راټولونه او ترتیب: حسیب الرحمن نورمل –

څوک وايي چې د غله په ږیره خلی وي؟ ډېر غله مې ولیدل چې هېڅ ږیره نه لري، څوک وايي چې د غله ځای په غره کې هم نشته؟ وګورئ چې کلي او ښارونه ترې ډک دي.

زموږ د ټولنې لویه بد بختي دا ده، د کار خلک کار ته نه پرېږدي، یو یې سر وهي او بل یې پښې.

که په زړه کې فساد او خیانت نه لرئ، که صحیح نیت او ښې هیلې لرئ او که د حق او حقیقت پر قوت باور لرئ نو هېڅکله مه وېرېږئ، تل د ظالم پر وړاندې په مېړانه جنګېږئ.

هغه کسان چې د خپلو نفسي اغراضو لپاره کار کوي، که د وطن په نامه خلک غولوي او که په زړه کې ټګي او برګي لري نو پدې د پوه شي چې تر منزله نه رسیږي، ځکه بې اساسه او بې بنسټه ودانۍ ژر نړیږي.

ستاسو ستر دښمنان هغه دي چې ستاسو عیبونه او تېروتنې پټوي او تر ټولو غوره دوستان مو هغه دي چې عیبونه او تېروتنې مو په ګوته کوي او د اصلاح لارښونه درته کوي.

بې پوهې زورور د نورو عیبونه ویني خپل نه، خپله اوري د بل نه، زړه لري زړه سوی نه، خپله پوهه ورته ډېره د نورو ورته هېڅ نه ښکاري، څلور پښې نه لري خو پر څلور روان وي، حیوانان نه دي، مګر خلک په لغتو وهي، ښکر نه لري مګر سرټمبه دي.

د هر انسان بدمرغي او خوښي د هغه په احساس پورې اړه لري؛ همدا احساس دی چې انسان ته غم او خوښي ورکوي.
موږ ډېر وخت دداسې شیانو د لاس ته راوړلو هڅه او کوښښ کوو چې هېڅ ارزښت نه لري.

دا حقیقت ومنئ چې د انسان فکر قاصر او ضعيف دی او په ډېرو مسایلو کې د انسان فکر غولېږي او سهوه کېږي.
لومړی باید فکر وشي وروسته کار.

له ښه فکر نه ښه اراده او له ښې ارادې نه ښه عمل پیدا کېږي.

د انسان اصلي شتمني او ثروت کار او استعداد دی، همدا دوه شیان دي چې انسان لوړ مقام ته رسوي.

هڅه د انسان دبري لوی راز دی؛ همدا د انسان د هڅو او زحمتونه پایلې دي چې غرونه سوري شول، سپېرې دښتې زرغونې شوې، پر دریابونولارې جوړې شوې، په هوا مزل پیل شو او له ځمکې یې پټ شیان رابرسېره شول.
له خپل کار سره مینه لرل د بري ستر راز دی.

د عقیدېقوت پر ټولو قوتونو تسلط لري او هېڅ کوم قوت ورسره مقابله نه شي کولای.

د ضعیفې عقیدې خاوندان د اوبو هغه ځګ ته ورته دي چې ژر له منځه ځي.

د یو ښه ټولنيز ژوند لپاره اړینه ده چې له خلکو سره ښې اړیکې، مینه او قرابت ولرو او د اخلاقو په واسطه په زړونو کې محبتونه وزېږو.

کله چې د یوې ټولنې اخلاق فاسد شي نو هغه ټولنه له ماتې سره مخ کېږي او عدالت په کې له منځه ځي.

پرته له اخلاقو ژوند د ناروغ ژوند دی چې له ډېرې شتمنۍ سره یې هم ژوند تریخ وي.

هغه چې ځان وږى ساتي او نور مړوي، هغوى له دې لوږې ډېر خوند اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *