له تېرو شاوخوا دریو اونیو راهیسې د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې وشوې او یادې نښتې د دولت د وسله والو مخالفینو په درنو مرګ ژوبلو پای ته ورسېدې.
د یادو نښتو پرمهال د ګومل ولسوالۍ وداني هم زیانمنه شوه،د څښاک د پاکو اوبو ستونزه رامنځ ته شوه او ورته نورو سهولتونو ته لاس رسی ستونزمن شو.
ټاکل شوې چې یاده وداني بېرته ترمیم او ورغول شي نو د ودانۍ تر بیا ترمیم پورې به د ولسوالۍ ورځینۍ چارې په همدې ولسوالۍ کې مېشت شپږم سرحدي کنډک کې ترسره کیږي.
نو په دې اساس له ټولو پکتیکا والو په ځانګړې ډول د ګومل ولسوالۍ له اوسېدونکو څخه هیله کیږي چې د خپلو ستونزو دهواري په موخه شپږم سرحدي کنډک ته چې د لنډ وخت لپاره ورته ولسوالي انتقال شوې مراجعه وکړي.
باید یاده کړو چې د ولسوالۍ د ودانۍ تر بیا ترمیم وروسته به ولسوالي بېرته خپل ځای ته انتقالیږي او خلک به همدې ځای ته مراجعه کوي.
درنښت
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر