دغه اثر پوهنمل سیداصغر هاشمي لیکلي دی. دغه څېړنيزه موضوع (د ګل پاچا الفت د هنري نثرونو معناييزه او بڼه ييزه شننه) ده.د معنا له مخې د استاد الفت هنري نثرونه د بېلګو سره ښودل شوې دي او همدارنګه د بڼې له مخې ټول ډولونه د مثالونو سره ځای ځای راوړل شوې دي. د معنوي جوړښت له مخې هر سرليک سم تحليل او تفسير شوی دی، چې د موضوع په ښه وضاحت او تشريح کې مرسته کولای شي.
د موضوع موخه د الفت هنري نثرونو منځپانګيز او جوليز جوړښت شننه، محصلانو ته د مرستندوی موادو برابرونه او د استاد الفت د ټولو نثرونو هر اړخيزه پېژندنه ده. د موضوع موندنې د ګل پاچا الفت د نثري کلياتو معناييزه او بڼه ييزه څېړنه ده، چې په دې برخې تراوسه کار شوی نه و او ځينې نوي او بکر سرليکونه(د ګل پاچا الفت په نثرونو کې ارواپوهنيز څرکونه، د ګل پاچا الفت په هنري نثرونو کې د ويښو زلميانو اهداف او داسې نور) هم لري. د موضوع د کارونې ساحه د پښتو ژبې او ادبياتو پوهنځي کې د ادبپوهنې د برخې مرستندوی مواد لري او همدارنګه د معاصرې دورې ادب تاريخ يو ځلاند پړاو د ويښو زلميانو غورځنګ وو، چې استاد الفت يې له کليدي شخصيتونو دی او پوهنتون کې لوستل کېږي
په څېړنه کې د کتابتوني څېړنيز ډول او کله کله د مرکې له تکتيکه ګټه اخېستل شوې ده او د تشرېحي او تحليلي مېتوده استفاده شوې.