ایمل ولي

په هرو څوارلسو ورځو کې یوه ژبه مړه کیږي. اټکل شوی دی چې په را روانه پیړی کې د ځمکې پر مخ د 7000 کاریدونکو ژبو څخه يې نیمايي ورکیږي. د National Geographic د 2012م کال د جولای د میاشې په خپره شوي تصویري مقاله کې راغلي دي چې « دا داسې مالومیږي لکه مرغی چې بڼکې له لاسه ورکوي. ښه به يې وینې چې هغه دی، د اوبو پر سر ولاړ، د ډوبیدو په حال کې دی، چې ورته ځیر شې، یو بل ویی به نه وي».

د موضوع د ښه پوهیدو لپاره اجازه راکړی چې د Garrett James Hardin پرهغه تیوري باندې رڼا واچوم چې د عامه منابعو د تراژیدی تر عنوان لاندې يې په 1968م کال کې د ساینس په ژورنال کې نشر کړي ده.

نوموړي په خپله مقاله کې د هغه منابعو لپاره د خل لاره وړاندې کړي ده، چې عامه دي. عامه منابع هغه منابع دي چې د یوې ټولنې وګړي کولای شي چې د هغې څخه ګټه پورته کړي. د بیلګې په ډول په یو کلي کې یو څړ ځای لرو. د کلي ټول خلک ددې ادعا لري چې خپل مالونه هلته وڅروي، خو د وخت په تیریدو سره که څړ ځای ونه روغول شي او ځانګړي مقررات پرې وضع نه شي، څړځای له منځه ځي.

یاد شوي عالم د دا ډول ستونزې د حل لپاره په ورته ډول د غواګانو د ګلې مثال وړاندې کړی دی. دی وايي، که فرض کړو چې یو څړ ځای د 20 غواګانو ضرفیت لري. که د 20 مختلفو کورنیو څخه 20 غواګانې ور څخه هره ورځ استفاده وکړي، څړ ځای، پایښت مومي، که دې څړ ځای ته یوه ورځ، د یوې کورنی غړی راپورته شي او ووایي چې زما د یوې بلې غوا پر اضافه کولو سره دومره لوی څړ ځای باندې څه نه کیږي، حتې په کې ښکاري هم نه، سبا بل کلیوال همدا خبره کوي، بله ورځ بل. که دا همداسې ادامه پیدا کړي، د غواګانو شمیر د شلو پر ځای 40 ته رسیږي. اوس هغه څړځای چې د 20 غواګانو ظرفیت يې درلود، 40 غواګانې يې په ډیره کمه موده کې له منځه وړي.

د خل لاره داده چې، یا خو څړ ځای ته د هر واخد د زیاتیدو مخه ونیول شي او یا خو په کار ده چې د هر واخد د زیاتیدو په اندازه، څړځای هم ورغول شي. پښتو ژبې ته چې ګورم، په یو کس، یا دوو کسانو، یا کلي او ښار پورې نه ده تړلي، بلکې یو عامه ملکیت دی چې هر څوک پښتون دی، پښتو وايې، پښتو لیکي او یا په هر حالت کې چې د پښتو څخه ګټه پورته کوي، ورپورې تړلي ده. وړاندې مو دې ته اشاره وکړه چې ژیې ورکیږي. چې ورکیږي، نو څه کول په کار دي تر څو پایښت ومومي؟

ګوری، که د دې عامه منبع د بډاینې لپاره یوازې د ګوتو په شمار کسان کار وکړي، د ګوتو په شمار د پښتو جملې او لغاتو او نور به شتون ولري. کله چې د ډیرو کسانو تر منځ د ګوتو په شمار لغاتونو او جملو کارول صورت ونیسي، د ګوتو په شمار لغاتونو او جملې هم پاتې کیږي، نوره له منځه ځي، ورکیږي. ددې لپاره چې د پښتو جملې، لغاتونه مو ورک شوي نه وي او لاپسې د ډیریدو او ژوندي کیدو په حال کې وي، په کار ده چې ټول د پښتو ژبې کاروونکي، ورته په عین وخت کې کار وکړي، تر څو هره ورځ، هره ګړی او هره دقیقه ورته د پښتو ژبې نوي لغاتونه، جملې او نور ور دننه شي.

خبره د ګوګل ژباړن ده. ګوګل ژباړن خو تش یو کمپیوټري پروګرام دی. کمپیوټري پروګرام په خپل سر هیڅ هم نه شي کولای، تر هغې چې خام مواد ورته تهیه نه شي. ایا په دې هکله مو فکر کړی دی، چې د ګوګل پښتو ژباړن لپاره تر دې مهاله څومره خام مواد برابر شوي دي؟ ایا همدا برابر شوي مواد کفایت کوي؟ که يې نه کوي مونږ ته څه په کار دي؟

زما په اند د ګوګل ژباړن د پیاوړي کولو لپاره ټولو افغانانو، خصوصاً لر او بر پښتنو ته، په کار ده چې د ډلې ډلې تللو تیوري (Swarm theory) څخه کار واخلي. دا خبره مشهوره ده چې یو میږی په یوازې ځان دومره څه نه شي کولای لکه په ګده سره. مطلب مې دا دای چې په کار ده د میږیانو غوندې په یو وار د ګوګل ژباړن لپاره کار پیل کړو. ډیر وختونه له دا ډول تکتیک څخه په پوځي چارو کې هم ګټه پورته کیږي. تاسو به اوریدلي وي چې عسکر يې پرې ور مارش کړل. دا ډیر ساده کار دی. په هغه ورځ چې خبر شوم په ګوګل کې پښتو ته ځای ورکول کیږي، سم د لاسه مې د هرې ورځې د فعالیتونو په لیست کې د ګوګل ژباړن لپاره هم ځای ورکړو.

په لومړیو ورځو کې مې لس، لس د خپل مسلک لغاتونه ژباړل، ولې په وروستیو کې راته په یو ښه مصروفیت بدل شو. هر وخت چې بې کاره شم، همدا پښتو لغاتونه ژباړم. که تاسې هر یو همدا کار پیل کړی، لیرې نه ده چې ګوګل ژباړن به مو تر ډیره بریده رغولی وي. دا هغه څه دي چې زمونږ د هر یو د وسه پوره دي، ولې اوسني دولت ته هم یو څه کول په کار دي.

دا چې دولت ته څه په کار دي، د ډاکتر صاحب بهیج عثماني نظر دلته کټ مت لیکم. « افغانستان د فرهنګ، مخابراتو، پوهنې او لوړو زدکړو د وزارتونو مسئوليت دی چې لومړی له ګوګل سره مخامخ ناستې ولري او د افغانستان شرايطو ته په پام هغوی ته قناعت ورکړي چې د وړيا کار پرځای د ياد ژباړن سيسټم د بډاينې لپاره بوديجه ځانګړې کړي. که ګوګل ونه منله دوی بايد يوه بامسئوليته او کارپوهه ډله وګوماري چې په منظمه توګه، پرله پسې هره ورځ دا ويي ‌پانګه بډايه کړي».

په درنښت

د ۲۰۱۶م کال د فبروري نولسمه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *