درېیمه برخه
څومره چې حقیقت خوښو، هومره یې نه وایو.
د ذوق او هنر په خاوندانو چې هر څومره بده او سخته ورځ راشي، هېڅکله قیمتي مال او شیان نه پلوري.
قرباني او فداکاري دهغو کسانو کار دی چې د لوړو احساساتو او عواطفو خاوندان دي.
خدای(ج) د دنیا د نظم لپاره دوه شیان پیدا کړي چې یو حکمت او بل حکومت دی.
د مطلب لپاره مې د دوستانو تله راتله ډېر وي، خو مینه پالوونکي دوستان هیڅ نه لرم.
د ویاړ تاجونه د هغو خلکو پرسر وي چې لوی او ګران کارونه یې ترسره کړي وي.
د هر ظلم او تجاوز په مقابل کې ننګ او همت ولاړ وي.
چېرې چې علم، لیاقت، خیر او اصلاح وي، له هغه ځایه جهل، ناداني، ظلم، ستم، ریاکاري او فریب په تېښته وي.
ظلم په ظلم نه ورکېږي.
تر هغه چې تاسو پر خپل نفس او غوښتنو حاکمیت پیدا نه کړئ، پر نورو حکومت نه شئ کولای.
ډېر داسې میلیونران شته چې د خوارانو او غریبانو خیراتونه خوري.
ښه لیکوال هغه دی چې د ټولنې عرف او عاداتو ته په انتقادي نظر وګوري.
په پردۍ ژبه زده کړې هغې ضعیفې شمع ته ورته دي چې ډېر په اسانۍ سره په نري شمال مري.
پر هغې ټولنه چې پردۍ ژبه حاکمه وي، هلته هېڅکله فکرونه وده نه شي کولای.
هوښیار ملتونو له نورو ملتونو علم، فن او صنعت اخلي خو ملي خصایص یې هېڅکله نه قبلوي.
چېرې چې جدیت وي، هلته پرمختګ ډېر تر سترګو کېږي.
ضعيف النفسه خلک په خپله په لوی لاس ځان ته ستونزې او ګړاوونه پیداکوي.
بریالي کسان له زیانونو او ناکامیو لویې ګټې اخلي.
په ژوند کې دومره ډارن مه اوسئ چې هر کار ته دلوی ناورین او بلا په سترګه وګورئ.
کوم کسان چې تر نورو کسانو په بري او پرمختګ کې وړاندې دي، هغوى په خپله پرېکړو کې جدي دي.

One thought on “د ګل پاچا الفت د افکارو غورچاڼ / راټولونه او ترتیب: حسیب الرحمن نورمل”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *