تاند- داسې لپ ټاپ جوړ شو چې د ګوتې په لمسولو چالان او ګول کېږي او د خپل خاوند د ګوتې نښه پېژني.
تر دې وړاندې دا ډول موبایلونه ډېر راوتلي خو دا لومړی ځل دی چې ګوګل کمپنۍ د کروم بوک په نوم د ګوتې په لمسولو د لپ ټاپ د کار کولو د اختراع حق ثبت کړ.
دا لپ ټاپ د خپل کاروونکي د مخ وضعیت ته په پام خپله شیشه یا سکرین تنظیموي.
نو که د لپ ټاپ کاروونکی پر چوکۍ تکیه وکړي، د لپ ټاپ شیشه په اتومات ډول او بې له دې چې کاروونکی یې ځان ته تنظیم کړي، خپل وضعیت بدلوي.
په حقیقت کې د لپ ټاپ سکرین خپل وضعیت د کاروونکي د ناستې حالت ته په کتو بدلوي.
په دې لپ ټاپ کې څو سیسنرونه ځای پر ځای شوي چې یو یې د کاروونکي او سکرین ترمنځ واټن سنجوي، بل د ګوتې لمس پېژني او یو بل سینسر د کاروونکي د مخ وضعیت مېچوي چې سکرین هغسې تنظیم کړي چې کاروونکي ته یې سم ښکاري.