تاند- داسې یو ایس بي ۳ فلش میموري جوړه شوه چې یوازې هغه کسان ورڅخه کار اخیستلی شي چې د ګوتې نښې یې پکې مخکې تر مخکې خوندي شوې وي.

پخوا هم داسې فلش میموریانې جوړې شوې وې چې د موبایلونو په شان د ګوتې په نښه یې کار کاوه، خو د دې یوې ځانګړتیا په دې کې ده چې د ۱۰ تنو د ګوتو په نښو هم کار کوي.

د دې فلش میموري له لارې د معلوماتو د لېږدولو حداکثر سرعت په یوه ثانیه کې ۱۵۰ میګابایټه دی او د کاروونکي د ګوتې نښه تر یوې ثانیې په لږ وخت کې پېژني.

لکسر کمپنۍ، چې دا فلش میموري یې جوړه کړې، وايي د دې فلش میموري د ۳۲ ګېګابایټه بیه ۳۳ ډالره اېښودل شوې او همداراز د ۶۴، ۱۲۸ او ۲۵۶ ګېګابایټو نمونې یې هم ژر راوځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *