کله مو فکر کړی له ګوتو څنګه او په کوم میکانیزم ټکونه ایستل کیږي

څیړاندو دغه راز موندلی دی چې څنګه د ګوتو په را کاږلو سره له مفصلونو ټکونه پورته کیږي

ځینې له دغه کاره خوند اخلي او ځینې ترې کرکه کوي خو ښايي ډیرو دا فکر کړی وي چې دغه ټکا او غږ څرنګه جوړیږي؟

څیړاندو د )ام ار ای( د سکن په وسیله دغه راز موندلی.

موږ ټول پوهیږو چې په مفصلونو کې یو ډول مایع موجوده وي دغه مایع د مفصلونو له حرکت سره مرسته کوي کله چې موږ خپلې ګوتې را کاږو او مفصلونه له یو بله لیرې کیږي دلته د مفصلونو ترمنځ په دغو اوبو کې له ګازو ډکه یوه تشه یا خالیګاه جوړیږي ، دا حالت دې ته ورته وي چې تاسو یو ځاي واکویم کوئ یعني تشوی ېې، کله چې مفصل را کش کړاي شي نو د مفصلونو په منځ کې فضا ارته شي او دغه اوبه ټوله فضا نه شي ډکولی نو په دغه حالت کې د مفصلونو د ټکا غږ اوریدل کیږي.

دغه څیړنه د کاناډا په البرټا پوهنتون کې شوې ده د دې لپاره چې دغه حالت ښه انځور شوی وي د دغه پوهنتون پروفیسور«ګریګ کواچوک» د یوه اورتوپیډي ډاکټر په مرسته له خپلې ګوتې د ام ار اي په وسیله په داسې حال کې فلم برابر کړ چې د خپلې ګوتې مفصل ېې کش کاوه او ټک ېې ترې اییسته.

ددې څیړنې هدف دا ؤ چې د مفصلونو ددغو غږونو په مټ د مفصلونو روغتیا معلوملی شو هر څومره چې دغه غږ رسا او سم وي ممکن هومره مفصل سالم وي.په دې هکله ددغه ټیم کار لا دوام لري.

د فلم په کتلو سره ممکن خبره نوره هم درته روښانه شي :

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *