ګل پاچا الفت

پښتو ژبه درې ادبي دورې لري، چې د پای دوره يې د معاصرې (درېيمې) دورې په نوم يادېږي.

په افغانستان کې پښتو ادبيات درېيمې دورې کې درې مهم پړاوونه لري:

د روښانتيا پړاو، د ويښتيا پړاو، د اوښتون پړاو، څلورم پړاو چې کېدای شي د سمون پړاو يې وبولو، نوی پيل شوی دی.

درېيمې دورې ادبيات د محتوا، شکل، ژانرونو او قالبونو له پلوه له دويمې دورې سره ښکاره توپير لري.

د مضمون او محتوا له پلوه درېيمې (معاصرې) دورې ادبياتو کې نوي فکري او سياسي تمايلات (نيشنلېزم، سوسيالېزم، ليبرالېزم) او نوي هنرې قيودونه، لکه ريالېزم او نور نوي ادبي ژانرونه، لکه ناول، لنډه کيسه، نوی شعر، ادبي ټوټې، طنز او نور رامنځته شوي دي.

په درېيمې دورې کې هر پړاو له بل پړاوه په ادبياتو کې ځينې توپيرونه درلودل او د دې دورې نامتولیکوال، مفکرشاعر، ژبپوه او ادبپوه استاد ګل پاچا الفت درېيمې دورې کې د دويم پړاو (ويښتيا پړاو) له سر لارو ځينی دی.

د ويښتيا پړاو تر زياتې اندازې د ويښ زلميانو له سياسي غورځنګ سره اړه لري، د پښتو ژبې تقريبا ټول نامتو ليکوالان او شاعران د ويښ زلميانو په سياسي سازمان کې شامل وو او له همدې لامله د ويښتيا د دورې اکثره شعرونه او ليکنې اجتماعي – سياسي رنګ درلود.

د ويښتيا پړاو ادبي مېتود انتقادي ريالېزم و، چې په عمده توګه د اداري فساد، بيروکراتېزم، اختناق، ظلم او زياتي، بې عدالتي، نامساوات، استثمار (په تېره د خانانو او ملايانو له خوا د بزګرانو استثمار) پر ضد مبارزه پکې منعکسه شوې ده او همدارنګه د ښځو دموکراتيک حقوق، ټولنيزو سياسي رفورمونو او د اقتصادي حالت د ښه والي لپاره مبارزه د يادونې وړ ده.

د ويښتيا دورې په ادبياتو کې کله کله د سوسيالېزم او ريالېزم بېلګې هم ليدل کېږي، خو ددې وخت مسلط ادبي مېتود انتقادي ريالېزم دی، چې د شعر، لنډې کيسې، ادبي ټوټو، ډرامې، طنز او ادبي مقالو په بېلا بېلو ژانرونو کې يې ځان ښودلی دی.

د استاد ګل پاچا الفت ادبي ټوټې د انتقادي ريالېزم ډېرې نمونې لري او په شعرونو کې يې هم انتقادي برخه زښته زياته ده، دی د ويښتيا پړاو نامتو شاعر، څېړونکی، د هنري نثر او ادبي ټوټو ليکوال او ادبي طنز ليکونکی دی. (۱۶: ۸۶ ـ ۸۷)

کورنۍ، زوکړه او ټاټوبی:

استاد ګل پاچا الفت په ۱۲۸۸ لمريز کال، ۱۹۰۹ ميلادي کال د لغمان ولایت، د عزيز خان د کڅ د منصور کلي په يوه علمي او روحاني کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولي دي.

پلار يې میرسيد پاچا او نيکه يې سيد فقير پاچا نومېده.

شمس الحق پيرزاده پخپله يوه ليکنه کې چې (الفت څوک دی؟) تر سرليک لاندې د ګل پاچا الفت د کورنۍ او زوکړې په اړه مفصلې خبرې کړي، چې زه يې لنډيز را اخلم:

ګل پاچا الفت اصلاً د لغمان ولايت د قرغيو د ولسوالۍ د دره فرنګ نومي کلي اوسېدونکی و، پلار يې میرسيد پاچا د هغه وخت د ايجاباتو او شرايطو سره سم د قرغيو د ولسوالۍ يوې بلې محلې ته چې د عزيز خان کڅ يادېږي راغی او همدلته مېشته شو، وخت او زمان تېرېده او د مير سيد پاچا اړيکې د عزيز خان د کڅ د اوسېدونکو سره ټينګېدې او پخېدې، تر دې چې همدلته يې عمري ژوند اختيار او خپل کور يې هم د عزيز خان په کڅ کې ودان کړ.

د استاد د نسب لړۍ د پيرانو پير شيخ عبدالقادر جيلاني رحمه الله په واسطه حضرت فخر کاينات محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم ته رسېږي، خو له ښه مرغه هغه چېرې هم نه دي غوښتي چې ددغه عالي نسب افتخار، په يو اوبل رنګ د فاني دنيا پر مال او متاع بدله کړي.   (۱۱: ۱۴)

د کورنۍ له خوا پرې د ګل پاچا نوم کېښودل شو، دا ماشوم لوی شو، د مکتب شو او بالاخره يې پر ليکنو پيل وکړ.

دې پرځان د الفت تخلص کېښود، پوهاند عبدالحی حبيبي صاحب وايي: د ګل پاچا الفت سره دا د الفت نوم ډېر وړ دی؛ ځکه چې زړه يې له الفته ډک دی.

خو د وخت او شرايطو له امله پر ځينو ليکنو يې د مستعار نومونو: (ظريف افغان، کجوروال، علاقمند، محتاج، ستمديده، نواموز، نادار، ارزومند، نکته رس، نکته دان، منتظر، شاهد، حق بين، منصف، حق پسند، دلسوز، امنيت خواه، لغت دان، پارلماني وکيل، دقت پسند، اعتدالي، ملتفت، قانوني، خپل، بې زړه، ا.ط.ګ) راوړي دي.(۷: ۲)

د الفت نثري کليات، دويم ټوک د پروفيسور عبدالله بختاني صاحب د زوی عبدالرحيم بختاني په زيار او زحمت راټول شوی دی.

په دې اثر کې ډېرې هغه نمونې د الفت صاحب تر سترګو کېږي، چې په مستعار نوم ګل پاچا الفت خپرې کړي دي او د بختاني صاحب په واسطه يې زوی ته ښودل شوي او په دويم ټوک د نثري کلياتو کې راټول شوي دي.

د الفت نثري کليات، دويم ټوک، ۵۷۴ مخ کې د (ازادی ګفتار) په نامه ليکنه د (ظ) په نامه چې د ظريف مخفف دی، په ۶۱۹ مخ کې (کيست) د (نواور) په نامه، په ۶۱۷ مخ کې د (سخاوت نه دی قرباني ده) په (ناظر) مستعار نامه راغلی دی او داسې نور ډېر مثالونه هم په دویم ټوک کې شته دي. (۴: ۶۱۶ ـ ۶۱۹)

زده کړه، ژبې او دندې:

استاد ګل پاچا الفت په سيستماتيک ډول زده کړه نه ده کړې، خو بيا هم کوم استعداد او ذکاوت چې الله تعالی ده ته ورکړی، خپلې ټولنې ته يې ډېر خدمتونه وکړل.

زده کړه:

استاد ګل پاچا الفت په منظم ډول زده کړه کړې نه وه، خو زما په پوهه په اجتماعي علومو کې يې ډېره مطالعه درلوده.

صاحب ګل مموزی (د ګل پاچا الفت پښتو پالنه) اثر کې د الفت ياد مقالو ټولګې په حواله ليکي: مفکر ليکوال استاد ګل پاچا الفت د ښوونې او روزنې په برخه کې خصوصي زده کړې لري او په رسمي او سيستماتيک ډول کوم ښوونځی او يا د تحصيل کومه عالي موسسه نه ده لوستې، دا ځکه چې په هغه وخت کې رسمي مدرسې يا ښوونځي هلته نه وو، چې استاد په کې زده کړه کړی وای؛ لکه د نورو پښتنو ماشومانو په څېر يوازې له فطرت نه درس واخيست او طبيعت ته دومره ځير شو، چې د فطرت اسرار يې پخپل زور کاته، لوڅ يې کړل او هغه څه يې زده کړل، چې بل چا په مدرسو، پوهنتونونو کې نه وو زده کړي او د وخت مروجه علوم يې د لغمان، ننګرهار او کابل په ديني مدرسو کې، په غير رسمي ډول د هېواد د مشهورو او نامتو علماوو څخه زده کړل، صرف، نحوه، منطق، تفسير، معاني، بيان او د احاديثو کتابونه يې ولوستل او په دې برخه کې زيات معلومات ترلاسه کړل، خو ده په دې زده کړو بسنه او اکتفا ونه کړه؛ بلکې په دې لار کې يې خپلو هڅو ته دوام ورکړ او خپله مطالعه يې نوره هم پراخه کړه.

استاد ګل پاچا الفت د ژوند تر پايه پورې مطالعه کوله، نوي او تازه شيان يې زده کول او نوي مضمونونه يې لوستل، چې د خپل فرهنګي ژوند په بهير کې د نظم او نثر په شکلونو او قالبونو کې خپلو هېوادوالو ته وړاندې کړي دي. (۲۱: ۱۴)

پروفيسور عبدالله بختانی، (استاد ګل پاچا الفت) مقاله، د استاد الفت ياد مقالو ټولګه کې په فارسي ژبې کښلې ده، چې زه يې د زده کړې په برخه کې د کار خبرې اخلم:

(استاد الفت در اغوش ګرم فامیل روحانی اش با تلقینات دینی جان ګرفت.دروس اوليه را در انجا اموخت، سپس به مساجد و مدارس روی اورد، در لغمان، ننګرهار و پروان نزد استادان مشهور زانو زد و علوم متداول دينی را بزبان عربی فراګرفت، با مايه علمی رو به دواير فرهنګی کشور اورد و با پيګيری تا واپسين روزګار زنده ګی در پرتو [ذلک الکتاب لا ريب فيه] و [ن والقلم وما يسطرون] با کتاب و قلم سر و کار داشت.)

ژباړه: استاد الفت خپلې دین دارې کورنۍ کې په ديني زده کړو وروزل شو، لومړنۍ زده کړې خپل کور کې پيل کړې، د وخت په تېرېدو يې مسجد او مدرسې کې زده کړه شروع کړه او د لغمان، ننګرهار او پروان مشهورو استادانو نه ديني علوم په عربي ژبې زده کړه. (۱۲: ۱)

د پروفيسور عبدالله بختاني د وينا په تاييد، استاد ګل پاچا الفت له ماشومتوب څخه د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې له قلم او کتاب سره سر و کار درلود، د هغه ژوند په لوستلو او ليکلو تېر شوی دی، د دغه شريفانه کار او زيار په برکت له هغه نه ملي او بين المللي لوی او لوړ شخصيت جوړ شو، چې د پراخ شهرت او عام محبوبيت خاوند دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *