دغه کتاب چې لیکوال یې پوهنیار سیداصغر هاشمي دی، پر ۱۳۹۴ لمریز کال د میهن خپرندویي ټولنې له خوا چاپ شوی دی.
استاد ګل پاچا الفت د ویښو زلمیانو د غورځنګ کلیدي غړی و او ویښو زلمیانو غوښته چې خپل اهداف په مستقیم او غیرمستقیم ډول په خپلو لیکنوکې ټولنې او خلکو ته د پیغام په ډول وړاندې کړي.
د دې ګوند اهداف د ټولنې د خير او فلاح لپاره وو نو له همدې امله الفت په خپلواکثره تخلیقاتو(نظم او نثر) کې د دې غورځنګ اهداف ښودلې دي.
په دغه اثر کې دویښو زلمیانو د اهدافو بیلابیل برخې راغلي دي چې په ژوند کې د ګټې اخیستنې وړ دي، لکه، سیاست، ادب، کلتور، علم، پوهه او داسې نور ګڼ ټولنېزو مسایلو کې د لوستونکیو په ښه راځي.
نوموړی کتاب په دې غږیږي چې د ناپوهۍ پر ضد څنګه مبارزه وشي او علم او پوهه څه ډول پرمختګ کولای شي، همدارنګه دیموکراسي او د مطبوعاتو په ازادۍ او خپلواکۍ هم ښکلي ښکلي سرلیکونه لري چې لیکوال ورپسې د الفت ټول منظوم کلیات لټولی او مینه والو ته یې ترې غورې بیلګې را اخیستې دي. د دې کتاب په مینځ کې دا هم شته چې ژبني او نژادي تبعیضونه څه ډول له مینځه لاړ شي او د مبارزې ټینګار یې کړی دی. دا چې الفت یو ریالیست لیکوال او شاعر و نو د رشوت، خیانت، چاپلوسي، بې عدالتي یې په شعرونوکې ډېر غندلي دي او هم د فیوډالانو او خانانوواک یې هم نه خوښیده چې ښې ښې بیلګې یې په دې اړه هاشمي راټولې کړي دي، مخکې مې یادونه وکړه چې په دې کتاب کې بیلا بیل د ويښو زلمیانو اهداف د الفت په ویناوو کې ښودل شوي دي.
د لیکوال د داسې علمي پنځونو په هیله!
صدیقمل