مطبوعاتي اعلامیه

کابل، د 1392 کال د سلواغې 14 مه

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معینیت پرون د ګمرکونو نړیواله ورځ ونمانځله. په دې غونډه کې د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي ګل مقصود ثابت، د ګمرکونو عمومي رئیس ښاغلي نجیب الله وردګ، د خصوصي سکتور استازو او د ګمرک کارکوونکو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې ویناوالو د ګمرکونو د عصري کولو، د کارکوونکو د کاري وړتیاؤ د لوړولو او د ګمرکونو په برخه کې پر ستونزو خبرې وکړې. د خصوصي سکتور استازو په ګمرکونو کې د سیستمونو د جوړیدو له امله خوښي وښوده او د ګمرکونو او د خصوصي سکتور ترمنځ یې د لا همغږیتوب هیله څرګنده کړه .

د ناستې په پای کې د ګمرکونو او خصوصي سکتور لایقو او تکړه کارکوونکو ته د نړیوال ګمرک ستاینلیکونه ورکړل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *