۱۳۹۳ مالی کال د اقتصادی فعالیتونو د کموالی اوسستوالی نه یو ډک او ستونزمن کال وو چې مهم لاملونه یی د نړیوالو قواؤ خارجیدل او د حکومت سیاسی انتقال پروسه وه. همدارنګه د امنیتی حالاتو خرابیدل خاصتا ً په سرحدونو کې چې له امله یی د ګمرکونو ځینی کارکوونکې تهدید، اختتاف او حتی له مینځه یوړل شول، چې په پایله کې یی د کارکوونکو د ویری او تشویش سبب وګرځید. ددی ستونزو سربیره ګمرکونو وکولای شول چې په (۱۳۹۳) مالی کال کې (۴۴.۸) ملیارده افغانۍ د دولت ملی بودجی ته راټولی کړی. له بله پلوه د سوداګرۍ په ارقاموکې د تیر کال په پرتله ( ۷) سلنه کموالی راغلی دی. همدارنګه د ګمرکې اظهارنامو په ارقاموکې ( 14 ) سلنه او د تعرفی په اوسط رقم کې هم د تیر کال په پرتله کموالۍ راغلی دی. له بلی خوا د پورته کمښتونو سره سره د هری اظهارنامی په عوایدو کې په اوسط ډول ( ۴ ) سلنه زیاتوالی راغلی دی او دا په ګمرکونو کې د موثریت زیاتوالی په ډاګه کوی.
د دی څخه علاوه د ګرځنده څارنی او خطراتو د مدیریت د فعالیتونو په عوایدو کې د تیر کال په پرتله ۱۸۰ سلنه اضافه والی راغلی دی. پاتی دی نه وی چې د دی کال په درشل کې (۲۱۸۰۲) ګرامه طلا و نیول شوه چی د هغی څخه جرایم او ګمرکی محصول واخیستل شو او همدارینګه ( ۲۵۲۹۱) ګرامه هیروئین او ځینی پریکرسرونه او ممنوعه مالونه ضبط کړل شول.
د ګمرکی سیستومونو په برخه کې: د ګمرکونو اداری پدی برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی د بیلګی په توګه؛ د اسیکوډا ++ ماډیول تبدیلیدل نړیوالی اسیکوډا ته او د هغی پلی کول په لویو مهمو ګمرکونو کې ستر ګام بلل کیږی. د داخلی ټرانزیټ ( T1 ) سیستم او د نړیوال ټرانزیټ ( T2 ) سیستم د نوی نړیوالی سیستم سره تړل یو بل ستر قدم وو چې د ګمرکونو په برخه کې و اخیستل شو. همدارنګه د نړیوالی اسیکوډا د اظهارونی سیستم (DPS ) په کابل ، کابل هوائی ډګر، خوست ، کندهار، هرات ، آقینه ، تورخم اود اسلام قلعه ګمرکونو کې پیل شو. ددی ټولو فعالیتونو سره اوس د ( ۹۰ ) سلنی څخه زیات سوداګریزی چاری د نړیوالی اسیکوډا د اتوماتیک سیسټم پواسطه پوښل شویدي. د یادولو وړ ده چې د ګمرکی پروسی د ښه کنټرول او سهولت به خاطر د خطر مدیریت ماډیول په ۷ ګمرکونو کې عملی شو.
د اصلاحاتو او د پراختیا په برخه کې: د ګمرکونو اداری خپله د ۱۳۹۳ کال پراختیایی بودجه ۹۸ سلنه په مختلفو پروژو کې په مصرف رسولی ده. د کندهار او خوست ګمرکونو اداری تعمیرونه ، د نیمروز ګمرک ګودامونه او دلابراتوار ساختمان، د اندخوی ګمرک د موټرو تم ځای او داسی نوری پروژی تکمیلی شوی دی. د ګمرکونو ملی اکاډمی په عصری توګه جوړه او په فعالیت یی شروع و کړه. دظرفیتونو د لوړوالی په برخه کې ( ۲۹۰ ) تنه کارکوونکې د افغانستان د ګمرکونو په ملی اکادمی کې وروزل شول. پاتی دی نه وی چې ( ۳۰۰ ) تنه کارکوونکې د هیوا د څخه بهرته د لنډ مهاله زده کړو لپاره واستول شول.
ننګــــــونی: د افغانستان ګمرکونه د یو سلسله داخلی او خارجی ننګونو سره مخ وو او دی. د مسلکې کارکوونکو کموالی، د کارکوونکو د تنخواګانو ټیټوالی، د ګمرکی ترسره کونو لپاره د تخنیکی وسایلو او سامان آلاتو کموالی او په ځینی ګمرکونو کې د تعمیرونو نه شتون د داخلی ننګونو عمده بیلګی دی. د خارجی ننګونو په برخه کې باید وویل شی چې د ښه امنیت نه شتون سوداګریزو چارو او عوایدو راټولوته لوی تهدید بلل کیږی. همدارنګه خلاص سرحدونه د ګاونډیو هیوادونو سره دی ته زمینه مساعده کړی چې مالونه په قاچاق ډول هیواد ته داخل او یا خارج شی، چې په پایله کې یی د دولت عوایدو ضایع کیدو لامل ګرځي. بله عمده ننګونه په سرحدونو کې د اړونده ادارو له خوا د همغږی او همکارۍ کموالی دی چې د سرحد او مالونو په کنترول باندی ناوړه اغیزه کوی.
د ګمرکونو اداره د عوایدو په راټولو او د قانون په تطبیق کې کلک او لوړ تعهد لری