په دې کې شک نشته چې غرونه، سیندونه، ځنګلونه او څړځایونه د یوه هېواد په سمسورتیا او ښکلا کې خورا مهم رول لري او د یوې غوره عایداتي سرچینې په توګه یې ټول پالنه او روزنه کوي.

له بل طرفه د یوه هېواد په اجتماعي، اقتصادي، روغتیایي او رواني حالت هم مثبت اغېز لرلی شي، د ولس د هغې کتلې روحي حالت تل د چاپیریال له دې حالت سره تړون لري چې شاوخوا یې ژوند کوي، اقتصاد او روغتیا یې هم ورپورې تړلې وي.

د افغانستان د ښکلاګانو په منځ کې که یوازې د کابل سیند د منفي اثراتو او پکې د راټول ګند په اړه ووایو، نو پورتنیو ټولو ښکلاګانو ته به مخ ته د سوالیې علامې کېږدي.

له ولایاتو او ګاونډیو هېوادونو څخه کابل ته په راتلو هغو ځوانانو ته د جغرافیې مضمون خبرې بیخي دروغ ښکاره شي، چې د کابل سیند د اوږدوالي، ښکلا او مشهورتیا په اړه یې لوستې دي.

دوی د کابل سیند په اړه یوازې همدا اورېدلي چې دغه سیند د هېواد له مشهورو سیندونو څخه دی او د مشهورتیا او مهمتیا اغېز یې هله نور هم زیات شي، چې د معاونینو په توګه ورسره د لوګر، پنجشیر، علیشنګ، علینګار او کونړ سیندونو د یو ځای کېدو خبره جوخته راشي.

د برېښنا پرسر له پاکستان سره د لسیزو په جنجال کې هم د کابل سیند نوم د لست په سر کې دی او دعوه داران ټول پدې ستړي دي، چې د کابل سیند اوبه هېڅ بې هېڅه پاکستان ته توېږي او دا او هغه.

په پاکستان مو د هېواد یو کاڼۍ هم ندی پیرزو، خو خبره چې د زراعت او انرژۍ په سکتور کې د کابل په سیند یادېږي، نو په هماغه ارزښت ورته قایلېدل هم په کار دي.

هم ولس او هم دولت؛ د دواړو غاړو مسوولیت ګرځي چې د چاپیریال ساتنې او غوره چاپیریال د نمونې په توګه ددې سیند په ساتنه او له ګندونو څخه په پاکونه کې برخه واخلي.

په جغرافیې مضمون کې مې دا توپیر کله هم نه هېرېږي، بلکې هر ځل کابل ښار ته په راتلو مې په مغز  کې کړنګېږي، چې یوازې د نړۍ د دوو ښارونو په منځ کې سیندونه تېر شوي دي. د لندن ټایمز سیند او کابل سیند، چې یو یې د اوبو ډکه خزانه ده او دا بل یې د ګندونو په خزانې شهرت موندلی دی.

په ۱۳۶۸ لمریز کال کې کابل سیند، کابل ښار ته لکه د ټایمز سیند په شان ښکلا بښلې وه، په سیند کې روانو پاکو اوبو د ښاري فرهنګ غوره نمونه ښودله، خو د تخنیک، پرمختګ او سیاست په ننني دور کې زموږ د فرهنګ نښه اوس دغه شان ده (؟)

سیاست کوو، خو نامعقول، خپل حق غواړو، خو یوازې په خوله، کار کوو، خو داسې یې نه کوو، چې ګټه یې و وینو او یا یې د پلان په اساس وکړو.

نن د یوه کاندید شعار هم دا ندی چې د ژوند له دغې سطحې زموږ د ټولنې د حالت ښه کولو لپاره پلان ولري او ولس هم لکه ړوند په امسا پسې روان وي.

دا سیند په لومړیو کې د روحي ارامۍ، ښکلا او ارامښت یوه نمونه وه، خو په کورنیو جګړو کې یوازې د وینې د یوې ویالې کار ترې واخستل شو او اوس د ګندونو د یوې خزانې لپاره کارېږي او بس.

د ګندونو امبارونو پکې د ښار ټوله وضع بدله کړې، د بد بوی له وجې ټول ښاریان په روحي ناروغۍ اخته دي او د معتادینو لپاره له یو پټنځای او ارامځای زیات کار نه ورکوي.

آخر دا هم پلازمېنه ده، د یوه هېواد د ښاري فرهنګ پر استازیتوب سربېره، اسلامیت، مسوولیت، ارزښت او د ژوند لوری مو ترې معلومېږي. که له ځانه سره مرسته کوو او خپل استازیتوب کوو، نو په سمه توګه ددې ماموریت د ترسره کېدو لپاره له دې سیند سره د خپل کور چلند وکړﺉ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *