تاند- ګوګل کمپنۍ په وروستیو کې د یوه نوي ټبلېټ او یوه لوډسپېکر ترڅنګ، چې ټول په مصنوعي ذهانت سمبال دي، یو نوی موبایل هم راوایست.

د ګوګل پیکسل ۳ موبایل ۷۹۹ ډالره بیه لري او په دوو ورژنونو کې وړاندې کېږي چې د یوه شیشه یا سکرین پنځه نیم اینچه او د بل ۶ اعشاریه ۳ اینچه ده.

د دې موبایل شیشه ۳ پیکسله او ایکس ایل ده. د ګوګل د نوي موبایل کمرې (Super Res Zoom) وړتیا لري چې په یو وار څو عکسونه اخلي او سره یوځای کوي یې چې روښانه عکس ورڅخه جوړ شي.

د دې موبایل یوه بله ځانګړتیا ټاپ شاټ (Top Shot) نومېږي چې پر له پسې عکسونه اخلي. دا عکس هغه وخت په درد خوري چې څوک د عکس اخیستو په مهال سترګه پټوي یا پرنجیږي. په پای کې یې تر ټولو ښه عکس غوره کوئ.

پر دغو مواردو سربېره د نایټ سایټ (Night Sight) په نوم یوه بله نوې وړتیا هم د ګوګل په دې موبایل کې زیاته شوې چې په تیته رڼا کې د اخیستل شوي عکس کیفیت ښه کوي.

ګوګل وايي چې دا موبایلونه د یوه وایډ اینګل لینز (wide angle ) په وسیله سوپر سیلفي عکسونه اخیستلی شي.

پر دې سربېره د دې موبایل په مخکینۍ برخه کې د ګروپ سیلفي کم په نوم یوه بله کمره شته چې د ایفون ایکس ایس په پرتله د ۱۸۴ سلنې پراخې ساحې عکس اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *