او پوهانو پسې مې ورونه او دروازې وټکولې. له ټولو منندوی یم، ښې مقالې یې راکړې، خو ښايي دا به راته وخت لیکلې وه، چې د مومند په ژوند کې دې چاپ نشي. زه په کابل او مومند صیب په جلال اباد پاتې شو. څه زما بوختیاوې او څه د مومندصیب بوختیاوې لامل شوې چې مجله په خپل وخت له چاپه پاتې شي او دا ځنډ دا دی څو کلونو ته را وغځېد.

دویمه ژمنه یې راسره د ځينو کتابونو د چاپ کړې وه. هغه راته ویلي وو، هر کتاب دې چې خوښ شو په ځانګړي ډول علمي کتاب د چاپ لپاره به یې زړه نه وهې، ماته یې را واستوه. ځینې کتابونه مې ور واستول په منډه چاپ شول. زما کتاب چې کله دانش صیب چاپ کړ؛ نو پوهېدم مومند په زړه کې څه لرل خو ویل یې، چې بیا چاته کتاب ورنه کړې. هغه په دې خپه نه و، چې ښاغلي دانش « خدای دې هغه تر ډېره ژوندی لري» زما کتاب باید نه وای، چاپ کړی، بلکې د ارواښاد مومند ډېره مینه وه، ماته یې تل د خپل یوه کشر په توګه مینه راکړې وه. ښه مې په یاد چې یوه ورځ یې زنګ راغی، پورته مې کړ مومند و، ګیله یې وکړه: هلکه لکه چې لاړې کابل رانه خپل کړې، اوس دې موږ نه یادېږو؟ ما ویل نه داسې نه ده، زه خو دې تل پوښتنه کوم. ویل سکايپ ته راشه چې بنډار وکړو. بیا مو ښایسته شېبه بنډار وکړ. دا نو هماغه مهال و چې په ده نوې نوې ناروغي راغلې وه؛ خو زه نه وم خبر. اونۍ وروسته خبر شوم چې سر یې پېښور ته ختلی دی. خبره د ژمنې وه. هغه ماته د «لیکوالۍ» په نوم يو پخوانی کتاب د کمپوز او اېډېټ لپاره راکړی و. کمپوز مې په وخت خلاص کړی و، تقریباً پنځه کاله وړاندې، خو بیا د دواړو له یاده ووت. څو ورځې وړاندې مې کتابونه لټول چې په کې را پیدا شو. خدازده کمپوز شوې بڼه به یې رانه چېرې ورکه وي. په هر حال اوس چې هغه نشته خو دا کتاب به ضرور له سره کمپوز، اېډېټ او چاپوم، څو له مرګ وروسته یې دا هیله پوره کړم. که څه هم چې ډېره به ناوخته شوې هم وي؛ خو د هغه اروا به ښاده کړم.

د هغه عالي اخلاقو دومره ډېر خبریدار لرل، له سره یې ماته دا مجال رانکړ چې ترې وپوښتم: ووایه چې څومره مشتري درته پیدا کړم؟. ځکه هغه په لنډ وخت کې خورا ډېر مینه وال او دوستان پیدا کړي ول. خو د بدمرغۍ ځای دا و، چې له هنده یې کابل ته د جنازې راوړلو پر مهال له کابل مېشتو فرهنګیانو نه یې (چي اکثریت یي د نصیر د احسان پوروړي دي) ایله د ګوتو په شمېر هوايي ډګر ته ورغلي ول. له دې ښکاري چې یا خو ملګرتیا د حضورو سترګو ده او یا دا چې لا هم دې بدبختې ټولنې خپل شمله ور او خادمان نه دې پېژندلي او په قدر یې نه دي پوه شوي.

اوس چې ارواښاد نصیر مومند له دې دنیا سترګې پټې کړي؛ خو د هغه نوم به د ادب لپاره تر هغې چې پښتو کتابونه او لوستونکي وي، ژوندی وي. د هغه فزیکي نشتون مې په خدای هره شېبه داسې کړوي، لکه په زړه مې چې ستنه خوړلې وي. رب دې هغه ته جنت فردوس، کورنۍ، فرهنګیانو او د پښتو ادب فعالانو ته دې جمیل صبر ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *