عصمت الله زهیر

د پښتو ادب ډګر ته (۱۹۷۸) په راتګ سره د غزل له پلوه په سهېلي پښتونخوا کي د لورلاایي د غزل د بڼ طوطي هري خوا ته په نغمو سر پاته وو، او د دې بڼ مالیار اروا ښاد سعیدګوهر و،که په کشرانو کي (د ادب په ډګرکي زما د دورې ) سبا څوک دا ووایي چي ګوهرصاحب باندي زه زیات ګران وم نو زه به د داسي چاپه قطار کي (د سهېل جعفر او محمود آیاز په ګوایي کي چي زما خبره به راسره تائید کړي ) زه هسکه غاړه ولاړیم …

ګوهرصاحب یو رښتونی او د بېل انداز شاعر و، یو رښتونی پرخدای مین شاعر د هررنګ منافقته خلاص وي مینه لوروي، عاجزي او دروېشي دود ګرځوي او د ګوهرصاحب بدترین مخالفین به هم دا اقرار وکړي چی ګوهر یو سپېڅلی، ایماندار او دروېش مزاج انسان و ، دا چي ګوهر صاحب د میني، خلوص، باور او دوستۍ یو مثال ګرځېدلی و نو ځیرکو خلکو یې له دا معصومیته استفاده هم وکړه او خپله ګوهرصاحب ته هم وروسته په شدت سره د خپل معصومیت او د ځیرکو خلکو د شرارت احساس وسو …

(۱)ګوهرصاحب چي د ځانګړي سبک شاعر و، نور یې دا ځانګړی سبک خپل پاته نسو چي په دا وروستیو کې په شدت سره احساسولو هم ډېر ځورولو…

(۲) د پټي خزانې په خلاف ٫٫پټه خزانه في الحقیقت ،، لیکلو وروسته ګوهرصاحب یو اړخ ته سو د یوازیتوب احساس ورباندي وغوړیدئ …

زه د دې خبري سره هیڅ اتفاق نکوم چي ګوهرصاحب خپله ٫٫پټه خزانه في الحقیقت ،، د قلندر مومند د ٫٫پټه خزانه في المیزان ،،په پیروي کي وکښلو ، د قلندر مومند نیت یو د ګوهرصاحب نیت بل و، قلندر دا کار د یو پروجیکټ په لالچ کي وکړو او ګوهر ته ځینو ٫٫ځیرک،، خلکو دا شکېل پښو ته ورواچوئ ، اصل کي ګوهرصاحب هغوپه خپل مخ کي لوی خنډ احساسولو هم په دا هنر یې د لاري لیري کړو …

په اساسي توګه ګوهرصاحب د غزل شاعر و او په خپلو همعصرو کي یکتاهم وو، دا چي درو یا څلورو په یو رنګ رنګېدلې غزل به لیکله (هم د لورلاایي د غزل د مکتب ږغ  به اوریدل کېدو) خو د ګوهرصاحب مثال پکي ځانګړی وو ، ګوهرصاحب که پرخپل وخت خپله شاعري چاپ ته سپارلې وای دا د سبک پټولو غمیزه به ورسره تکرار سوې نه وای هم دا غمیزه د عطایي ملاسره تکرار سوه ،د عطایي ملا سره هغه هنري او شعري توان او قوت هم هغسي پاته و چي خپل شعري صداقت او واقعیت یې په خلکو ومنلو هم خلکو حق و حقدار ته ور وسپارولو ، لاکن په دا وروستیو کلونو کي ګوهرصاحب له دا هنري او شعري ارزښت څخه هم لاتعلق غوندي سو یو ډول په شعر کي  ٫٫انفعالي تصوف،، ته مخامخ سو ،په ادبي حواله دا د ګوهرصاحب خپله فیصله وه او که بل چا دا مشوره ورکړې وي ، هغه زړه شاعري چي د ګوهرصاحب ځانګړی شناخت ګرځېدلې وه د سبک د پټولو په غم کې د دوهم دور یا د نوي سبک تراش زده شاعري یې (په څیري لمن کي امید) په نوم چاپ کړه چي بیخي په لوستونکو کي د قبول وړ ونه ګرځېده ، یقیناً چي د ګوهرصاحب لپاره غټه غمیزه وه هم یې د ګوهرصاحب په طبعیت کي زیاته تلخي را پیدا کړه …

٫٫پټه خزانه في الحقیقت،، لیکل د ګوهرصاحب فکر څه وو یا یې فکر دې اړخ ته چا را واړولو په د ې خو خدای پوهیږي خو ګوهرصاحب په دې وروستیو شپو کي په دې نتیجه رسېدلی وو چي دا کار یې شاعرانه عظمت او ادبي قد ته لوی زیان واړولو .

ښاغلي واصل واسطي په ٫٫لمبه مجله کوټه ،،کي د ٫٫پټه خزانه في الحقیقت ،،د اعتراضاتو ترتیب وار جوابونو لړۍ را پیل کړه دا د ګوهرصاحب لپاره یوه سخته اروایي ضربه وه ، د ګوهرصاحب طبع شاعرانه وه هغه ته یو شاعر پاته کېدل په کار وو ، هغه د تحقیق د ډګر نه دغزل د ډګر شهسوار وو هم یې پښتو غزل ته اړتیا وه …

د واصل واسطي د جوابونو د لړۍ په منځ کي ګوهرصاحب یو ورځ ( وروسته له دې ملاقاته باخبره خلک هم خبر سول )  له واصل واسطي څخه په یوازیتوب کي د د ې لړۍ د ودرولو هیله په ډېره عاجزي کړې هم وه ( واسطي صاحب مي دي ګواه وي ) او واسطي صاحب د دې عجز او عاجزۍ په عوض رضا وو چي دا لړۍ بس کړي ( دا لړۍ زما په غوښتنه واسطي صاحب را پیل کړه زه د لمبې مجلې سره  مرستیال وم) خو زما دلیل دا وو چي دا لړۍ په کار ده بشپړه سي دا ډول به پر پټه خزانه د یو بل معترض جواب هم په عالمانه توګه وسي ، دا کار بې تا بل څوک په داسي عالمانه توګه او په ادبي پیرایه کي بل څوک ٫٫دلته ،، نسي کولی…

واسطي صاحب دا لړۍ بشپړه کړه چي وروسته پښتو ادبي غورځنګ کوټي ٫٫ادبي مقالې ،،په نوم چاپ هم کړې .

د حنان بارکزي دیوان ترتیبول حاشیې او تلیقات ورباندي اضافه کول د ګوهرصاحب لوی کمال وو، د حنان بارکزي کم وبېش ټول کلام یې پکي را غونډ کړو ، وروسته چي محمدمعصوم هوتک د حنان  دیوان په وروستي ځل چاپ (صحاف ) کړو نو ګوهرصاحب سره مي یو ورځ د هوتک صاحب د حنان د دیوان د چاپ ذکر وکړو او د لهجو د توپیر خبره مي ورسره یاده کړه  ، داسي د تلوسې په حالت کې یو دم راته وویل ــــ

د هوتک صاحب سره مي دا جګړه پاته ده چي د حنان د شعر ژبه یې کندهارۍ کړه ، داسي کول په کار نه وو!

د حنان بارکزي د کوټي دیوان چاپېدو مهال د ( پښتو اکیډیمۍ کوټي ) مشر ښاغلی دروېش درانی وو د دروېش صاحب څخه مي وروسته پوښتنه وکړه چي تاسوخو دا دیوان او د دې قلمي نسخه دواړه به حتماً لیدلي وي د حنان لهجه کندهارۍ وه او که پېښورۍ ؟

د همېش پشان د دروېش صاحب جواب مبهم وو خو دا ورځني روښانه وه چي د حنان د قلمي نسخې لهجه کندهارۍ وه چي وروسته ترچاپېدو یې لهجه یوسفزۍ سوه …

کله چي  ډاکټرلیاقت تابان خپل کتاب ( دحنان او شیدا پرتلیز جاج) چاپولو د حنان د لاس لیکلې نمونه یې له پښتو اکیډیمۍ کوټي تر لاسه کړه او رښتیاهم د حنان د شعر لهجه هم هغه وه چي هوتک صاحب ورځني د حنان دیوان ترتیب کړی دی…

دګوهر صاحب د ژوند په وروستیو کلونوکي یوازي ګوهرصاحب نه نورو خلکو هم دا خبره احساس کړې وه چي پټه خزانه في الحقیقت  لیکلو ته ګوهراماده کول لوی ادبي خیانت او د ګوهر ادبي شخصیت تباه کولو شعوري پلان وو چي په ملګرتیا کي ورسره وسوه څنګه چي به ګوهرصاحب هم ویل :

٫٫ زما سبک یو همعصر راڅخه کاپي کړو ، زه مجبوره سوم چي ځان ته کوم نوی سبک اختراع کړم ،، لاکن په دا وروستیو کې دا هم ویل :

٫٫ کومو خلکوچي پټه خزانه في الحقیقت لیکلو ته زه آماده کړم ، هغوی وروسته پرشاه سول زه یې دې کار ته یوازي پرېښولم او زه پوهیږم   اکثریت پښتنو ، افغانانو پټه خزانه في الحقیقت لیکلو په سوب د ما مخ وګرځولو ،،…

پښتو ادبي غورځنګ کوټي چي د سعیدګوهر د شعري ټولګي (په اوبو کي تږی) د مخکتني غونډه جوړه (۲۰۱۱ء)  کړې وه د ګوهر صاحب په اړه پکي  مقالې وویل وسوې هم آف د ریکاډ خبري پکي وسو ې ، زه چي د خپلي مقالې لوستلو په مهال دې ټکي ته راورسېدم :

ګوهرصاحب راته ویل چي زما سبک …. راڅخه پټ کړو ، دا چي مي وویل په اوریدونکو کي یوه ناره مي تر غوږو سوه په …. کي دي خبره ولي وکړه سم دم یې نوم واخله …

زما تر مقالې وروسته صادق ژړک دریځ ته راغئ ویې ویل :

ګوهرصاحب دي خدای وبخښي هغه راته ویل چي دا ٫٫پټه خزانه في الحقیقت ،،خو پما دروېش دراني ولیکله چي د رښتیا میدان راغئ زه تنها پاته وم !

د دې غونډي وروسته لکه چي په لراوبهر کي په دې اړه میسجونه هم وچلیدل خو د دغه غونډي غورطلب مقاله د نوموړي لنډه کیسه لیکوال ښاغلي فاروق سرور وه چي د ډېرو نورو خبرو سره، سره یې یو مهم ټکی د یادولو وړ دی ، ښاغلي فاروق سرور ویل د ( سعید ګوهر مرګ ماورا عدالت قتل دی ) چون د فاروق سرور انداز سمبولیک وي نو یې دا د٫٫ ماورا عدالت قتل ،، خبره ذومعني هم سمبولیک بڼه لري :

فاروق سرور ماورا عدالت قتل ځکه ورته وایي چي دا د ګوهر سره یو غټ فراډ وسو، لویه ادبي دښمني ورسره وسوه ، د هغه شخصیت لکه هینداره ریچې ، ریچې یې کړو ، په نفسیاتي توګه د دومره فشار سره مخامخ سو چي یوازیتوب یې لوی عافیت وبللو لاکن سړی د کمال سړی وو هرڅه چي وو خو منافقت یې په مذهب کي داخل نه وو …

فاروق سرور هم پخپله مقاله کي دې اړخ ته په اشاره سره وویل چي ګوهرصاحب ته پټه خزانه في الحقیقت لیکلو پښېمانۍ احساس ور پیدا سوی و او بل ( فاروق سرور هم په دې خبر دئ) ګوهرصاحب ته غټه صدمه د ښاغلي واصل واسطي د مدللل او علمي جوابونو ورسېده او ګوهر دا تسلیم کړې هم وه چي د واسطي جوابونه مدللل دي هم حقیقت دی .

2 thoughts on “د ګوهر شخصیت لکه هینداره ریچې، ریچې سو/ عصمت الله زهیر”
  1. د ښاغلی عصمت لیکنه ډیره معنی خیزه ده ارواښاد ګوهر صیب ډیره موده په اسلام اباد دخپل ملازمت په لړ کښې میشت وو مذکوره کتاب د پښتو ادبی سوسایټۍاسلام اسلام اباد له خوا چاپ کړې وو د پښتو ادبی سوسایټۍاسلام ټول ملګری د پټې خزانې مرستیال وو.زمونږ د ارواښاد سره بحثونه شوي وو.وسیدونکې هغه صفا او سپیځلی وو.یقینا ځنو خلقو چی تعلق د کویټي سره وو د ګوهر صیب شخصیت د خپلې لارې خنډ ګڼو ګوهر صیب عظیم ادیب نقاد محقق وو او صاحب طرز شاعر وو.پښتو ادبی سوسایټۍاسلام اباد ته دا اعزاز ورته دې چی څو کالهکاله دا لوې عالم ادیب شاعر چیرمین پاتی دی.دغه دوره فیض ګدون ورسره سکتر وو.خو د ارواښاد مشر ویل که افکار راسره په کابینه کښې نه وی نو زه نو چیرمیني نه کوم نو ما هغه د زړه د پاره د مطبوعاتو د سکتر عهده قبوله کړه حلانکې زه د پښتو ادبی سوسایټۍاسلام اسلام اباد بانی سکتر جنرل ووم او دغه وخت لس کاله پرله پسې ریکارډ کار کړې وو خو څنګ چی د پښتنو نفسیاتي دی د ځنو خلقو روایو زه متنفره کړې ووم.او ما عهده پریښي وه خو ارواښاد ګوهر صیب مرد شناس انسان وو زه هغه داسی نه پریښودم .الله دې جنتونه نصیب کړی او تاسو له دې د رښتیاو اجر درکړی .پښتنو داسي ډیر خلق دی چی ظاهر یی یو باطن یی بل دسوداګری پټ مخونه څرګندول پکار دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *