اصف بهاند
د ناکامور غمجنه نستالژي
«زه چې زلمی وم، نو همداسې ومه
دا زما تصویر دی»
(صابر)
د ناکامورا وژنې ټوله سیمه ولړزوله، د افغانستان د ابادۍ او ښېرازۍ میینان ـ پلویان هم هک حیران دي چې دا څه وشول؟ موږ خو یوه ستره هستي له لاسه ورکړه او… او قاتلین به یې هم حیران وي چې دا خو ډېره قیمتي متاع وه، موږ ولې په ارزانه وغورځوله.
بس هر څه چې وشول اوس شوي دي، خواره خواري د افغانستان او افغانانو ده چې خپل یو داسې خدمتگار یې له لاسه ورکړ چې بیا یې ځایناستی موندل یا ناشوني دي او یا به ستونزمن او د ډېر وخت غوښتونکی وي.
د افغانستان د دې خواخوږي پرمرگ د افغانستان د هر بادرکه بچي زړه غوڅ او ویرمن دی، د خپل وطن او خپلې کورنۍ د یو غړي په ډول یې گڼي او داسې اوښکې پسې تویوي لکه خپل سکنی ورور یې چې له لاسه ورکړی وي.
زموږ د «مراد کاکا» او زموږ د «ناکامورا» د ککرې په گومبزه کې د انسانیت نغمې غږېدې او د فکر کرونده یې د مینې په گلانو ډکه وه؛ خو د قاتلینو د ککرو په گومبزو کې یې د شهوت او حورو ته د رسېدو غږونو انگازې کولې، پرتلنه او قضاوت به یې بیا خدایتعالی کوي.
زموږ د «مراد کاکا» او زموږ د «ناکامورا» یاد، سر له همدا اوسه د هر با درده او د افغانستان پر ابادۍ او ښېرازۍ مین افغان له پاره؛ یو غمجن نستالژیک یاد دی چې هر کله به مو د ده دا یاد سوځوي، خو په هر پل کې به موږ ته یو پند او لوی درس هم وي، د مراد کاکا یادونه به له درد سره مل وي، خو د دې وطن هر وکړی به د کار، ابادۍ او ښېرازۍ له پاره نور هم هڅوي.
دلته به د ښاغلي نعمان دوست دا جمله را واخلم چې د ده له نظره نور محمد لاهو ښايي کلونه پخوا په یوه لنډکي شعر کې داسې، څه انځور کړي وي چې د ناکامورا ژوند ته د پای ټکی اېښودلو ته اشاره وي. د نعمان دوست لنډ بیان او د لاهو صاحب شعر داسې دی:
«لکه د لفظونو جادوګر ګران ملګري Noormohamad Lahoo چې کلونه، کلونه وړاندې دا شعر زموږ د ابادۍ پردیس اتل ته لیکلی وي:
د ګل ونې تنې، سر دې څه شو وایه؟
پاڼو غږ را باندې وکړ:
هغه تاسو زنداني کړ، د مارانو جیلخانه کې
اوف
ګناه یې څه وه پاڼو!؟
هغه ځوان و او ډیر ښکلی»