GIDEON’S SPIES
ژباړن: لاهورخان منګل
د هستوي وسلې د تور بازار پاکستانی سوداګر
کله چې د موساد(د اسرایلو څارګره اداره، ژباړن) مامور د پاکستاني جاسوس سره لیدنه کوله. د هندوکش د غرونو ګلان تازه په غوړیدا وو. دواړه د ګډې موخې په اساس د طرح ګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه باندې ول. نړۍ ته د طرح ګرو په نوم د القاعده په راڅرګندیدا سره پاکستان د موساد لپاره د القاعدې په وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه واوښت. په نوموړي هېواد کې د جاسوسانوګومارل زموږ لپاره له لومړیتوبونو څخه وو. د موساد مامور جمال ( جمال یې د ورته سپارل شوې دندې په مهال نوم و، ژباړن) په کال ۲۰۰۱ کې سیمې ته د لومړي سفر په مهال د هوراج نومي سره اشنا شو. جمال د هوراج اندیښنو ته چې پاکستان به د اسلامي سخت دریزۍ په مرکز واوړي ټینګ غوږ نیولی و، هغه وویل چې د مخنیوي لپاره به یې هرڅه چې د هغه توان څخه پوره وي، سرته ورسوي.
په لومړيو کې جمال فکر کاوه چې هوراج د اسرایلو سره د څارګرۍ د مرستې انګیزه د هغه دین ته بیا احترام وربښل و-د هغه په وینا طالبانو او القاعده د اسلام څخه په ناوړه ګټې اخستنې سره د پیغمبر(ص) خبرې ناسمې تعبیر کړې وې څو ویره او کرکه رامنځ ته کړي خو د موساد ارواپوهانو د جمال د رپوټونو په اساس د هوراج سابقه مطالعه کړې وه او پریکړه یې وکړه چې نوموړی یو ګټور رول لوبولی شي. پاکستان واضح د واشنټن په هغه لست کې شامل نه و چې په څرګند ډول یې د طرح ګرۍ څخه ملاتړ کاوه.
په حقیقت کې د سپتمبر د یولسمې نیټې د بریدونو وروسته د کندولیزا رایز له خولې په تکراري ډول پاکستان د طرح ګرۍ په خلاف جګړه کې د مهم ملګري په توګه یاد شوی دی. د امریکې د بهرنیو چارو وزیرې په مېز باندې په تلفون کې د پاکستان ولسمشر پرویز مشرف ته د تلفون کړلو ځانګړي بټن شتون درلود. دنوموړې تلفون یوې بلې تڼۍ په کیکاږلو سره کولی شول چې نیغ په نیغه ولس مشر جورج بوش سره اړیکه ټینګه کړي.
پنځوس کلنه ډاکټر کندولیزه رایز پخوانۍ اکادمیک او د روسي چارو متخصصه وه- بوش نوموړې په بهرنیو چارو کې د مهمې مشاورې په توګه ګومارلې وه او هغې د مشورو سره سم یې پاکستان له ځان سره وساته او هغه حقیقت چې په د ۱۹۸۹ را په دیخوا پاکستان دیو شمېر کشمیري طرح ګروپونو څخه د هندوستان په خلاف ملاتړ کړی دی، له پامه غورځولی و. دوی په سب کانټینينټ کې ډیری عام وژنې کړي دي، د پاکستان د ای، اس، ای د مامورینو په ملاتړ ورته موخې ټاکل شوي دي، او ورته پر مخ تللي پلانونه او طرحې ورکړل شوي چې له دې ډلې یو یې په کال ۲۰۰۱ کې د هندوستان په پارلمان باندې بریدونه ول. هغه وخت چې پاکستان هستوي/ذروي ظرفیت په لوړیدو شو نو موساد هم په ویره کې شو، دا پرمختګ مشرف وستایه او ویې ویل چې دا د هندوستان سره ددوی مساوات دی او په هند باندې د تاثیر ساتلو د موخې لپاره ترسره کیږي.
په واشنټن کې د اسرایلو هغه اندیښنه چې د پاکستان اتومي وسله به یهودي دولت ته ګواښ پیښ کړي، له پامه وغورځول شوه. د پاکستان د څارګره ادارې ای ، اس، ای، زیات شمیر مامورین نه یوازې دا چې هغوی په هیواد کې د سخت دریزه ګروپونه غړي ول بلکه د القاعده څخه کلک ملاتړ کوونکي هم ول. ایانوموړي طرح ګره ګروپونه به یوه ورځ وتوانیږي چې د ؛ ناپاک بمب؛ د جوړولو لپاره اسانتیاوې ترلاسه کړي؟ او یا هم تیار جوړ شوی اتومي بمب لاس ته راوړي؟
دا هغه پوښتنه وه چې د موساد په دننه کې پرې هروخت بحث کیده او همدا علت و چې یو ځل بیا جمال د سړو درو او لوړو غرونو څخه تیر څو خپله وعده پوره او د لیدنې لپاره ځان ورورسوي. دده سره د لیدنې لپاره دهغه مخبر هوراج انتظار باسه. د نړی تر چت پورې ( د لیکوال هدف لوړه نقطه یا هسک غرونه دي، ژباړن) د جمال سره د هوراج د بیا لیدنې لپاره د راتګ عامل ښايي چې هغه پيسې وي چې جمال د هرځل لیدنې په مهال هغه ته ورکړي وې. دا هغه ځمکه وه چې سکندر اعظم پکې په یوه ژمې کې پوره فرقه له لاسه ورکړه، او څو پيړۍ وروسته روسيې هم د افغانستان د قبیلوي مجاهدینو په وړاندې جګړه پيل او ماتې سره مخاخ شوه. په نوموړو غرونو کې چې په دوام داره ډول په واورو پوښل شوي او د پرښو ستر درزونه یې غرونه سره بېلوي، د بن لادن په لټه کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو د دوی ترټولو بهترین ځواکونه له لاسه ورکړې دي. د بن لادن په ښکار کې په نړۍ کې له ترټولو پرمخ تللي تکنالوژۍ څخه ګټه واخستل شوه. د هایپرسپکټرل سټلایت چې د وخت لومړی دا ډول سپوږمکۍ وه په نوموړې سیمه باندې برابره شوه.
د دغه سپوږمکۍ په سلګونه وړانګو په مځکه باندې د انعکاس په پایله کې کولی شول چې د عرضي ځانګړی ډول لکه پرښه، زرغونوالی(فصلونه) ودانۍ، سمڅې او یا هم په دغه ځایونو کې د انسان شته والی کشف او څرګند کړي. بله سپوږمکۍ د سپیکټرل فینګر پرینټس په نوم وه چې چې ؛مونو؛ ډول انځورونه چې د هرانځور اندازه یې لس میګا پکسېله وه، اخستل. سار په نوم رادار یې درلود چې د شپې لخوا او د خرابې هوا په وخت کې ځانګړې انځورونه اخستل.
بې پیلوټه الوتکې هم ګمارل شوې وې چې د کلیفورنیا ایالت د مساحت په اندازه سیمې او پنځه ویشت زره فوټه په ارتفاع څخه یې په څلیرویشت ساعتونو کې په دایمي توګه انځورونه اخستل. د پریډیټر یا داړونکي ځناور په نوم نورې بې پیلوټه الوتکې د سل فوټه ارتفاع څخه تر پنځه ویشت زره فوټه ارتفاع پورې الوتنې کولې د ځانګړو ځواکونو سرتیرو ته ېې هره شېبه مالومات لېږدول- هغوی ټول په داسې ټیټ غږ لرونکې ټکنالوژۍ باندې سمبال ول چې دښمن ته تر رسېدا پورې پرې څوک نه خبریدل. دوی ټولو د اې، جي، ام -۱۳۰ ډوله توغندي لرل چې د لرې واټن څخه د رادار په واسطه کابو کېدل او د ټولو هغه تونلو خولې یې په نښه کولی شولې چې ښايي اسامه بن لادن پکې پټ و. خو د ګوتو په شمېر هدفونو ول او د مار غار او په نړۍ کې ترټولو د زیات غوښتونکي کس او ددوی اوسنۍ هڅو ترمنځ اوږد واټن و.
خو اوس په کال ۲۰۰۵ کې د امریکې اریانوونکې وسلې په بل ځای کې په پلټون باندې بوختې وې. دسیمې څخه د الوتکو په تګ سره- میر امټ(د موساد د څارګره ادارې پخوانی مشر، ژباړن) حیرانه کړ چې د دومره لوړې ټکنالوژي سره سره بیا هم د انسانانو عقل(پوهه) لوړ دی. د موساد په اداره کې یو ضرب المثل دی چې څارګره مالومات د هغو د منبع په کچه ارزښت لري. جمال د هوراج مالومات بهترین ګنل. جمال نه یوازې د پاکستان په رسمي ژبه اردو په روانه توګه خبرې کولې بلکه په څو نورو ګړدودونو باندې هم ښه پوهېده.
د دوه کسانو د نورو فعالیتونو په څېر، په هغه ګړدود(لهجه) باندې چې نوموړې دوه پرې غږیدل دمحرم راز په ډول دومره رانغوښتې وه چې د سرغړونې په مهال یې د ژوند او مرګ مسله وه. هوراج که بلوچی ، پنجابی،پښتون او یا هم مهاجر و، هغه یوازې جمال او د موساد په اداره کې د هغه اړوند د اوپراتیفي پازوال( مسول) ته مالوم و.
د هغه په اړه ټول نور شخصي مالومات لکه دده عمر او یا هم دی متاهل دی که مجرد، همدا ډول پټ ساتل کیدل. ددې هم ډیر اړین دا چې هغه چیرې کار کاوه او کومه درجه مالوماتو ته یې لاس رسی درلود چې اسرایلو ته ارزښتمن و،پټ ساتل کیدل.
دده هیڅ مالومات هم د موساد په عامو دوسیو کې ثبت نه ول او همدا علت و چې دواړو د باور په ساتلو سره وکولی شول چې یوه بله محرمه لیدنه وکړي. دا سړی د پاکستان د اتومي چارو مشر عبدالقدیر خان و. هغه نامتو ځواني لرله، د فزیک جوړښت یې هره جینۍ اړ کوله چې په یوه موسکا یې خپله کړي ، او د ډيرو په وړاندې ډير مغروره و، هغوی چې به ده ته ننګونه کوله، پایله به يې دده په وړاندې د ماتي منل و.
هغه د پاکستاني رهبرانو سره له نږدي پیژندل او په پرتلیز ډول د ګوتو په شمېر سیاست پوهانو به دده نوم په لږ احترام سره اخېست. هغوی چې دده امر به یې ونه مانه نو دده په ننۍ کړۍ باندې به بند شول. پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو اعتراف کړی و چې ددې د دورې په مهال، ان هغې ته هم د خان د لابراتور څخه دلېدنې اجازه نه وه ورکړل شوې.
د ۱۹۷۶ کال د جولای په میاشت کې خان د یوارنیمو د غني کولو تخنیک د زده کړې په موخه په جرمني، هالنډ او بلجیم کې څو کاله تحقیقات ترسره کړل. اته کاله وړاندې کله چې د هغوی ګاونډي هیواد هندوستان اتومي ازموینه ترسره کړه، خان د پاکستان د اتومي پروګرام د مسول په توګه وګومارل شو. د موساد د مالوماتو په اساس کله چې خان په هالنډ کې په سفر و، هغه د فزیک د فعالیت اړوند لابراتور څخه د لېدنې په مهال په الامو( د ځان نوم، ژباړن) کې د یورانیم د غني کولو بټۍ ته لاس رسی(اجازه) درلود.
نوموړې بټۍ د برېتانیا، لویديځ المان او هالنډ لخوا رامنځ ته شوې وه ترڅو اروپايي هېوادونو اتومي ریاکتورونو ته غني شوي یورانیم تیار کړي. ددې کار د ترسره کیدلو لپاره نوموړې بټۍ ډیرې محرمې ټکنالوژۍ او سنټرفیوجونو په کارولو کوچني ټوټي کیدونکي ۲۳۸ ډوله یورانیم په یوه دقیقه کې تر سل زره ځلې څرخېدنې وروسته جلا او په یورانیم ۲۳۵ باندې اړول/غني کول.
موساد ومنله چې وروسته له دې چې خان نوموړې پیچلې مرحله په دقیق ډول وڅارله وتوانېده چې په ډيره پټه سره پاکستان ته اتومي وسلتون جوړ کړي. د هیواد محلي ورځپاڼو لومړي مخونه د قدیرخان په لاپو باندې ډک شول؛ هغوی چې امریکې ته یې ویلي ول چې پاکستان به هيڅ وخت ونه توانیږي چې اتومي قدرت شي، اوس پوهیږي چې موږ دا لاسته راوړنه لرو. د ملیونو پاکستانیو په وړاندې یې درناوی پیدا کړ، هغوی ورته د یوه قدر وړ شخصیت او نابغه په سترګه کتل، په دې لاسته راوړنې سره اوس نو د هغوی ګاونډی نه شي کولی چې په پاکستان باندې ناببره برید وکړي. خان په پاکستان کې تر نور هرچا زیات د درناوی وړ او یو جادویي شخص شمېرل کیږي، ښايي چې په نوره مسلمانه نړۍ کې یو چا د تلویزیون، راډیو او یا هم په اخبار باندې د یوه شخص په اړه دومره نه وي اوریدلي او لوستلي.دا چې د شتمنو په منځ کې هم يې قدر پیدا شوی و، قدیر خان یې فرانسې ته په خپلو عصري کښتیو او شخصي الوتکو کې د چکر او سیل لپاره راوباله. موساد پوهیده چې د اسرایلو لپاره د عبدالقدیر خان لخوا یو لړ خطرونه هم د پيښدو په حال کې ول.
اروپاته د خان د یوه تفریحي سفر په مهال د موساد یو مامور وتوانېده چې د هغه د هوټل کوټې ته ورننوزي او د نوموړي شخصي بکس پلټنه وکړي. د اور-لګید د ډبي په اندازه د کمرې په کارولو سره د موساد مامور په لاسي بکس کې د اسنادو څخه انځورونه اخستي ول چې د خان لخوا په بیجینګ کې د یوې چینايي دولتي کمپنۍ څخه یې د پنځه زره ځانګړو مقناطیسونو اخستنه ثابتوله. د دا ډول مقناطیسونو څخه د یوارینیمو دغني کولو په پروسه کې کار اخستل کیده. نورو اسنادو او شواهدو څرګندوله چې خان د نورو هغو هېوادونو سره چې د اتومي قدرت غوښتونکي ول لکه، شمالي کوریا، عراق او ایران سره هم اړيکي ټینګې کړې وې. د کتابونو په ډول برابر شوي دفتر کې د جان اف کینډي دولتي پوهنتون هاروارډ څخه رپورټ هم ایښی و.
خان غوښتل چې ده ته راتلونکو میلمنو ته د رپورټ هغه برخه چې ده په زیړ رنګ نښاني کړې وه او په کې راغلي ول چې منهاټن( امریکا کې د یوې سیمې نوم، ژباړن) ته یو لس کیلو ټنه اتومي بم په قاچاقي ډول راوړل شوی دی ، ښايي چې د ګرانډ سنټرال په سیمه کې چاودنه ورکړل شي او نږدې نیم ملیون خلک به ووژني او تر یوه ټریلیون پورې نیغ مالي او اقتصادي زیان به ورواړوي. خان به په درب سره پرته له تبصېرې دا رپورټ بند کړ. پرته له شکه چې هغه همدومره پوهه درلوه چې پاکستان ته یې داسې وسله ورکړه چې کولی یې شول چې همدا ډول یوه کیسۍ/سناریو رامنځ ته کړي.
خان یو نیمګړی نابیغه و چې نه یوازې دهغه د شخصي حرص له امله بلکه د مذهبي سخت دریزۍ له امله یې هم د لویدیځو ارزښتونو څخه کرکه درلودله. اوس د خان اتومي لابراتوار د دریمې نړۍ ساینسپوهانو لپاره په مکه اوښتی و.
د دریمې نړۍ له هېوادونو څخه به ساینس پوهان د خان په لابراتوار کې د دغه تور هنر د زده کړې په موخه راتلل، خان اوس پياوړی او شتمن شو. خان نور د موساد د وژنې په لړ لست کې هم راغی. ځانګړې شوې قطعې اوس د یوې کرارې مرحلې د طۍ کولو له مخې دهغه د وژلو لپاره د اړینو مالوماتو په راغونډول پیل وکړ. موساد په تیر کې هم د یوه بهرني ساینس پوه جیرالډ بولډ سره دې ته ورته معامله کړې وه. نوموړي ساینس پوه د صدام حسېن لپاره داسې یو پياوړی راکټ جوړ کړی و چې داتومي سرګولولې د لېږد ترڅنګ یې نیغ په نیغه د عراق څخه اسرایل ویشتلی شول.
د کال ۱۹۹۰ د مارچ په میاشت کې د موساد دریو وژونکو مامورینو نوموړی سایسن پوه په بروسل کې د هوټل مخې ته په سزا ورساوه( لیکوال د اسرایلو د مامور له خولې د ساینس پوه وژل قانوني بولي ځکه چې اسرایلو ته ترې ګواښ و، ژباړن) خو سره له دې د خان وژل یوه اندازه پیچلی کار و. هغه ته په خپل هېواد کې داتل په سترګه کتل کیدل او د وژل کیدو په صورت کې به یې د غچ اخستنې غبرګون تر اسرایلو هم واوړي. که څه هم چې د امریکې متحده ایلاتو داتومي ازموینو وروسته په هند او پاکستان دواړوباندې یو لړ اقتصادي بندیزونه ولګول خو سره له دې امریکې غوښتل چې د ځواکمن چین د پراختیا په وړاندې په سیمه کې له ځان سره خپل ملاتړ ولري، دې ته په کتو سره به د خان وژنې په پایله کې امریکا هم اسرایل غندلي وای.
سره له دې د کیدن ( د ځانګړې قطعې نوم چې دا ډول عملیات په مخ وړي، ژباړن) ګروپ وژونکو مامورینو ته د یو لړ اتخابونو یانې د خان وژلو د ډولونو مالوماتي راپور د برابرولو امر شوی و. ایر بیت منیاشي چې د موساد سره د دندې په مهال د وژنې د ټیم د برخې مسول و، لیکوال ته وویل چې د دا ډول دندې ترسره کیدل د نورو عملیاتو سره د پرتله کولو کې ډیر اړین ول. د داډول عملیاتو په مهال د هغوی د هدف پیژندل ډير اړین وي، د هغه یا هغې عادتونه او د ژوند کړلو طرز په اړه یې باید پوره مالومات شتون ولري. د دا ډول حالاتو په مهال د هغوی د غبرګون ډول او یا هم د هغې د غبرګون لامل څه کیدلی شي. یوازې ددا ډول مالوماتو د شتون په مهال دوی کولی شي چې یو اوپراتیفي پلان جوړ کړي. په تلویزیون باندې د هغه انځورونه، په سیمناوو کې د فلمونو د پیل په وخت کې د هغه په اړه مالومات او د اخبارونو سره د هغه بې پایه مصاحبې او نور ټول مالومات راغونډ شوي او مطالعه شوي ول. د هغه نږدې ملګرو، په اتومي پروګرام کې دهغه نږدې همکارانو او همدا ډول د هغه دنورو پټو ملګرو نومونه هم درج شول.
ادامه لري……..
۱: ګېډین د یوه اسرایلي قاضي نوم دی چې د موساد ادارې بنسټ ګر شمېرل کیږي.
دا کتاب له کومه پیدا کړو او تاسو نه دی ویلی چی دا کتاب ټول ژباړل شوی دی او که یواځی همدا متن تری وژباړل شو په هر صورت باید وپوهیږو چی نور څه پکی دی نو که دکتاب آدرس راکړی ښه به وی هغه که په پښتو وی خو ډیره ښه ده او که نه په انګریزی باندی هم سمه ده لوستلی یی شو