سید اصغر هاشمي

د ارواښاد الفت نثري کلياتو ادبي ټوټې د ټولنې هر ډول پېغامونه لري.لکه: اصلاحي، انتقادي، رياليستيک، اخلاقي، ديني، ټولنيز، ښوونيز او روزنيز او داسې نور…..

د پښتو ليکلي ادب د نورو نثري ډولونو په شان د ادبي ټوټو د پيل وخت هم دومره لرغونی نه دی، ډېر نثري هنري ژانرونه د پښتو ادبياتو درېيمې دورې کې پيدا شوي دي، چې يو ډول يې ادبي ټوټې دي. د پښتو نثري ادب تاريخ کې د هغه پيل د ليکلو د پيل وخت د شلمې پېړۍ له لومړيو څخه نه اوړي، د تکامل او ځوانۍ کلونه يې د دغې پېړۍ د لومړۍ نيمايي وروسته برخه ده او له دې وروسته مخ په ځوړ کېږي او خپل ځای معاصر شعر ته خوشې کوي. د يو ژانر د غوړېدو لويه نخښه دا ده چې د لويو ليکوالو پام ور واوړي. پنځوس شپيته کاله پخوا د استاد خادم او استاد الفت په څېر لويو ليکوالو ادبي ټوټې ليکلې او د ادبي ټوټو ټولګې يې برابرولې، خو په را وروسته لسيزه کې ځينو کره کتونکيو ادبي ټوټه د برسېرنو او احساساتي مضامينو د بيان وسيله وبلله، د هغې ادبي اهميت ته يې د شک په سترګو وکتل. نن سبا ډېر لږ کسان ادبي ټوټې ليکي. اوس ډېرو کسانو ته ادبي ټوټه يو مړ ژانر ښکاري.(۳۷: ۱۷۸)

د هر ادبي ژانر د پياوړتيا مرحله د ليکوالو هڅو او پام سره اړيکه لري، د نثري ادبي ژانرونو ډولونو کې کله يو ژانر ډېر ليکوال او لوستونکي درلودل او کله کله بل، چې لاملونه يې بېلا بېل دي.

استاد الفت د ويښو زلميانو هغه سياسي کليدي غړی و، چې د ده په پنځونو(شعر او نثر) کې د دې غورځنګ ټول اهداف ليدل کېږي، چې ما يې يادونه د يو بېل څپرکي په ډول په خپلې موضوع کې کړې ده.

د ادبي ټوټو په وده او تکامل کې د ويښو زلميانو غورځنګ د خاصې ستاينې وړ دي، په تېره بيا په دې برخه کې د الفت ډېرې نثري ليکنې او په ځانګړي ډول(غوره نثرونه)، پوهاند حبيبي، قيام الدين خادم، سليمان لايق، عبدالروف بېنوا او همدارنګه په لسګونو نورو د دوی د وخت ليکوالو په دې فورم د خپل زړه خبرې پر بېلا بېلو مواردو(موضوعګانو) کې وکړې.  همدارنکه په لره پښتونخوا کې مولوي احمد، حافظ محمد ادريس، مهدي شاه مهدي، حمزه شينواری، اجمل خټک، قلندر مومند او داسې نورو پوهان د ادبي ټوټو تکړه ليکوال دي.(۳۶: ۱۹۸)

په ادب تيوري کې د علت او معلول پر اړيکو ډېر بحث کېږي، د نړۍ د ځايونو سياسي، اقتصادي، ټولنيز، فرهنګي او همدارنګه نور توپيرونه دي، چې په ادب کې د ډېرو ژانرونو لپاره جامع، مانع، منلې او ټولمنلې پېژندنه وړاندې کولای نه شو، چې د هرې جغرافيه انسانانو ته يو شان د منلو وړ وي، چې دلايل يې زښت ډېر دي، نو له همدې امله د ادبي ټوټو په اړه هم بېلا بېلې پېژندنې پر بېلا بېلو ژبو کې وړاندې شوي دي، چې په دغو تعريفونو کې ګډ او مشترک کليدي توکي شته.

نثري ادب ډولونو اثر ليکوال د فرهنګنامه ادب فارسی(دويم ټوک) په حواله ليکي:

(ادبي ټوټه د لنډو ادبي نثري ليکنو يو ډول دی، چې ليکوال په شاعرانو تعبيرونو او لوړ تخيل سره زياتره خپل رومانتيک احساسات او عواطف په يوه ځانګړي طرز او انداز بيانوي. ادبي ټوټه نه شعر دی، نه کيسه، بلکې يوه داسې ادبي تخليقي ليکنه ده، چې د شاعرانه تعبيرونو او رومانتيکي فضا له امله کولی شو هغه شاعرانه نثر وګڼو.)

يوه بله پېژندنه يې داسې ده:

ادبي ټوټه هغه نثري ليکنه ده چې په هغې کې ليکوال متنوع انداز خپلوي. د ژوند يوې عادي او معمولي پيښې ته په ډېر ژور نظر ګوري او په لوړ ادبي الفاظو او کلماتو کې يې رانغاړي، هڅه کوي چې مانوس او نامانوس لوري ته بوزي. په دې ډول ليکنه کې د ليکوال دروني حالات، احساسات او جذبه ډېر ارزښت لري.(۶۰: ۳۰۹)

ډاکټر ذبيح الله صفا د ادبي ټوټې پېژندنه داسې کوي:

(په دې ډول نثر کې ليکوال زياتره دا غواړي چې خپل احساس ا و جذبه، خپل ذاتي اوصاف او حالتونه په بليغه او ادبي ژبه بيان کړي. يا په بله وينا د ليکوال هوډ او تکل د يوې پيښې تشريحي توضېح او يا د ټاکلي مطلب نفې کول نه دي، بلکې يو مطلب، که هغه ډېر کوچنی هم وي، هغه ته څانګې او پاڼې ورکړي. د شعر په شان يې په تشبيهاتو، استعارو او کنايو وپسولي او په مجموع کې ورڅخه يو هنري اثر را مينځته کړي، لوستونکی را جذب او لوستلو ته لېواله کړي.)(۶۰: ۳۰۹)

د ادبي ټوټو پېژندنې په اړه د نړۍ پوهانو نظرونه ورکړي دي، چې ډېر وخت دا پېژندنې د لفظونو، فکرونو، تعبيرونو او ترکيبونو په تغير او تبديل سره ډېر وخت يو شان مانا وړاندې کوي. پورته درېيو پېژندنو باندې بسنه کوم او په ځانګړي ډول د لاندې خبرو يادونه پکې شوې ده:

ـ ادبي ټوټې په نثر ليکل کېږي او په ټولو پېژندلو کې يې يادونه شوې ده.

ـ هر ليکوال د بېلا بېلو خارجي لاملونه نه متاثره کېږي او له نورو ژانرونو پرته ادبي ټوټه هم ليکي، چې پر بېلا بېلو ليکوالو دا تاثيرات بېلا بېل وي او يو د بل سره توپير لري.

ـ په ادبي ټوټې کې يوه عادي مساله په لوړ تخيلي او تفکري انداز ټولنې ته وړاندې کوي، چې ښه بېلګه يې الفت دی، چې يوه عادي خبرې ته يې څومره قوت او متانت د خپل فکر په واسطه ورکړی دی.

ـ د سبک له مخې هره ليکنه دوه خواوې لري، يوه خوا يې بهرني توکي دي، لکه: الفاظ، جمله بندي، کلمات او داسې نور مسايل پکې راځي او داخلي توکيو کې تفکر، تخيل، احساسات، اخلاق او داسې نور مسايل راځي، چې په ادبي ټوټو کې بهرني او دننني توکيو راوړل بنسټيزه موضوع ده.

ـ په ادبي ټوټو کې داخلي تاثرات هم خپل اغېز لري، ټولې پنځونې د انسان له داخل سره اړيکه لري. کله کله د انسان تحت الشعور هم په دې برخه تاثيرات درلودای شي.

ـ ادبي ټوټه هر ډول منځپانګه خپلولای شي، د معنوي جوړښت له مخې د استاد الفت ادبي ټوټې د ټولنې هر ډول موضوعګانې لري، ځينو ليکوالو ادبي ټوټو کې يو ډول منځپانګه ډېره وي، لکه د استاد الفت په ادبي ټوټو کې انتقادي رياليزم ليکنې ډېرې دي او يا د انسان او ټولنې په اړه د ده په ليکنو کې ډېر حقايق برملا شوي دي.

ـ په ادبي ټوټو کې لفظي او معنوي صنايع راوړل ليکنې ته قوت ورکوي او په هنري نثري ليکنو کې د بېلا بېلو صنايعو راوړل ليکنې ته خورا ډېر قوت ورکوي.

د استاد الفت هنري نثري ادبي ټوټو قوت په دې کې دی، چې د ده د وينا او عمل تر منځ توازن موجود دی، څه چې دی وايي، هغه په علمي ډول کوي.

دی که وايي، چې غلا مه کوئ، نو خپله پاک او با احساسه انسان دی. د ګناه نه منع کوونکی دی، خو خپله هم د ګناه نه ځان ساتي. د ده فکر، خيال او احساسات په دې دلالت کوي، چې دی د پياوړې ارادې څښتن و.

ادبي ټوټو ډولونه

ادبي ټوټې د دوو بعدونو(اړخونو) نه تر بحث لاندې نيول کېږي، يوه برخه يې د منځپانګې سره اړيکه لري او بله برخه يې د فورم او جولې په نظر کې نيولو سره مطالعه کېږي او په لاندې ډول دي:

الف: د موضوع او محتوا له مخې

ب: د بڼې او جولې له مخې

الف: د منځپانګې له مخې: هره پنځونه د بېلا بېلو لاملونو پر بنسټ ليکل کېږي، يا به دا لاملونه خارجي وي، لکه سياسي ستونزې، بې عدالتي، اقتصادي ګډ وډي، ټولنيزې ناخوالې، ناپوهې او همدارنګه په سلګونو نور لاملونه د دې سبب کېږي، چې د ليکوال ليکنې هر ډول منځپانګه خپلوي.

د موضوع له مخې ادبي ټوټو کې هر ډول مضامين راتلای شي. د استاد الفت ليکنې د هغه وخت او زمان استازيتوب کوي، د هغه وخت د خلکو د زړه اواز دی. انسان ټولنيزه هستي ده، ليکوال بيا د ټولنې هغه شخص دی، چې ډېر هغه څه وينې او حس کوي يې، چې عادي وګړي يې ليدلای نه شي. د الفت ليکنې هر ډول منځپانګه لري او ډېرې ليکنې يې ادب د ژوند لپاره مفهوم لپاره ليکل شوي دي. د ويښو زلميانو غورځنګ غوښتنه دا وه چې پنځونې بايد کلاسيکيت او هنريت پر ځای په پېغام راوړلو او د انساني ژوند د بهبود لپاره يوه ښه وسيله وي، چې د استاد الفت ډېرې ليکنې په همدې اړه دي.

ب: د بڼې او جولې له مخې: د ډېرو پنځوونکيو ډولونو منځپانګې سربېره بڼه ييز جوړښت هم اساسي موضوع ده. د فورم او موضوع تر منځ اړيکه مهمه خبره ده. که چېرې شاعر يوې لويې حکايتي موضوع ليکلو اراده ولري، نو دی بايد د داسې موضوعګانو لپاره د مثنوي کالب غوره کړي. په ټوليز ډول پښتو، عربي او فارسي او په ځانګړي ډول عربي او فارسي ژبه کې ډېرې ستاينې د قصيدې په کالب کې ليکل کېدای. همدارنګه نثري ادبي ژانرونو کې د لنډې کيسې، ناول او رومان موضوعګانې بايد د فورم سره معنوي اړيکه ولري، نو څرنګه چې د موضوع لپاره منځپانګه مهمه ده، دغه شان موضوع لپاره کالب او بڼې غوراوی د موضوع لپاره مهمه ده.

د استاد الفت د ادبي ټوټو او تکل توپير

د استاد الفت ليکنې تکلونه هم لري. ادبي ټوټې له تکل سره توپير لري او د ده په نثري کلياتو کې دا دوه برخې سره يو شان نه دي، د منځپانګې له مخې په دواړو ډولونو کې بېلا بېل موضوعګانې ليدل کېږي، خو د بڼې له مخې دا دواړه ډولونه سره يو شان نه دي او د بېلا بېلو سرليکنو لاندې مطالعه کېږي.

د ادبي ټوټې او تکل تر منځ توپير باندې (نثري ادب ډولونو) اثر کې ډېرې خبرې راغلي دي، چې د موضوع د شرايطو سره سم د لنډيز يې را اخلم:

(د تصنيف بندۍ او ادبي فورم د وېش په ترڅ کې کله کله د منثور شعر(ادبي ټوټې) او تکل تر منځ پوله بيخي نرۍ شي او د سره بيلتون کرښه يې تته شي، خومهم توپير چې د ادبي ټوټې او تکل تر منځ شته دا دی چې په تکل کې تر ډېره حده د حکايوي انشا‌ خيال ساتل شوی وي او لوړ فلسفي مسايل هم په تصويري بڼه راوړي، خو په ادبي ټوټه يا(لطيف ادب) کې کله کله يوازې يې هدف لفاظي هم راځي او يوه تشه لفظ لوبه هم وي.) (۶۰: ۳۲۴)

کله کله ادب پوهان د ادبي ټوټې او تکل تر منځ توپير کې له ستونزو سره مخامخ کېږي او سهواً ادبي ټوټې ته تکل او تکل ته ادبي ټوټه ويل کېږي، خو يوازې څه چې د دې دواړو ادبي ژانرونو تر مينځ د بيلتون کرښه راکاږي هغه دا دی چې په ادبي ټوټه کې لفاظي او منظر کښنې زياتې او موضوعات پکې لږ وي، خو په تکل کې بيا د ادبي ټوټې په پرتله د الفاظو رنګينې او لفاظي لږه موضوعات پکې ډېر، خواره واره او کيسه ييز بڼه لري. په تکل کې په نثر کې شاعري کېږي، ولې که ډېر روماني شي نو بيا ترې د ادب لطيف(ادبي ټوټه) جوړ شي او انشاييه(تکل) پاتې نشي او تکل يا انشاييه د مضمون او ادبي ټوټې تر مينځ وي.

د تصنيف بندۍ او ادبي فورم د وېش په ترڅ کې کله کله د منثور شعر، ادبي ټوټې او تکل تر مينځ پوله بيخي نرۍ شي او د سره بېلتون کرښه يې تته شي، خو يو مهم توپير چې د ادبي توټې او تکل تر مينځ شته دا دی چې په تکل کې تر ډېره حده د حکايوي(کيسه ييزې) انشا خيال ساتل شوی وي او لوړ فلسفي مسايل هم په تصويري بڼه راوړي، خو په ادبي ټوټه يا لطيف ادب کې کله کله يوازې بې هدفه لفاظي هم راځي او يوه تشه لفظ لوبه هم وي.

له پورته څرکندونو څخه دا پايله تر لاسه کېږي چې ادبي ټوټه او تکل دواړه له دې سره چې ډېرې ورته ځانګړنې لري، بېل بېل ادبي ژانرونه دي او تر مينځ د بېلتون کرښه جوته ده. په يوه کې چې موضوع لږه، لفاظي او د ژبې رنګيني زياته وي، ادبي ټوټه يې بولو او په بل کې چې موضوعات زيات او د يو څه په اړه حکايت کوي يا کيسه ييزه طرحه لري، لفاظي پکې د موضوع او مطلب په پرتله څه نا څه کمه وي، د تکل په نوم يې د يو ځانګړي ادبي ژانر په توګه نوموو. دواړه د ادب د ګلبڼ بېل بېل ګل بوټي دي چې جلا رنګ، ښکلا او ځلا لري.(۳۱: ۱۱۸)

د ګل پاچا الفت نثري کلياتو کې ادبي ټوټې زښتې ډېرې دي او کله کله يې په نثرونو کې تکلونه هم ليدل کېږي، کوم توپيرونه چې د ادبي ټوټو د فزيکي جوړښت او معنوي ساختمان لپاره ښودل شوي دي، د الفت په ليکنو کې يې هم جوت توپير شته.

د معنوي جوړښت له مخې د الفت ادبي ټوټې

د ګل پاچا الفت په نثرونو کې د محتوا له مخې هر ډول موضوعګانې ليدل کېږي، د ده په ټولو پنځونو(شعر او نثر) کې د شعرونو ډېر ډولونه يې هر ډول منځپانګه لري او همدارنګه نثرونه يې هم هر ډول فکر او نظرونه لري، چې د دې جملې ادبي ټوټې يي هم هر شان مواد او خبرې لري چې د بېلګې په ډول څو مثالونه راوړم:

ستاينې:(د ټول جهان واکداره! ته هر څه لرې او هر څه کولای شي، د هر چا اميد تاته کېږي او هر څوک هر څه له تا غواړي، ستا خزانې او کارخانې ډکې دي، ستا باغونو کې د شودو، شرابو او عسلو ويالې بهېږي. ستا بخششونه او انعامونه بې پايانه دي.

ستا د رحمت نور په ځمکو او اسمانو کې نه ځايېږي.

فقيران او مسکينان درنه د ډوډۍ سوال کوي.

ماړه او بډايان درنه د اشتها او هضمولو قوت غواړي.

څوک درنه په زاريو او دعاګانو اولادونه غواړي، ځينې وايي چې مال او دولت راکړه.

يو وايي جنت مې پکار دی، بل وايي له دوزخه امان او پناه غواړم.

مرتبې او لوړې درجې له تا سره دي، کاميابي او موفقيت ستا په توفيق حاصلېږي…)(۱۳: ۵۷۷)

روزنه: (ښايي چې دا عنوان د هر چا خوښ نشي او هر څوک دغه مضمون تر اخره ونه لولي، مګر رنځورانو ته سړی بېخونده دارو هم ورکوي او دواګانې اکثره بد خونده او بې مزې وي.

موږ ډېر سره او سپين مخونه، غټ څټونه او قوي وجودونه ګورو چې په راز راز روحي او اخلاقي مرضونو اخته دي او ډاکټرانو ته ځانونه نه ښيي.

زموږ طبيبان هم په دغسې ناجوړيو ښه نه شي پوهېدلی اوله مريض نه د طبيب حال ډېر بتر معلومېږي.

د يو ملت لپاره تر هر څه د مخه دا په کار دي، چې خپل اخلاقي شان او وضعيت ته ملتفت شي او خپل زړه او دماغ معاېنه کړي، د اخلاقو رڼا زموږ په هېواد کې لکه د غلو ډيوه ډېره خړه او کم نوره ده، په دغسې تياره او تورتم کې د انسانيت او سړيتوب صفات او خويونه ورکېږي او سړي ته څه نه پاته کېږي.

موږ اوس نږدې داسې مرحلې ته رسېدلې يو، چې بد اخلاق ښه ګڼو او په ناوړه خويونو افتخار کوو، ځکه چې اخلاقي ذايقه مو بايللې ده او خواږه را باندې ترخه لګېږي. ….) (۱۳: ۲۵۵)

اخلاق: (ستا دا ټول ښايست زموږ په توجه او کلتور پورې اړه لري، که ته غواړې چې هر څوک دې قدر وکړي او پخپل سر د پاسه ځای درکړي، لکه نرګس هر چاته ګوره او لکه د باغ غوټۍ هر سحر خلکو ته خانده.

په دغسې التفات او يوه خوله خندا سړی د خلکو زړونه خپلولی شي او مقبوليت پيدا کوي، په يوازې ګلتوب او ګلالی توب هېڅوک څه قدر او منزلت نه مومي او نه په تش ښايست دلبري او دلربايي کېږي.)(۱۲: ۷)

انتقادي: (هلته يو ړوند بې لارې روان و، هغه پر سمه لاره برابر کړ، مګر ړوند پوه نشو چې زما رهبر څوک دی.

يو بل په خواږه خوب وېده و، په خوا کې يې يوه منګري سر را اوچت کړ، هغه په بيړه وواژه او ويده هماغسې ناخبره پاتې شو.

د شپې په مسجد کې ناروغه مسافر زګيروی کول، هغه يې په خدمت کې شپه سبا کړه، مسافر سباوون خوا ته مړ شو او خپل زړه سواندی خدمتګار يې ونه پېژانده، هغه بر لاړه روان و، يو ماشوم ته يې يو موټې ميوه ورکړه، مګر يوه هم ونه پېژانده، چې دی څوک دی.

له دې لويې لارې نه هغه ډېر اغزي او کاڼي لرې کړه، مګر څوک چې سبا ته پر دې لاره راځي د هغه له خدمت څخه نه خبرېږي او هغه بل نه پېژني.

په رښتيا، چې موږ خپل خدمتګاران نه پېژنو او باداران ډېر ښه پېژنو.)(۱۳: ۴۶)

رياليستيک: (هغه کسان، چې اوس په مدني دنيا کې د ديموکراسۍ په اساس د ارا په کثرت لوړ مقامونه نيسي، هغه په علمي لحاظ نه وي، بلکې له ځينې نورو نه يې لياقت ښکته وي. په اخلاقي لحاظ هم دوی په نورو څه تفوق نه لري، مګر په يوه ساحرانه قوت له خپلو حريفانو نه ميدان وړي او په ځينو وسايلو يا غولونکيو شيانو عمومي توجه ځانته را ګرزوي.

دا د منلو خبره ده، چې ځان د خلکو په سترګو کې ښه ښودل او لوړ مقام ته رسېدل ډېر ځله د خلکو د غولولو او ځان بل راز ښودلو نتيجه وي او ډېر لږ کسان دي، چې د يوه حقيقي لياقت په مرسته يوه عالي مقام ته رسېږي او په اخلاقي فضايلو په عالم کې مجبوريت پيدا کوي.

هغه څوک، چې په رښتيا له ټولو اجتماعي عيبونو، يعنې له خود پرستۍ، له تعصب، له خطا کارۍ او له ريا او درواغو نه خلاص وي، له اجتماع سره به هېڅکله موافقت ونه کړي او هر ګوره انزوا به اختيار کړي. که دغه خبره رښتيا وګڼو، نو هغه لياقت چې خلک يې خوښوي او په خلکو اغېز لري بله قيافه پيدا کوي او داسې مثال لري، لکه چې يو بدرنګه مخ په ډول او سينګار ښايسته وښودل شي.

همدا سبب دی، چې ځينې بدرنګه مخونه خلکو ته ښه ښکاره کېږي او ځينې ښايسته مخونه، چې د حيا او عفت په پرده کې پټ دي، د چا توجه نه جلبوي.

لياقت کله لکه يو لوړ برج له ډېر لرې ځايه نظر جلبوي، مګر هېڅ پکې نه وي او بې له نموده نور څه نه لري.

کله لکه ورانه کنډواله ګنجونه پکې وي او څوک يې نه ويني.

ما دغه راز ډېر مختلف او متضاد لياقتونه ليدلي دي او پوهېږم، چې لياقت ښاغلی نه دی. ډېر خلک دا هم لياقت بولي، چې سړی قلپه روپۍ په بازار کې وچلوي اوپه يوه روپۍ ددوو روپو مال واخلي، ځکه په لياقت باندې ډېره ښه عقيده نه لرم او ډېر ځله راته دغه متاع، لکه د غلا مال که هر څومره قيمتي وي ارزانه او بې قيمته معلومېږي.)(۱۳: ۷۵)

وطن دوستي: ( …… څوک چې معنوي رشد او بلوغ ته ورسېږي او د مشرتوب درجه ومومي هغه له وطن او هېواد سره همدغسې عشق پيدا کوي او وطن ته د عشق په نظر ګوري، هغه بيا د غرو په څوکو نشي ليدای او هر چاته ځان نه ښيي.

څنګه چې يو ښاپېرک ځلانده لمر نشي ليدای، يو د ځلميتوب احساس نشي کړای. د دغو  ټيټو ډيوو پتنګان د ستورو ډيوو ته نه رسېږي، دغه عالي عشق ته هم هر څوک نه رسېږي او نشي رسېدلی.

دا عشق د مشرانو او لويو خلکو په برخه دی او بېل کيف لري.

د دې عشق نښې او علامې بل راز دي او ځانته شواهد لري. تاسې دغه عشق او د حسن و جمال عشق سره بېل کړي او هغه چې مجنون او ليلی په عشق کې يې وينئ له سترګو لري کړي.

دا هغه راز مينه ده، چې د پلار او ځوی، د مرشد او مريد، د شاګرد او استاد تر مينځ وي او بې له غمخورۍ او خير خواهۍ نور مظاهر نه لري. ……)(۱۳: ۲۶۷)

د ګل پاچا الفت نثرونه ډېرې ادبي ټوټې لري، ادبي ټوټې يې هر ډول منځپانګه لري، د ځينو ادبي ټوټو کوچنۍ برخه مې راوړې چې موضوع مې ډېره اوږده نه شي.

د ګل پاچا الفت منتخبې ادبي ټوټې

د ګل پاچا الفت ټولې نثري ادبي ټوټې خپل ارزښت لري، چې يوې ته ښه او بلې ته نا ښه ويل به ښه نه وي. د ده ليکنې د هر چا د ذوق موضوعګانې لري، دا چې ذوقونه فرق لري، نو کولای نه شو چې يوې ليکنې ته تر بلې برتري ورکړو.

زه د خپل ذوق او ميل اړوند د الفت د ادبي ټوټو نه د منتخبو بېلګو په ډول درې نمونې راوړم:

د پردې خبرې

ترڅو چې د ښځو مخونه پټ وي خبرې به هم په پرده کې وي، ځکه چې په پښتو کې خبره هم مونثه ده.

يوازې خبره لاڅه چې ژبه، وينا، معنا، خطابه، مقاله هم د تانيث علامې لري. هغه وينا چې ابتکار په کې وي، د ادب پردې ته لا ډېر ضرورت پيدا کوي. تاسې زما خبرو ته لږ غوندې باريک شئ!

د ادب او سياست خبره ډېره باريکه ده.

زه په ډېره نرۍ او باريکه لار لاړم، خدای دې وکړي چې ډېر باريک بين خلک په دغه لار راشي او په ځير ځير وګوري.

ما اوښان نه دي بار کړي، زما قافله د مچيو ده، چې د ګلونو له پاڼو نه په هوا څه را وړي او عسل جوړوي.

له دې قافلې سره د سبا وږمو خوشبوي بار کړې ده، چې څوک يې په سترګو نه وينې، مګر حساس دماغونه يې احساس کولی شي. هو! زما کار له احساس سره دی، زما خريداري بايد ډېر حساس وي، يا ډېر حساس شي.(۶۰: ۳۴۶)

بې ګناه بندي

(«پرېږدئ!» پرېږدئ دا بې ګناه بندي پرېږدئ.

مه وېرېږئ د ده په ازادولو کې هېڅ خوف او خطر نه شته.

فساد او شرارت له ده څخه نه پيدا کېږي.

د ده بندي کول لويه ګناه ده.

دی هغه يوسف دی، چې د بې ګناهۍ په سبب په زندان کې لوېدلی دی.

که دی له زندانه را والوزي ستاسې اينده سنجولی شي او ستاسې د بلې ورځې غم خوړلی شي.

پرېږدئ! دا بې ګناه بندي پرېږدئ.

که دی خلاص شو ستاسو انتظام به په ډېر ښه شان وکړي.

ستاسې وږي به ماړه کړي، ستاسې بربنډ به پټ کاندي.

تاسې دغه ښکی موجود په تورو څاګانو کې مه غورځوئ.

په زندانونو کې يې مه اچوئ.

پرېږدئ دا بې ګناه بندي پرېږدئ!

دی به ستاسې د ګډو وډو او پرېشانه خوبونو صحيح تعبيرونه وکړي.

ډېرې سختې، مبهمې او مجملې غوټې به پرانيزي.

دی د راتلونکي حال پيشبيني کولی شي.

د طبيعت په رمزونو او اسرارو پوهېږي.

د جوی او فلکي اوضاعو اقتضارات ورته معلوم دي.

پرېږدئ پرېږدئ دا بې ګناه بندي پرېږدئ!

د ده په ازادولو باندې علم او پوهه زياتېږي.

وطن رڼا کېږي او ړانده بينا کېږي.

دی له خپلو جفا کارو ورونو سره هم ښه سلوک کوي.

دی ډېر پېچومي اوارولی شي.

دی ډېرې کږې سمولی او ډې مشکلات حل کولی شي.

ما خوب ليدلی، چې دا بندي حلاصېږي او د سلطنت په کرسۍ کېني.

ښه فکر وکړئ.

دا بندي څوک دی.

پس له ډېره فکره وايم.

فکر دی فکر!»(۱۳: ۹)

(د زيارت ډېوه

د جمعې شپه وه، خلک راته په زيارت کې يې شمعې بلولې.

ځيو تېل راوړل او په خاورينو ډېوو کې يې لګول.

په زيارت کې ډېرې ډېوې ولګېدې.

لته هېڅوک پاته نشوه، ډېوې ټولې زيارت ته بلېدلې.

زه هم کلي ته لاړم هلته د غريبانو په کورو کې ډېره تياره وه.

هغو خوارانو تېل نه درلودل ځکه په تورتم کې ناست وو.

هغه چې په ثواب پسې ګرځېدل ټول زيارت ته روان وو.

د عاجزان له حاله نه وو خبر.

هو! د غريبانو په کورو کې تياره وه ځکه چا نه لېدل.

د دوی ډېوې هېچا نه لګولې.

په دوی باندې يوازې د الله پاک نظر و او بس.

د دوی ډېوې دې الله ولګوي موږ د زيارت ډېوې لګوو.(۱۳:۳۰)

د استاد الفت هره ادبي ټوټه خپل ارزښت لري، هره ليکنه يې بېلا بېلې منځپانګې لري، چې د وخت د شرايطو او ستونزو د حل او برملا کولو لپاره يې ويلي دي، چې ما د استاد الفت د منتخبو نثري بېلګو تر سرليک لاندې پورته درې بېلګې راوړې او په همدې بسنه کوم چې موضوع ډېره لويه نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *