تاند- ګوګل شرکت په ګوګل ډاکس (د اسنادو ګوګل) کې یو بل نوښت وکړ. ګوګل په دې سافټ وېر کې ږغ پر متن بدلوي.

ګوګل د مایکروسافټ شرکت له افیس پروګرام سره په سیالۍ کې په ګوګل ډاکس یا د اسنادو د اصلاح په سافټ وېر کې دا نوې زیاتونه کړې ده.

ګوګل ډاکس، چې د متن ګرامر او املا اصلاح کوي، نور به ستاسو خبرې هم لیکي. کافي ده چې یو څوک ورته خپلې خبرې یا لیکنه دیکته کړي او ګوګل ډاکس یې ټایپ کړي.

ویل شوي چې د ګوګل دا نوې زیاتونه یا سافټ وېر ځینې وړې ستونزې لري خو ګوګل شرکت وايي چې ژر به د دغه پروګرام کوچنۍ نیمګړتیاوې حل کړي.

که څه هم ګوګل لا نه دي ویلي چې دا سافټ وېر به په عادي کمپیوټرونو کې هم زیات کړي او کنه خو ګومان کېږي په راتلونکو وختونو کې به عادي لپ ټاپونه او کمپیوټرونه هم د ګوګل دا اسانتیا په خپله حافظه کې ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *