پوهنیار سیداصغر هاشمي –
د استاد الفت ټوله منظومه وينا هنريت او شعريت لري او د هر لوستونکي او اورېدونکي د زړه اواز دی.
استاد شاعر و، د خپلې ټولنې له ټولو نيمګړتياوو خبر او د هغوی اميدونه او ارزوګانې يې بېرته ټولنې ته وړاندې کولې.
د محتوا، منځپانګې، معنا او پيغام له مخې يې شعرونه هر ډول مضامين درلودل، چې په تېرو صفحو کې يې يادونه وشوه.
د شکلي او جوليز جوړښت له مخې د استاد الفت شعرونه په درېيو برخو وېشلی شو، هغه شعري کالبونه، چوکاټونه او ځېلونه چې له عربي ژبې پښتو ژبې ته راغلي دي، دېته عروضي، مشترک او ختېزې شاعرۍ ډولونه وايي، پښتو ژبې ته دغه کالبونه ځينې له عربي ژبې نه فارسي او بيا پښتو ته راغلي دي.
دغه کالبونه (غزل، قصيده، څلوريزه، مثنوي، مستزاد، مربع، مخمس، مسدس، مثمن، معشر، ترکيب بند، ترجيح بند، ترکيب بند ذوالقافيتين او داسې نور) له عربي ژبې پښتو ژبې ته راغلي دي.
استاد الفت د شعري کلياتو ډېر شعرونه د شکلي او جوليز جوړښت له مخې غزلې، قصيدې، مثنوي، مستزاد او څلوريزې لري.
د استاد ګل پاچا الفت په شعرونو کې دويم ډول د هغو شعري کالبونو چوکاټونه دي، چې له انګرېزي ژبې پښتو ژبې ته راغلي دي، دېته (نوي شعرونه) وايي، په (نوې شاعرۍ) کې له ټولو مهم ژانر آزاد شعر دی، چې د استاد الفت شعري کليات (د نوي شاعرۍ) کالبونه او ځېلونه هم لري.
د استاد الفت په شعري کلياتو کې درېيم ډول د هغو شعري کالبونو چوکاټونه او کالبونه دي، چې د پښتنو خپل مال دی او له نورو ژبو پښتو ژبې ته نه دي راغلي، دې ته ولسي، فولکوريک او شفاهي ادبيات وايي.
د استاد په ټول ديوان کې د ختيزې شاعرۍ ډولونه، نوې شاعرۍ ډولونه او ولسي شاعرۍ ډولونه او کالبونه موجود دي.
د جوليز جوړښت له مخې استاد الفت پورته درې ډوله شعرونه په ډول ډول کالبونو کې لري، چې اکثره شعرونه يې هنريت او شعريت لري، چې د شعر له اساسي توکو د مفکورې برخه پکې ډېره پياوړې ده.
د استاد په شعري کلياتو کې د عروضي يا ختيزې شاعرۍ غزلې او ډولونه یې په لاندې ډول دي:
غزل:
د استاد الفت شعري کلياتو کې غزلې او د غزلو ځينې ډولونه شته دي، په پښتو شاعرۍ کې غزل يو له هغو شعري چوکاټونو څخه دی، چې ډېر شاعران د خپل شعر ليکلو ابتدا له دې کالب يا چوکاټ ځنې کوي.
پښتو ژبې ته راغلي د ختيزې (عروضي) شاعرۍ کالبونو او چوکاټونو کې غزل هغه کالب دی، چې د پښتو ژبې شاعران ورځنې ډېره ګټه اخلي.
ځوانو پښتنو شاعرانو ته هم غزل داسې يو فورم دی، چې د دوی قلم په کې ښه ازمېښت کولای شي، اکثره ځوان شاعران په همدې فورم کې خپل وزن ښه پخوي او بيا په نورو فورمونو او چوکاټونو کې هم شاعري کولای شي.
پخوا به د غزل په فورم کې هغه مسايل راتلل، چې په ټوليز ډول يې غنايي او عشقي مسايل پخپله غېږه کې رانغاړل، وروسته بيا د غزل ځولۍ د ژوند له نورو رنګارنګ ګلونو ډکه شوه او اوس غزل تر دې بريده رسېدلی، چې يوه مسره کې يې ناخوالې او په بله کې يې د ژوند د خوږو رنګارنګي بيانېدای شي.
د استاد الفت ډېرې غزلې عشقي او غنايي مسايل نه لري او د غزلو ډېره برخه يې اصلاحي، انتقادي، رياليستک، اخلاقي، ديني، ټولنيز، ښوونيز او روزنيز او داسې نورې محتواييز او منځپانګيز ډولونه لري.
د غزلو هغه پخوانی عنعنوي پېژندنه د استاد ګل پاچا په غزلونونه تطبيقېږي، ځکه چې د استاد غزلې له عشقي مسايلو سربېره نور هر ډول مضامين لري.
غزل عربي کلمه ده او له همدې ژبې څخه پښتو ته دا فورم راغلی دی، دا هغه شعري چوکاټ ته وايي، چې مطلع ولری، يعنې د سر بيت يې اکثره مصرع (هم قافيه) وي او د بل هر بيت دويمه مسره يې قافيه ولري او د مطلع قافيه تعقيب کړي، د بيتونو شمېر يې له ۵- ۱۵ بيتونو پورې وي، د څپو شمېر يې معمولا سره برابر وي، پښتو ژبه کې له اووه څپه ايزو غزلو نه نيولی تر پينځلس څپه ايزو غزلو پورې شته دي، په غزل کې قافيه اساسي توکی دی، خو رديف اختياري دی، که چېرې رديف د غزلو په مطلع کې راوړل شي، په نورو هغو بیتونو کې، چې قافيې شته دي، د رديف راوړل حتمي دی.
د جوليز جوړښت له مخې د استاد الفت شعرونه ډېرې غزلې لري، چې د نمونې په ډول يوه بېلګه راوړم:
په زړه کې عشق د ښکلي يار ښه دی
په سر کې فکر د دلدار ښه دی
چې مرور آشنا پخلا کاندي
يوې جرګې ته يو ريبار ښه دی
ټولو سازونو سرودونو څخه
د مهرويانو شرنګهار ښه دی
چې ښکلي ناست وي او نازونه کوي
د مکېزونو تود بازار ښه دی
د اشنا مينه کې چې هرڅه هېر شي
هسې جنون هسې خومار ښه دی
په دروېزه کې ديدن مومي د يار
عاشق ملنګ او خوار و زار ښه دی
چې په حجرو کې يې د عشق سندرې
هره شپه اورم ننګرهار ښه دی
د استاد الفت له شعري کلياتو پورتنۍ راغلې نمونه يو اووه بيتيزه غزله ده، چې د غزل د عنعنوي پېژندنې په نظر کې نيولو سره عشقی او غنايي منځپانګه لري.
يار، دلدار، ريبار، شرنګهار، بازار، خومار، خوار و زار او ننګرهار په کې د قافيې توري دي، چې دوه لومړني نيم بيتي يې سره همقافيه او ورپسې هر دويم نيم بيتي له مطلع سره په قافيه کې يو شان دی.
د استاد ګل پاچا الفت ډېرې غزلې عشقي مسايل نه لري، بلکې نور ډول ډول منځپانګې لري، چې لاندې نمونه يې يو ښه مثال دی:
لاس به وانه خلم له ژوند که مې دواړه لاسه پرې کا
ځم په سر د ژوند په لاره که مې څوک پښې ارې کا
که مې وکاږي دوه سترګې ژوند ته ګورمه په مينه
زړه له ژونده نه تورېږي که ژوندون تورې تيارې کا
د نمرود په اور که سوځم له ژوندونه بېزار نه يم
د بلا په خوله کې هم لا ژوندون ماته اشارې کا
ژوند مې خوښ دی په هر حال کې د ژوند مينه راسره ده
همدغه مينه په زړه کې را پيدا ښې ښې اسرې کا
ژوند قوت دی حرکت دی مخکې تلل دي محبت دی
د ژوندون د باغ بلبله شپه او ورځ دغه نارې کا
مايوسي لويه ګناه ده مرګ دی مړينه ده فنا ده
په اميد ژوندون ته ګورم که چړې راته تېرې کا
ژوند چې هر څنګه وي ښه دی، هر څوک غواړي چې ژوندی وي
مګر ژوند د غلامۍ دې خدای برباد خاورې ايرې کا
که نور هيڅ نه شئ کولی وچ او شنډ شئ غلامانو
غلامان چې پيدا نه شي باداران به بېچارې کا
د استاد الفت پورتنی غزل ټولنيزه محتوا لري او ژوند پر اهميت غږېدلی دی، د استاد الفت په شعرونو کې د غزل له ډولونو ځنې لاندې ډولونه شته دي:
بې رديفه غزلې:
هغه غزل ته وايي، چې رديف ونه لري او په قافيه پای ته رسېدلی وي، چې د استاد ګل پاچا الفت په شعرونو کې بې رديفه غزلې ډېرې پيدا کېږي، لکه:
ښه کېږم که بد کېږم که له ښو بدو بېلېږم
پرېږدمه هوښياري دلته زه ځمه روانېږم
له عقله سره نه ځم محبت مې چېرته بيايي
اول قدم مې دا دی، چې له دې خلکو تېرېږم
له رسمه او رواجه منده اخلمه او ځغلم
بې دغسې شتابه هغه ځای ته نه رسېږم
هر رنګه لغزشونه د مستانو مې قبول دي
د هر چا په نظر کې که هر څنګه معلومېږم
که سر ځي او که مال ځي که عزت او اعتبار ځي
د عشق په ميخانه کې په رڼا ورځ داخلېږم
راټول عالم چې پرېږدمه له هر څه نه جدا شم
مجنون به يم خو هر وخت به ليلی سره يادېږم
[[
پورتنی غزل شپږ بيتونه لري او د قافيې توري يې (بېلېږم، روانېږم، تېرېږم، رسېږم، معلومېږم، داخلېږم او يادېږم دي) او رديف نه لري.
د استاد الفت بې رديفه غزلې د معنا له مخې هر ډول مضامين لري او له پينځو بيتونو څخه تر پينځلس بيتيزو پورې دا ډول غزلې لري.
رديف لرونکي غزلې:
د غزل د کالب او چوکاټ هغه بڼه ده، چې د قافيې ترڅنګ رديف هم لري، رديف هغه يوه يا څو کلمې دي، چې له قافيې څخه وروسته په يوه شکل او تر ډېره حده په يوه معنا تکراري راځي.
د استاد الفت شعري کليات د بې رديفه غزلو ترڅنګ رديف لرونکي غزلې هم لري، لکه:
عاشقانو سره وېره د سر نشته
هسې نه چې د عشق لار کې خطر نشته
فرهادي عزم له عشقه پيدا کېږي
د عاشق په مخکې هيڅکله غر نشته
کارغه نه رسي مقام ته د بلبلو
ورسره د عشق او مينې وزر نشته
عشق او مينې د بورا مينه ګلزار کړه
سعادت ته بله لار د بشر نشته
د زاهد په امسا باندې جهاد نه شي
غازي نه دی ورسره که خنجر نشته
د عاشق په برخه دار دی رسېدلی
د منصور جلوه په سر د منبر نشته
سربازي د عاشقانو لوی صفت دی
د خليل له سرو اورونو حذ نشته
په کوم ځای کې چې فرهاد او مجنون نه وي
هلته سترګې او صاحب د نظر نشته
پورته راغلی رديف لرونکی غزل دی، چې اته بيتونه لري، د قافيې توري يې (سر، خطر، غر، وزر، بشر، خنجر، منبر، حذر او نظر دي) او د رديف توري چې له ټولو قافيو وروسته راغلي دي (نشته) دی.
د استاد الفت شعري کليات له غزلو، بې رديفه غزلو سربېره رديف لرونکي غزلې هم لري.