پکتیکا

علي محمد نظري ـ ښرنه

د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ خلکو او ولایتي شورا وایې ، د ګومل په پېښه کې وژل شوي کسان ټول بې ګناه ولسي وګړي دي او دولت دې ددې پېښې ژر پلټنه وکړي.

دوی دا څرګندونې د جمعې په ورځ د ښرنې ښار په جامع جومات کې دشهیدانو د دعا تر اخیستلو وروسته خبریالانو ته وکړې.

د ګومل قومي مخور او پخوانی سناتور محمد حسن وایې ، د ګومل ولسوالۍ د نعمت آباد په سیمه کې د امریکايي ځواکونو په وروستي هوايي برید وژل شوي ۱۷ تنه ټول دسیمې بې ګنا او غریب وګړي دي.

نوموړی وایې چې یاد کسان له هیڅ کومې وسله والې او دحکومت مخالفې ډ لې سره تړاو نه لري.

محمد حسن وایې : (( د پکتیکا والي د ګومل او پکتیکا له یوشمېر نورو قومونو سره ومنله  چې یاد کسان ولسي وګړي دي او ژمنه یې راسره وکړه چې په رسنیو کې د یادو کسانو بې ګنايي ثابتوي ، ولې ژمنه یې درواغ وه.))

دغه قومي مشر وایې ، ګومل ته دې ژر تر ژر د حکومت یو پلاوی ولېږل شي ، دخلکو مظلومیت دې ثابت شي او د پېښې عاملینو ته دې سزا ورکړل شي.

د پکتیکا دو لایتي شورا مرستیال نعمت الله بابری وايې ، دوی ته دپېښې له لومړۍ ورځې دا څرګنده شوه چې وژل شوي کسان وسله وال طالبان نه ،‌ بلکې عام وګړي دي.

بابری وایې ، اوس دې ولایتي یا مرکزي حکومت ګومل ته د څېړنی په موخه پلاوی واستوي او دادې ثابته کړي چې د بمبار قربانیان څوک دي.

موږ هڅه وکړه چې دیادې موضوع په اړوند د پکتیکا د ولایت مقام نظر واخلو ، خو بریالي نه شو.

د ویلوده چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د پکتیکا دګومل ولسوالۍ اړوند د نعمت اباد په سیمه کې په ډاډسن موټرو کې سپاره یوشمېر کسان ووژل شول چې د سیمې دخلکو په خبره قومي مخور او ځوانان په کې شامل دي او د ځمکې پر سره د راپورته سوې لانجې د حل  په موخه بل کلي ته روان وو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *