د ۲۰۱۴ کال د ټولټاکنو لپاره ولسونه په ډېر شوق او علاقې سره را ووتل؛ خو دا چې په لومړۍ دوره کې، د کرزي له پلان سره سم (چې شپږ تنه پښتانه یې د اشرف غني په مقابل کې ودرېدو ته تشویق کړل) هیچا ۵۰+۱ رایې ترلاسه نه کړې. ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني چې له نورو نوماندانو نه ډېرې رایې وړې وې، دوهم دور ته ولاړل. په دې دوره کې په راییو او دا چې چا څورمه رایې وړي وې، تاوده تهمتونه، په یوه او بل لوري ولګېدل. برسیره د څو خوښکړو ولایتونو د راییو په شمېرنې سره د ډاکټر عبدالله د اصلاحات او همګرايي ټیم اطمینان حاصل نه شو اوبلا خره ډاکټر غني وویل چې باید ټولې رایې له سره وشمېرل شي.

د دې تفتیش لپاره ۳۰۰ بهرنیان او ۱۷۰۷ تنه د دواړو ټیمونو (تحول او تداوم، اصلاحاتو او همګرایي) له لوري مؤظف شول چې په درېو میاشتو کې ټولې رایې (چې هیچېرې هم داسې کار نه دی شوی)له سره وشمیرل شوې، که څه هم پایله دواړو مشرانو ته معلومه وه؛ خو سره له دې هم ډاکټر غني د ډاکټر عبدالله غوښتنه ومنله چې یوازې ګټونکی دې اعلان شي، چې ډاکټر غني وو؛ خو یو کال او درې میاشتې وروسته د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر، ډاکټر نورستاني، ناڅاپه د ټولټاکنود نتیجې اعلان وکړو چې ډاکټر غني ۵۶٪ او ډاکټر عبدالله ۴۴٪ سلنه رایې چې ۲۰۰۷ کسانو وشمېرلې، وړې وې.

برسېره په دومره تفاوت چې د ګټونکي او بایلونکي په منځ کې وو ډاکټر غني، حکومت ۵۰-۵۰ له ډاکټر عبدالله سره شریک کړ چې دا له لومړۍ ورځې نه یوه ناکامه تجربه وه او ځکه یې هم تر ۹ میاشتو پورې، دواړو په کابینې سره موافقه نه کېدله، همداسې په والیانو، سفیرانو، معینانو او نورو حکومتي لوړ پوړو مقرریو.

اوس چې نږدې یو نیم کال د ګډ حکومت له جوړېدونه تېر شوی او د پوستونو په چڼو وهلو باندې د دواړو ډېر وخت ضایع شو، د ډاکټر غني مخالفې رسنۍ ، ټوله ملامتیا بې له دې چې ووايي ډاکټر عبدالله هم ۵۰ په سلو کې ملامت دی، په اشرف غني ېې اچوي، حال دا چې برسېره د پوستونو په سر له مخالفت نه چې تر اوسه هم روان دی، ډېرې پروژې، که د لنډې مودې دي او که د منځ یا لرې مودې، ټولې د ډاکټر غني له خوا وړاندي شوې دي او اشرف غني ډېرې لاسته راوړنې لري چې غواړم ځینې یې د دې۱۳۹۴ کال په پای کې یاد کړم.

د ډاکټر غني پلانونه او لاس ته راوړنې په دې یو نیم کال کې په درېو برخو غواړم وویشم.

لومړی د سولې لپاره د هغه سفرونه چې د غني په اولویت کې ؤ، سعودي، پاکستان، چین او امریکا ته چې هریو په پاکستان باندې فشار را وستلی شي اوپایله یې روانې څلور اړخیځې غونډې دي چې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په ګډون روانې دي او تر اوسه یوازې حکمتیار او ملا محمد رسول خبرو ته لېوالتیا ښودلې او ښکاري چې پاکستانیان په ملامنصور او حقاني ډلې باندې په کار کې وي چې هغوی هم د سولې په خبرو کې شامل شي.

څرنګه چې په افغانستان ۴۰ کاله، جنګونه او نا امنۍ شوي دي، نو سوله به هم تدریجي وي او په څو غونډو کې، بر سېره د نړۍ د دوو لویو طاقتونو، لکه چین او امریکا په کډون به، تر لاسه نه شي؛ خو د ټولو افغانانو، په شمول د ناټو غړي هېوادونه، امریکا او چین،چې هر یو د خپلو ګټو په اساس هم، په افغانستان کې سوله غواړي او الله دې دا سوله، په همدې ۱۳۹۵ کال کې زموږ د بې وزلو او ځپل شوو افغانانو په نصیب کړي.

ډاکټر غني دوهمه لاسته راوړنه، د جنګ وهلي او هېر شوي افغانستان لپاره د نړۍ د دې برخې، چې د ټولې نړۍ نېږدې نیم نفوس دلته ژوند کوي، د یو مرکزي موقف لاسته راوړنه ده. د غني د منځ محال پروګرام په اساس افغانستان به دلا جورد، د اورګاډي پټلیو له لارې له مرکزي آسیا، قفقاز هېوادونو او بالاخره اروپا سره ونښلوي او زموږ د وارداتو د ترانسپورت بیه به خورا ټیټه شي. په همدې ډول د لومړي ځل لپاره به افغانستان،بحرتهلارهپیداکړي. دچابهار د بندر له لارې چې د هند په مالي مرسته جوړېږي او بیا به د اورګاډي په وسیلهله هرات، بلخ، کندز او همازبکیستان او ترکمنستان سره وصل شي. د ټاپي د نل لیکې غځول چې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ۳۰ کالنه پروژه دهاو افغانستان برسیره په کلني مالیه او غاز، په هغو څلورو د ترمیم او څارنې په مرکزونو کې چې په افغانستان کې به وي ښارکونه او مارکیټونه هم جوړ شي.

د اوبو ښه مدیریت ، چې کار ورباندې روان دی،افغانستان له ګاونډیو هیوادود سره وصل کړی. په دې دول افغانستان به د نړیوالو قوانینو په اساس، د هغو نه زمونږ د حقوق په اساس چې په وچه محاط هیواد یو، او د ترانزیت حق لرو پاکستان، ایران او د شمال هېوادونه سره د قراردادونو او معاهدو له لارې، یوې دایمي پرېکړې ته ورسېږو.

د هغو سفرونو چې اشرف غني زموږ د سیمې هېوادونو ته کړي، ده تل داسې طرحې وړاندې کړي چې دا ټول ملکونه، که غواړي چې په سوله او وروګلوی سره ژوند وکړي، نو یو له بل سره تړلي دي.داسې نه چې روان جنګ یواځې د افغانستان غمیزه ده، په دې جنګ کې د مثال په توګه ټولو شاوخوا هیوادو ته نا امني روانه ده.

د ډاکټر غني دا پراخ دید د دې ټولو هېوادونود مشرانو له خوا په قدر سره لیدل شوی دی؛ ځکه چې ډاکټر غني په جغرافیایي، اقتصادي سیاسي او کلتوري لحاظ هغوی قانع کړيدي،چېهرملک ددېسیمېیوهکوچنۍبرخهجوړوياو د ټولو خیر د دې سیمې د صلحې او امن په نظر کې نیولو سره دی.

د ډاکټر اشرف غني درېیمه لاسته راوړنه د افغانستان لپاره، د ټاکنو د وعدې سره سم د افغانستان په داخل کې لاسته راوړنې دي: لکه په سعودي عربستان کې د سل زرو کارګرو منل، ۳۰۰ نورو په قطر؛ ۵۰۰ میګا واټه برېښنا له ترکمنستان نه، ۲.۵ ملیارډه ډالره له امریکا نه بر سېره د هغو په ۴.۵ ملیارډه ډالره، د اردو او پولیسو لپاره؛ د ګمرکاتونه د لومړي ځل لپاره ۲۰ په سلو کې زیات عاید چې باید نور هم زیات شي؛ ځکه هلته له غلو نه د نورو عایداتو ګنجایش هم شته.

ښځو ته د حکومت په هره برخه کې د کار ضمینۍ برارول،په روان جنګ پولیس او اردو شهیدانو ته لس زره کورونه جوړول،د ښونوکو لپاره ځمکه او کور، د اوبو د ۲۱ بندونو او برېښنا کوټونو جوړول؛ د کرهڼۍ، لبنیاتو او چرګانو د غوښې له لورې تر څلور راتلونکو کالو پورې خود ګفایي، د سړو خونو جوړول چې مېوې او سابه، د یو فصل نه تر بل فصل پورې وساتل شي او هم د هغو صادرات چین، مرکزي آسیا، قفاز او اروپا ته.

له بلې خوا ډاکټر غني هغه توری پیسې چې له ارګ نه ځینو رسنیوته ورکول کېدې لغوه کړې،پخواني قراردادونه چې تر ۴۰۰ میلیونو ډالرو نه زیات اختلاس یواځې په یوه برخه کې شويبندکړل، او په مقابل کې د لاسي قراردادونو په منظور د ملي تدارکاتو د کمېسیون له لارېچې د ولسمشرېې په راس کې دی اوس نظر تیر کال ته په هماغه قراردادونو کې، په ملیارډونه افغانۍ سپما شوې ده.

وزیرانو ته یې سل ورځې وخت ور کولچې په هرو سلو ورځو کې په خپلو راتلونکو لاسته راوړنو باندې کار وکړي او که د ۶۰ فصیدو نه لږه لاسته راوړنه ولري، د دوی د بې کفایتۍ په معنا به وي.

په خپله ډاکټر غني ۱۶ ساعته کار کوي او دی د افغانستان د ټولو مشرانو نه ډېر زحمت کښ، پاکنفسه او افغانستان ته زړه سوانده مشر دی.

د همدې له امله له یو میلیون زیات خلکو د هغه شخصي فیسبوک او ټویټر کې ورته “لایک” یعنې زما د خوښې، ایشارې ور کړېده؛ خو هغو کسانو چې دا فیسبوک او ټویټر چلوي، د سلګونو وطنوالو، تبصرو ته، ځواب نه لیکل کېږي او نه هم د ډاکټر غني ملاتړې، رسنیو ته ورځي چې د هغه له پلانونو او کارونو نه ملاتړ وکړي او ملت ته یې څرګند کړي.

ځکه هم ځینې اوس دا حکومت د کرزي له حکومت سره پرتله کوي چې په هیڅ صورت، د کرزي د ملکې له کومې وړتیا سره که موجوده وي پرتله نه شي. کرزي په ۱۲ کاله حکومت کې، د ګوتو په شمېر پروژې او پلانونه نه لرل؛ خو په هغه وخت کې یو نیم لک بهرني عسکر، څلور لکه قراردادیان وو چې هغو ته، اوبه، میوه او د ژباړې او دفتري کارونو لپاره په لکونو خلک مصروف ساتلي وو. حال دا چې د دې حکومت په راتګ سره هغه منابع وچې شوې. د ډالرو باران چې د یولک په شمیر افغانان یېد ډالرپه حساب میلیونران کړل، نور هغسې پیسې نشته. که اوس حکومت ۶۹ په سلو کې بهرنیو مرستو ته ضرورت لري د کرزي په وخت کې ۹۲ په سلو کې پردیو مرستو ته اړ وو.

په دې کې شک نشته چې ګډ حکومت، یو ګډ غم دی چې د اشرف غني غاړې ته ور لوېدلی دی او په ځینو برخو کې لکه بیکاري،خپلې وعدې په وخت سرته نه رسول، پاکستان سره د نرمې او په پوله باندې تیریونه د ګذشت حوصله او ډیر ځلې نا شایسته کسانو ګمارل په کارونو باندی او داسې نور د مایوسۍ وړ دی؛ خو نېږدې او منځ محاله پلانونه شته دي چې په راتلونکو درېو کلونو کې به ډېرې هغه وعدې چې غني کړې دي تر سره شي. افغان ملت چې څلور لسیزې ناارامي ېې لیدلی دي، ډېر صبور او با حوصلې، خو میړنی ملت دی؛ خو باید د مغرضو هېوادونو او کسانو لاسونه، چې په هېواد کې بې اتفاقۍ او خود سرۍ ته لمن وهي او پو هیږي چې بل قانوني بدیل نشته، د قانون په چوکاټ کې، د هغو مخه ونیول شي.د ملیشو د جوړولو پر ځای هغوی له پولیسو او اردو ځوانانو سره یوځای شي، د نظام یا حکومت د سقوط پرځای چې قانوني به نوي او ۱۹۸۰ لسیزې بې بندوباري، او قتلونو سبب به غیر، بل څه به نويله حکومت سره یوځای شي او بې له کوم قصد او عناده، افغانستان د ترقې او تعلی لوری ته بوځي. و من الله توفیق

د ډاکتر مصداق نورې لیکنې

3 thoughts on “د ګډ حکومت لومړی کال/ ډاکتر نبي مصداق”
  1. مننه مصداق صا حب

    ډیری بر خه وا قیعت لری خو نور څه نا څه مشکلات هم لری الله دی تا سو ته اجر درکړی عزتمن اوسی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *