GIDEON’S SPIES

ژباړن: لاهورخان منګل

د اتومي وسلې د تور بازار پاکستانی سوداګر

د تېرې برخې په دوام……………

په پاکستان، اسیا او په اروپا کې د هغه سفرونو په اړه ټول مالومات په ګراف کې راټول شول د بېلګې په توګه د هغه د خوښې

پاکستانی هوایي شرکت او په الوتکه کې د هغه د خوښې سیټ ۳ اې بیزنیس کلاس، او د اروپايي هیوادونو په پلازمینو کې د سفر په مهال د هغه د خوښې هوټلونه – د و لسمشرانو په هوټلونو کې – ول. په نوموړو ځایونو کې خان د ایراني، چینايي او عراقي دیپلوماتانو سره لیدنې او کتنې ترسره کولې. ددغه ځانګړو هوټلونو په اړه د موساډ سره د وژنې د ټیم په کمپیوټرونو کې نوموړو هوټلونو ته د ننوتنې د اړتیا په مهال ټول اړین مالومات درج ول. دخان د جنسي غوره توب په اړه هم مالومات را غونډ شوي ول. ایا هغه کوم ځانګړي ډول نجلۍ خوښېدله؟ ایا تردې مخکې په بیدیا کې ورسره داسې کومه نجلۍ لیدل شوې چې ښايي هغه د خان په قاچاق کولو( بدنامولو او یا وژلو، ژباړن) کې مرسته وکړي؟ د عبدلقدیر خان صوانح بیلابیلو منابعو څخه په ډیر احتیاط سره برابره شوې وه. ددې پلان یوه برخه د موساډ لخوا د هوراج ګومارل وو.

د ۲۰۰۴ کال د فبروری میاشت د څلورمې نیټې څخه وروسته عبد القدیر خان په اسلام اباد کې کمرې ته مخامخ د پردې په مخ راڅرګند شو او د درغلۍ په اوږده تاریخ کې یې ترټولو اریانونکی اعتراف وکړ. هغه د ترنم په ډول وویل چې په نړېواله کچه په تور بازار کې د اتومي سوداګرۍ مسولیت یوازې زه لرم! مخکې له دې چې حیران شوی ملت غبرګون وښيي، پرویز مشرف چې د پوځ د کمانډ د جنرالۍ یونیفارم یې په ځان و، د خان په ځای خبر و ته دوام ورکړ. هغه وویل چې که څه هم چې دا ډول څرګندونو هک پک کړ خو هغه خان بخښي ځکه چې هغه زما قهرمان دی او د پاکستان لپاره یې ډیری خدمتونه کړي دي. دې بیانیې د رښتیا سره تړاو نه درلود، موساډ پوهیده چې مشرف د خان د محکمې کولو توانايي نه درلوده . د کیدن ( په هیبرو یا د اسرایلو په ژبه کې کیدن د پرمختک او یا هم د پورته تګ په مانا دی، ژباړن) ټیم لخوا د خان د وژنې لپاره د لارې چارو دوام وکړ، میر ډاګن ( د موساډ ریس، ژباړن) او د هغه همکار څیړونکو د ساینس پوه اعتراف او د پرویز مشرف له خوا د فوق العاده ځواب اوهمدا ډول په دا کیسۍ پرده اچول ددې ثبوت و چې مشرف پاکستان په نړۍ کې د اتومي وسلې د خورولو په اساس د تورنیدو څخه وژغوري. دا د خپل منځي اختلافاتو سیاسي پایله وه. په هغه وخت کې پاکستان د هندوستان په خلاف د پولې په ستونزو کې د چین څخه ملاتړ وکړ. ددې پرېکړې په پایله کې د اسلام اباد او د بیجینګ اړیکې ډیرې ژورې شوې.

په سیمه کې د سیاسي ملګرتیاو و د نڅا په ګرمیدا سره د چین پخواني متحد شمالي کوریا هم د پاکستان سره د ملګرتیا لاسونه راونغړل. په لومړیو کې د دواړو هیوادونو د ډیپلوماتانو لخوا سفرونه یوازې د سیل په موخه و خو په اسلام اباد کې خان یوازې څار کاوه او انتظار یې باسه – د اتومي راکړې ورکړې د پيل لپاره ډیر وخت ته اړتیا نه وه. چین هم د ایران سره د اړیکو پالل شروع کړي ول. د دواړو هیوادونو اړیکې په کال ۱۹۸۴ کې هغه وخت چې د چین لخوا تهران ته په اتومي توکو بارشوې الوتکه ورسېدله. د هغې وروسته بیجینګ دری دانې نیمه چڼ شوي او او صفر چڼ شوي رياکتورونه او یوبرقي مقناطیسي ماشین چې د یورانیمو د غني کیدلو په پروسه کې کارول کیږي، ورکړي دي او ددې په تعقیب یو دانه اتیا کیلو واټه حراراتي ریاکتور هم ورکړل شوی دی.

هر لېږد/انتقال په ایران کې د موساډ د پټو ایجانټانو لخوا څارل کیده. په همدې حال کې د ایران سره د صدام حسین د اته کلنې جګړې وروسته ، عراق هند ته ورمخه کړه څو د اتومي وسلتون په لاس ته راوړلو کې ورسره مرسته وکړي. ددې دپاره چې نوی ډهلی وهڅوي، عراق د هندوستان د اتومي ازموینو څخه په عامه توګه تصدیق او ملاتړ وکړ ، له هغې وروسته عراق ته د لږو یوارنیمو د غني کولو په موخه د توکو لیږد پیل شو.دا بهیر ټول په لوړه کچه په محرم ډول ترسره کیده، په عام ډول په توکو باندې د زراعتي توکو نوم ایښودل شوی و خو ددې دپاره چې موساډ دا راز رابربنډ کړي، د هند او ایران ترمنځ د اتومي همکاریو یو هېر شوی سند چې په کال ۱۹۷۴ کې لاسلیک شوی و، راوباسه. دا سند د ایراني رسنیو په واک کې ورکړل شو او په ایران کې د موساډ د هیلو سره سم سختې جذبې راوپارولې.

ویریدلي ایات الله چین ته د مرستې لاس وغزاوه.خو په هغه وخت کې بیجنګ لکه څنګه چې یې ایران ته په پټه سره وسلې ورکولې په همدومره محرمه توګه یې عراق ته میزایل ورکول څو صدام حسین خپل هغه خوب ته چې غوښتل یې د منځني ختیځ سیاسي نقشه وربدله کړي او نړیوال سیاست او اقتصاد ته لاس پریکونکی پیدا کړي، ورسوي. د رزیلو دولتونو د تل پاتې همکار په توګه، بیجنګ ایات الله ته مشوره ورکړه څو عبدالقدیر خان تهران څخه د لېدنې لپاره دعوت کړي. په ډیرې تیزۍ سره ترتیبات ونیول شول. قدیر خان ته جعلي پاسپورت جوړ شو چې له مخې پکې د قالینوسوداګر پیژندل شوی و. په حقیقت کې هم د غالیو د اوبدونکو څخه و، د خپل هیواد له برکته په ساینسپوه بدل شو. اوس بازار ته دډيرو پیسو لپاره راوتلی و. هغه څو اوونۍ وروسته خپل هیواد ته راستون شو، کوربانو ته یې دا هیلې چې هغوی به د اتومي قدرت لرونکي شي، ورکړې او په بدل کې هغه د سویس بانک په حساب کې یوه زیاته اندازه پيسې لاس ته راوړې.

له شک پرته خان د ایات الله د پیرزوینې څخه خوند واخست او په سیمه کې د نورو هغو دولتونو په لټه کې شو چې دې ته ورته خدمت غوښتونکي ول. ددا ډول کار ترسره کولو لپاره یې په هېواد کې د امنیتي ارګانونو له ټولو ځواکمنې ادراې ، ای، اس، ای مرستې غوښتنه وکړه. دې ادراې په سیمه کې ګڼ شمیر دفترونه لرل چې ټول   یې د ماسي ژبو خلاف ول، د خان لخوا په اسرایلو باندې د لفظي بریدونو وروسته د نوموړودفترونو په منځ کې هغه ته ښه راغلاست وویل شو. دوی په بېړه اسناد راټول کړل څو ساینسپوه وکولی شي چې د اټومي تکنالوژۍ لېږد ترسره کړي.د تهران سره د معاملې وروسته نه ستړی کیدونکي خان راتلونکې معامله د شمالي کوریا سره پیل کړه. د پاکستان او پيونګینګ ترمنځ د نظامي تجهیزاتو دراکړې ورکړې په پلمه یې دا معامله وکړه. ددې په بدل کې خان هغوی ته د پي-۱ په لوړه کچه پرمختللي سنټرفیوجونود دې هېواد اتومي پروګرام د ورکړې هوکړه کړې وه.په لومړیو کې پاکستان نظامي تجهزات غوښتنه کوله اوشمالي کوریا ته د پیسو اړتیا وه چې وروسته بیا دا دتوکو په بدل کې د توکو په راکړه ورکړه بدله شوه.د موساډ د یوه مامور له خولې، د خان لخوا شمالي کوریاته یوازې یوه کوچنۍ نمونې په ورکړې سره شمالي کوریا پاکستان ته د توپچي توکو یو ډک کانتینر ورکړ. په مسلمانه نړۍ کې د خان فعالیتونو او د لومړي مسلمان هېواد په توګه د اتومي وسلې درلودل پاکستان ته درناوی ور وبښه او ددې احترام د ثابتولو په موخه عبدالقدیر خان ته د پیسو ورکړې دوام ورکړ. د تلویزیون له لارې د هغه تر اعترف وړاندې د موساډ لخوا د هغه په حساب کې زیاتې شوې پیسې تر لسو ملیونو امریکايي ډالرو رسېدلې وې. د سي ای اې مشر جورج ټینټ تر استعفا لږ وړاندې د موساډ لخوا دا ټول مالومات هغه ته ورکړل شوي ول خو د بوش د ادارې لخوا د مشرف ادارې ته د خان د فعالیتونو د بندیدا لپاره هیڅ ډول خبرداری نه و ورکړل شوی. یوازې په تلویزیون باندې د خان د اعتراف وروسته د بوش ادارې نرم خبرداری ورکړی و.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د معاون ریچار ارمیتاج د ولسمشر پرویز مشرف لخوا خان ته د بښنې پریکړه وستایله او هغه یې د وخت سم ولسمشر وباله. د موساډ د یوه مامور چې د تروریزم په وړاندې یې په کلونو تجربه درلوده، لیکوال ته وویل چې د ارمیتاج د خبرو څخه دا څرګندیدله چې د اسامه بن لادن د ښکار موضوع دبوش ادراې ته دومره کړیدونکې وه چې نور ټول اړین موضوعات یې ورته تر پښو لاندې کول. د سپټمبر د یوولسمې د پېښې وروسته بوش ته د اسامه بن لادن له منځه وړل شخصي موضوع وه. هغه د زیاتو پیسو لګولو، سرتیرو او توکیو لیږلو ته ادامه ورکړه څو هغه ونیسي. هرهغه چا چې اسامه نیولی وای، د بوش څخه یې په بدل کې د هرڅه غوښتنه کولی شوه. مشرف هم په همدغه لړ لست کې و. مشرف په کال ۱۹۹۹ کې د کودتا وروسته واک په لاس کې واخست. په پاکستان کې د مسلمانانو او د سخت دریزو د اکثریت سربیره د سپټمبر د پېښې وروسته مشرف د ترهګرۍ په وړاندې د بوش جګړې ته د هر ډول مرستې لاس وغزاوه. د یوه داسې ولسمشر لپاره چې تر هغه وخت یې په قدرت کې د پاتې کیدلو لپاره په مشکله سره مبارزه کوله، دا ډول پریکړه یو ستر قمار و.

هغه تر دریو وژونکو دسیسو روغ ووت- هغه هره ورځ د مذهبي مشرانو، د ای، اس، ای او د پوځ لخواد امریکې په وړاندې د هغوی د کرکې او د ترهګرۍ په وړاندې د هغه وروستی دریز له امله په مخالفت کې و. دزیات شمېر خلکو لپاره بن لادن اولسي اتل و. د افغانستان سره په پوله د پاکستان د شمال لویدیځه سرحدي غرونو په څنډو کې بن لادن د ای، اس، ای څخه د ملاتړ په ترلاسه کولو سره د امریکې د ځانګړو ځواکونو دښکار څخه په منډه بریالی شو. هغه مهال چې خان د تلویزیون له لارې خپل اعتراف کاوه، د پاکستان شمالي ولایت سره نږدې ځانګړو ځواکونو یو ځل بیا د بن لادن درک لګولی و. د بن لادن په اړه مالومات په نارت کرولینا فورټ براګ کې د ځانګړو ځواکونو قرارګاه، له هغې وروسته د سي، ای، اې مرکز او وروسته پنټاګان او د امریکې بهرنیو چارو وزارت ته ولیږدول شول.ټول په دې پوه ول چې دا مهال حساس وخت و، یوه اوونۍ وړاندې د سوټزرلنډ په ډاووس کې د نړیوال اقتصاد د جرګې په مهال مشرف وویل چې هغه به امریکايي ځواکونوه ته اجازه ور نه کړي څه په پاکستان کې دننه د بن لادن پلټون وکړي. واشنټن په قهر شو خو غبرګون یې ونه ښوده.

د موساډ په مرکزي دفتر کې د پردې تر شاه د پېښو په اړه خپل پوهاوی راغونډ کړ څو واقیعت راپیدا کړي. واشنټن نه غوښتل چې په مشرف زور واچوي چې خان محاکمه شي خو په بدل کې یې د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان په تل پاتې مرستې باندې ټینګار کاوه او ترې ویې غوښتل چې د پاکستان دننه ای، اس، ای او پاکستاني پوځ د بن لادن پلټنه وکړي. د امریکې ځانګړي ځواکونوته به په عملیاتو کې د ګډون اخستلو اجازه ورکړل شي خو یوازې د پاکستان د ځواکونو د څار لاندې.

په سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ شک موجود و، خو د معمول سره سم د څلورو اونیو وروسته پرته له دې چې د بن لادن څرک ولګیږي، عملیات پای ته ورسېدل. وروسته له دې چې دغبرګو ودانیو د نړیدا او په پنټاګان باندې د برید ویاړ د بن لادن په غاړه شو، هغه څو دانې انځوریزه(ویدیو) کسټونه خپاره کړل .

د موساډ د عقلي او عصبي، ارواپوه او د سلوک او رویې متخصصانو د اسامه انځورونو ته په کتو د څېړنې وروسته په ډاګه کړه چې بن لادن هغه سړی دی چې اوس هم د خپلو پریکړو او باور په نړۍ کې اوسیږي. د دوی د څیړنو پریکړه دا وه چې ( لیکوال یې هم بڼه لیدلې، ليکوال) چې د بن لادن د فکر په هسته(مینځ، ژباړن) کې مرګ و.

د هغه د خبرو او دبیانیو طرز ته په کتو سره مرګ د هغه د ژوند یو پيښیدونکی حقیقت و. ددې علت قهر هم نه و بلکه یو راپاریدونکی او را څرګندیدونکی ځواک و.د هغه غږ هغه عادي غږ نه و چې یو څوک د یو چا د غولولو لپاره بدلون ورکړي. دده غږ داسې لکه په شیطانانو کې هم د سخت شیطان چې و، اورېدل کیده.

هیټلر او سټالین هم نوموړي ته ورته غږیزې ځانګړنې درلودلې. هغه د پټ تشدد له امله په دې باور و او ددې ځانګړي باور له امله د نورو (انسانانو) په وړاندې چې دده په قضاوت باید ژوندي پاتې نه شي، په هراړخیزه توګه په جلا ډول رویه درلوده. د ۲۰۰۴ کال په نومبر میاشت کې د هغه د وروستۍ ویډیو په خپریدا سره د موساډ د څيړونکو په منځ کې هیجان راوپاریده. دا ويډیو د نورو په خلاف په ښه کیفیت سره د یوه تلویزیون په سټډیو کې د بهتر غږ او تصویر سره جوړه شوې وه. د هغه ترشا وریښمينه ټوټه وه. دټوټې زیړ رنګ یې د هغه د خوښې افغاني ګل ته ورته و. بن لادن دا ځل څیړونکي تیر ایستلي ول.

د بن لادن شړۍ اوس هغه د غره شړۍ نه وه بلکه هغه چې په ښارونو کې یې بډایه خلک اغوندي . د هغه لکړه او کلاشنکوف توپک یې په مټ باندې ځوړند و، پخوانی تکیه او زړه لښته یې نور له منځه تللې وه. دهغه ږیره په پاک ډول جوړه شوې، سترګې يې پاکې رڼې او پوستکي يې ځلا کوله. کله چې غږیده، خبرې یې ارام او په اندازه وې. په تیرو ویډیو ګانو په پرتله یې بنګیدنه او د خبرو په مهال تردد او شک یې له منځه تللی و. دده وروستنۍ ویډیو ته په کتو نظر دا و چې د خبرو د طرز لپاره بن لادن ته د مسلکي کس لخوا روزنه ورکړل شو ې وه. د خبرو په مهال یې مخامخ کمرې ته کتل.

د موساډ څیړونکي اریان ول چې دا ویډیو یا په پاکستان کې او یا هم ښایي د چین په شمال لویدځه ولایت کې چیرې چې څو ملیونه مسلمان وګړي د بیجینګ د رژیم سره تګ او راتګ نه لري. په زرګونه یې د القاعده غړي ول ، په ډلیزه توګه یې فعالیت کاوه او لویدیځ ته یې د انسانانو او مخدره موادو قاچاق کاوه. د موساډ د څیړونکو په نظر نوموړو ډلو څخه یوې ته ېې تر الجزیره پورې د دغه کسټ د رسولو دنده ورسپارلې وه. د معمول په ډول، الجزیره سټیشن ته د ویډیو د رسیدا د څرنګوالي څخه بې خبري وښودله.

جمال د هوراج سره د لیدنې هدف دا نه و چې د چین د القاعده په وړا ندې د توند غبرګون سره سره بن لادن ته د پناه درښتیا کولو په اړه کره مالومات ترلاسه کړي بلکه ددې دپاره چې د شمالي کوریا او چین څخه لویدیځ ته هغه پټه لاره پیدا کړي چې القاعده ته وراوښتونکي غړي د لویدیځ خپلواکۍ ته پرې ځانونه رسوي.

د موساډ د څارګره ادارې ته له دې ډير اړین د شمالي کوریا د هغه ساینس پوهانو په اړه مالومات ول چې د ارثي وسلو په جوړلول یې کار کاوه. په کال ۱۹۸۴ کې د صدام حسین د پیلوټانو له خوا په هالانجا(عراق) کې په عامو کوردیانو باندې د سل لیتره بیالوژیکي ډبلي ( بمي بوشکو) د غورځولو وروسته چې د څو دقیقو په ترڅ کې یې پنځه زره خلک ووژل، اسرایلو ته د بیالوژیکي حملو د ممکنه ګواښ له امله مبارزې ته لومړیتوب ورکړل شوی و.

ادامه لري………………

تېره برخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *