تاج محمد مبین –

ګوګل داسې برقی موټر جوړ کړي چې بې له چلوونکی تر خپل منزله ځان رسوي.

دغه موټر چې ټاکل سوې ده تر ۲۰۱۸ کال پوري بازار ته وړاندي سي په یوه وخت دوه سپرلي رسولای سي.

یاد موټر چې په ځان کې یو سافټویر لري او له دې لارې د GPS اوgoogle map سره نښلول سوې دي، د smartphone یا ځیرک ټلیفون له لاري د لیري په خپل مسیر برابریږي، ځکه خو ګوګل له وړاندي لا ویلي، چې له دې موټر څخه به د ټکسي په ډول کار اخیستل کېږي، نه د شخصي موټر په توګه.

په موټر کې نصب سوې سافټویر دا وړتیا لري، چې ترافیکي نښې، نور موټرونه او پلي خلکو ته کرار او یا ودریږي.

موټر په اتومات ډول د ګڼي ګوڼي څخه په ډکو سړکونو سرعت کم او په خالي سړکونو سرعت ډېروي.

تر ډېره به له دې موټر څخه نا بنایانو او نور بې وسه کسانو لپاره، چې خپله موټر نسي چلولای کار اخیستل کېږي.

موټر په واوره، باران او خرابه هوا کې نسي چلول کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *