تاند- په هند کې یوې څېړنې ښودلې چې د ګوجر قوم او پښتنو ډي این اې (DNA) ورته والی لري.

په دې څېړنه کې، چې د هند د حیدراباد د ډي این اې په (Centre for DNA Fingerprinting and Diagnostics CDFD) مرکز کې شوې، څرګنده شوې چې د جمو د سیمې ګوجر قوم د افغانستان او پاکستان له پښتنو سره نژدې والی لري او د کشمیر د لداخ قوم د پاکستان له سندیانو سره.

دوی وايي چې د جمو د سیمې د ګوجر قوم  پر (Y) کروموزوم څېړنې ورته وښوده چې دا قوم د پښتنو له بېلابېلو کوچي قومونو او دغه راز هغو ګوجرو سره ورته والی لري چې د افغانستان په کندوز او بغلان کې اوسي.

ګڼ شمېر ګوجر په سالنګ، بغلان، کندوز، تخار او بدخشان کې کې اوسي. په وروستیو کلونو کې په ځانګړي ډول په بدخشان او تخار کې د هغوی جایدادونه غصب شوي او ډېر زور زیاتی ورسره شوی دی.

په څېړنه کې څرګنده شوې چې د لداخ قوم په پرتله د ګوجرو په منځ کې جنیټیکي توپیر لږ دی.

د ډي این د څېړنې په پایله کې دغه راز څرګنده شوې چې  لداخ قوم د چین له یغورانو او هان قومونو او د نیپال له ماګر (Magar) سره هم ورته والی یا نژدې والی لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *